افغانستان کې د شري ناروغي؛ یونیسف وايي ۲۰۲۴ کې یې ۱۲۶ کسان مړه کړي

د عکس سرچینه، WHO AFGHANISTAN
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، د ۲۰۲۴ کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د شري ۲۸۶۳۱ شکمنې پېښې ثبتې شوي دي، چې له امله یې ۱۲۶ کسانو ژوند له لاسه ور کړی دی.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د ناروغانو ۸۰ سلنه یې له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان او نورې یې ښځې دي.
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې هم په یوه رپوټ کې د افغانستان په درېیو ولایتونو کې د شري ناروغۍ په پېښو کې د زیاتوالي خبر ور کړی او په بلخ، هرات او هلمند ولایتونو کې یې حالت اندېښمنوونکی بللی دی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت مني چې سږ کال د شري ناروغیو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، خو وايي، له دوی سره په لابراتوارونو کې د ثبتو شویو شمېرو له مخې، د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه باندې ۵زره کسان د شري په ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ۷۵ کسان مړه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، افغانستان د ساري ناروغیو له ګواښ سره مخامخ دی او په ۲۰۲۴ کال کې په شري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د ۲۰۲۳ کال پرتله زیات شوی دی.
د ډېرېدو لامل یې څه دی؟
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان له بي بي سي سره په خبرو کې د دې پېښو د ډېرېدو یو لامل اقلیمي بدلون بولي. "یو څه چې سږ کال دا واقعات لږ ډېر شوي یو علت یې اقلیمي بدلون دی. په نورو هېوادونو کې هم ورته پېښې ډېرې شوې دي."
ښاغلی شرافت زمان وايي، د تېر کال پرتله د شري ناروغانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، خو زیاتوي، وزارت یې د مخنیوي لپاره وقایوي پروګرامونه پلي کړي دي، "د یونیسف ادارې له لارې چې کوم ارقام خپاره شوي دي، هغه د مشکوکو واقعاتو دي، کوم واقعات چې موږ یې معلومات له تاسو سره شریکوو، دا هغه واقعات دي چې تثبیت شوي دي. په ۲۰۲۳ کال کې موږ ۳۰۰۰ مثبت واقعات درلودل، چې په ۲۰۲۴ کال کې دغه شمېر ډېر شوی دی او ۵۲۴۰ شاوخوا ته رسېدلي دي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د شري ناروغي یوه ساري او احتمالا سخته ناروغي ده چې د تبې، بخار، ټوخي، د سترګو سوروالي او نمجنېدو لامل کېږي.
دغه ناروغي تر ډېره د ټوخي، پرنجي یا هم نورو لارو د هوا له لارې له ناروغ څخه روغ کس ته لېږدېږي.
واکسین د مخنیوي غوره لار
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې هم په یوه رپوټ کې ویلي، په افغانستان کې هر کال د شري ناروغۍ پېښې ثبتېږي، خو سږ کال په بلخ، هرات او هلمند ولایتونو کې د دې ناروغۍ زیاتوالی د اندېښنې وړ دی.
د یادې ادارې د روغتیايي همغږۍ مشر ډاکټر پيکس یويراګي وايي، زموږ لومړیتوب د ناروغانو درملنه ده، خو دا چاره کفایت نه کوي. د شري د مخنیوي تر ټولو غوره لاره د واکسین کول دي.
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې زیاته کړې، که څه هم د اپرېل له نیمایي راهیسې د شري ناروغۍ پېښې کمې شوې دي، خو وايي، له دغې ناروغۍ د ماشومانو د مړینې مخنیوي لپاره باید هر ماشوم ته په شپږ میاشتنۍ کې د شري ضد واکسین ور کړل شي او د دې ناروغۍ پر وړاندې د ټولو ماشومانو د واکسینو لپاره پرله پسې هڅې وشي.











