د شري ناروغي ډېره شوې؟
د روغتیا نړیوال سازمان وايي د نړۍ په لر او بر کې د شري پېښې ډېرې شوې دي. وايي تېر کال په ډېری هېوادونو کې بیخي ډېرې پېښې موندل شوې وې. دوی وايي د نړۍ په هره برخه کې پېښې ډېرې وې. وا يي تر سلو زرو ډېر کسان تېر کال د شري له امله وژل شوي چې ډېره برخه یې د ماشومانو وه.