د غاړې اندازه د روغتیا په هکله څه نښې نښانې راښيي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, چندن کومار جاجواد
- دنده, بي بي سي-هندي
- Author, سارا بیل
- دنده, د بي بي سي نړیوالې څانګې روغتیا برخه
موږ معمولا ګورو که وزن مو زیاتېږي یا مو خېټه غټه شي او یا کالي تنګ محسوسوو، خو په بدن کې یوه بله برخه هم شته، چې زموږ د روغتیا په هکله نښې نښانې راکوي او دا غاړه ده.
که د انسان غاړه د معمول پرتله غټه یا نرۍ وي، دا د ځینو روغتیایي حالتو خبرداری کېدای شي.
غاړه مو باید څومره غټه وي؟
د بدن غوړ معمولا د یو کس وزن د هغه پر ونه د وېش له مخې اټکل کېږي، چې د بدن ټولیز شاخص (BMI) محاسبه شي. که څه هم دا د پیل لپاره ښه نکته ده، خو د هر چا لپاره دا کار نه کوي، په ځانګړي توګه د هغو کسانو لپاره چې د ورزش له لارې یې د بدن غړي د معمول پرتله یو څه زیات غټ وي.
له همدې امله د انسان د غاړې بڼې اندازه کول کولی شي د روغتیا په هکله اضافي معلومات وړاندې کړي.
نو، که د انچي ټېپ اندازه ولرو، دا باید څومره وي؟
د ډیلي ای ایل بي اېس ادارې او د طبي علومو د ملي اکاډیمۍ مشر ډاکټر شیو کمار سرین وايي: "د ښځو لپاره د غاړې اندازه باید له ۳۳ تر ۳۵ سانتي مترو پورې وي او د نارینه وو لپاره باید له ۳۷ تر ۴۰ سانتي مترو پورې وي."
د غاړې غټوالی ولې مهم دی؟
ځینې خلک د خپلې غاړې قوي ښکاره کولو لپاره وزنونه پورته کوي، لکه د سوکوهنې او رګبي لوبغاړي، چې ډېره غټه او پخه غاړه لري، له جیم بهر تل دا ډېره ګټوره چاره نه بلل کېږي.
د پونې ډي وای طبي کالج کې پروفیسور امیتاو باندوپادیای وایي:
"که د چا غاړه له عادي اندازې ډېره غټه وي، دا ښيي چې دا انسان د روغتیا له ستونزې سره مخ دی، یعنې بدن یې د چاغوالي پر لور روان دی،" "ډېری ډولونه ناروغۍ له چاغوالي سره تړاو لري."
د غاړې شاوخوا غوړ یاوازده له هغو نرمو غوړو سره توپیر لري، چې تر پوست لاندې د بدن په نورو برخو - لکه په کوناټو یا ورنونو کې چې وي.
که څوک چاغ وي، نو په بدن کې یې پټ غوړ هم وي، په ځانګړي ډول د نس دننه او د داخلي غړو شاوخوا کې، چې دا هغه څه دي چې "ویسېرل فېټ" بلل کېږي. دا یوازې ساده غوړ نهدي، بلکې د بدن د میټابولیزم برخه ده او د وینې شکرې، کولیسټرول او د وینې فشار اغېزمنوي.
د لندن کنګسټن پوهنتون بایوکیمسټري استاد ډاکټر احمد البدیوي وایي.
"غاړه هغه ځای دی چې دا پټ غوړ پکې لیدل کېدای شي او دا نښه درکوي چې ستاسو په بدن کې څومره اضافه غوړ شته. هر څومره چې یو څوک ډېر چاغ وي، هغومره به یې غاړه هم غټه وي."
دا څه ډول ستونزې را پیدا کولای شي؟
که د چا غاړه له عادي اندازې زیاته غټه ښکاري، دا کېدای شي د میټابولیک سنډروم نښه وي. دا د روغتیایي ستونزو یوه ټولګه ده چې د دویم ډول شکر (Type 2 Diabetes) او د زړه یا د وینې د رګونو د ناروغیو خطر زیاتوي.
که په بدن کې اضافه غوړ موجود وي، نو دا اضافه غوړ په اسانۍ د وینې جریان ته ننوځي.
ډاکټر محسن ولي، چې د ډیلي په سر ګنګا رام روغتون کې یو تجربه کار متخصص دی، په دې هکله وایي:
"هغه څوک چې غټه غاړه لري، ښايي لوړ کولیسټرول، د ځیګر غوړ (Fatty Liver)، شکر او د وینې لوړ غوړ ولري. دا ډول حالت ځانګړې طبي پلټنې ته اړتیا لري."
