د روغتیا نړیوال سازمان وايي اروپا کې د شري ناروغۍ یوه کال کې ۴۵ برابره ډېره شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا نړیوال سازمان WHO وايي، په اروپا کې د شري د ناروغانو شمېر د تېر کال پرتله ۴۵ برابره ډېر شوی دی.
ډبلیو اېچ او چې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ روغتیايي سازمان دی، خبرداری ورکوي چې د دې پدیدې دوام کولای شي په اروپايي وچه کې ماشومان د یوې لویې ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ کړي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې، په تېر ۲۰۲۳ کال کې په اروپا کې ۴۲ زره او ۲۰۰ کسان په شري اخته شوي وو. په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې یوازې په دې وچه کې د شري ۹۴۱ پېښې ثبت شوې وې.
دغه نړیوال سازمان وايي، چې د دومره پام وړ زیاتوالي لامل شاید د کورونا ناروغۍ پرمهال د ماشومانو د واکسینو کمښت وي.
تېره اونۍ، د بریتانیا روغتیايي چارواکو د هېواد په ځینو مرکزي لوېدیځو سیمو کې د شري ناروغي اعلان کړه چې په چټکۍ هغو ښارونو او کلیوالو سیمو ته خپرېدای شي چې د واکسیناسیون ټیټې شمېرې لري.
د شري واکسین پر وړاندې د والدین مقاومت یا انکار د ځینو ساري ناروغیو لکه شري د زیاتوالي یو بل لامل دی.

د عکس سرچینه، PA Media
د بریتانیا د روغتیا ملي ادارې د راپول همخې، له ۱۶ کلونو کمعمره ۳ میلیونه او ۴۰۰ زره کسان په شري د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.
د همدې دلیل له کبله، په بریتانیا کې د روغتیايي بنسټونو او د ناروغیو د کنټرول ادارو په میلیونونو والدینو او تعلیمي او ملاتړو مرکزونو سره اړیکه نیولې او دوی ته یې سپارښتنه کړې چې له ۱۶ کلونو د ټیټ عمر ماشومان ژر تر ژره د شري پر وړاندې واکسین کړي.
د (شري، غونډوربوزي او خارښ MMR) درې ځله واکسین چې دوه ځله تزریق کېږي، معمولا د یو کال په عمر کې او بیا د درېیو کلونو او څلورو میاشتو په عمر کې په روغتیايي مرکزونو کې وړیا ورکول کېږي.
دا واکسین چې په وروستیو کلونو کې په اروپا او بریتانیا کې د شري د مخنیوي په برخه کې خورا اغېزناک بلل شوی، د والدینو له مخالفت سره مخ شوی دی.
په نړیواله کچه په شري د اخته کېدو او مړینې کچه په لوړېدا ده

د عکس سرچینه، Getty Images
شری یوه خورا وژونکې او مخ په ډېرېدو ناروغي ده او ماشومانو ته ګواښ دی.
د شري وېروس کې کوچني څاڅي دي، هغه وخت خپرېږي چې پرې یو اخته کس ټوخی یا پرنجی کوي.
شری د څاڅکو په تنفسولو یا د لمس کولو او خپل لاس پزې یا خولې ته په نژدې کولو سره انتقالېږي.
په شري اخته کسان د هغوی پر بدن د نونکیو له راختلو لږ تر لږه څلورو ورځو پورې نورو ته وېروس انتقالوونکي وي.
عمومي نښې یې څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- لوړه تبه
- دردناکې سترګې، سرې او اوبلنې سترګې
- ټوخی او پرنجی
- عموما د ناروغۍ احساس لرل
- ښايي په خوله کې کوچنۍ نونکۍ راښکاره شي
- پر پوستکي سور یا نسواري رنګه داغونه
د شري مخه د (شري، غونډوربوزي او خارښ MMR) درملو په دوه ډوزه درملو نیول کېدای شي.
د روغتیا نړیوال سازمان وړاندیز کوي چې ماشومان باید لومړی ډوز له ۹ تر ۱۲ میاشتو پورې او دویم په ۱۵ - ۱۸ میاشتو کې ترلاسه کړي.