دا ستونزه په خوب کې د تنفس ستونزې ناروغۍ (Sleep Apnoea) سبب هم کېدای شي، چې د انسان د استراحت احساس اغېزمنوي.
که غاړه ډېره نرۍ وي، نو بیا؟
د کنګسټن پوهنتون ډاکټر احمد البدیوي د داسې کسانو په هکله وایي:
" دغسې کسانو سره باید فکر او اندېښنه وي. متوازن خواړه او منظم فزیکي تمرینونه نه یوازې د عمومي روغتیا لپاره ګټور دي، بلکې د وزن په کمولو کې هم مرسته کوي."
د زړه او وینې د سیستم لپاره مناسب تمرینات (Cardiovascular exercise) دي او د وزن پورته کولو تمرینونه د بدن د پورتنۍ برخې غوړ کمولی شي، په داسې حال کې چې ښه او کافي خوب د بدن میټابولیزم د تنظیم او رغېدنې لپاره اړین بلل کېږي.
متوازن خواړه چې دالونه، مېوې او سابه پکې شامل وي، بې له دې چې زیات کالوري ولري، بدن ته اړین غذایي مواد ورکوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
که غاړه ډېره نرۍ وي؟
نازکه یا نرۍ غاړه له پخوا راهیسې د فزیکي ښکلا یوه نښه ګڼل کېږي. ځینې کسان د ښکلا لپاره ګاڼې یا غاړکۍ کاري، چې غاړه یې نرۍ او ښکلې ښکاره شي.
په ځینو افریقایي هېوادونو کې، ښځې ځانګړې کړۍ پر غاړه کوي، چې غاړه یې نرۍ او اوږده ښکاره شي، خو ډاکټران وایي، سره له دې چې نرۍ غاړه د ښکلا نښه ګڼل کېږي، که د یو کس غاړه له عادي اندازې ډېره نرۍ ښکاري، دا کېدای شي د وینې کموالي (انایمیا) نښه وي.
د بنګلور ډاکټر اترېیا نیهاراچندرا وایي:
"داسې کسانو ته اوسپنه، ویټامینونه او نور غذایي مواد ورکول کېږي. په ډېرو پېښو کې، دا حالت آن د وینې انتقال ته اړتیا پیدا کوي."

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه کسان چې نرۍ غاړه لري، کېدای شي د نورو خلکو پرتله یوه اضافي فقره (vertebra) هم ولري. د انسان د غاړې فقراتو ستنه یا سرویکل سپاین (cervical spine) کې معمولا اوه فقرې وي، خو ځینې کسان اته لري. دا کټ مټ داسې ده، لکه ځینې کسان په یوه لاس کې د پنځو پر ځای شپږ ګوتې لري.
فقرې هغه هډوکي دي چې د ملا تیر ترې جوړ شوی وي. دا د ملا اعصاب او نخاع ساتي او د بدن جوړښت ته ملاتړ ورکوي.
خو دا یوه موروثي ځانګړنه ده او ډېری وخت د یوې بلې طبي معاینې پر مهال په ایکسرې کې په تصادفي ډول څرګندېږي. دا معمولا کومه جدي ستونزه نه جوړوي.
ډاکټر ولي وایي: "په ځینو مواردو کې که د غاړې فقرې له یوې زیاتې وي، یعنی اته وي، دا کېدای شي د لاس بېحسۍ یا (ویده کېدو) سبب شي."
بله ناروغي چې د غاړې په برخه کې لیدل کېدای شي، ګوېټر (Goitre) ده، چې د غاړې په مخ کې د یوې غوټې یا پاړسوب په بڼه څرګندیږي. دا د تایرایډ غدې (thyroid gland) د پاړسوب له امله رامنځته کېږي. دا یوه کوچنۍ غده ده چې هورمونونه تولیدوي.
ګوېټر معمولاً د غاړې د لاندې برخې پر سطحه څرګندېږي، ښايي نرم یا کلک احساس شي او کله کله یوازې د یوې غاړې په لور پاړسوب ولري.
که څه هم دا معمولا دردناک یا خطرناک نه وي، د برېتانیا د عامې روغتیا ملي اداره (این ایچ اېس) سپارښتنه کوي چې دا باید د ډاکټر لخوا وڅېړل شي.
نو، بیا ځل چې ځان په هېنداره کې ګورئ، غاړې ته یو څه زیات پام وکړئ، کېدای شي تر هغه ډېر څه دروښيي چې تاسې فکر کاوه.








