افغانستان ۳۰ لامبو حوضونه لري، خو ښځو ته یوازې یو

لامبوزن

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، 'ټایمز آف انډیا' ورځپاڼه وايي په افغانستان کې د لامبو ٣٠ ډنډونه يا حوضونه شته خو يوازې يو يې د مېرمنو پر مخ پرانيستى دى.
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

ټايمز آف انديا:

دغې هندۍ ورځپاڼې د افغان ښځينه لامبوزنو په وړاندې پرتو ننگونو ته کتنه کړې.

ورځپاڼه وايي په افغانستان کې د لامبو ٣٠ ډنډونه يا حوضونه شته خو يوازې يو يې د مېرمنو پر مخ پرانيستى دى.

ورځپاڼې د ښځو د لامبو کميټې روزونکې "الينا صبوري" کيسه راخيستې او نوموړې يې په افغان زاړه پاله يا محافظه کاره ټولنه کې د هغو مېرمنو د مبارزې انځور بللې چې غواړي لامبو وکړي.

اغلې صبوري او ډله يې د تاوتريخوالي له گواښ سره مخامخ شوي.

ورځپاڼې د افغانستان د لامبو فدراسيون مشر "سيد احسان طاهري" څرگندونې خپرې کړي چې وايي غواړي افغانې لامبوزنې په ٢٠٢٠ م کال په توکيو کې د اولمپيک په سياليو کې گډون وکړي.

دوى اوس په برازيل کې يوې کمپنې سره اړيکه نيولې چې دغو مېرمنو ته د لامبو جامې چمتو کړي چې ټول بدن وپوښوي.

د ورځپاڼې په وينا د سعودي عربستان، قطر او ايران په گډون ډېرى محافظه کار اسلامي هېوادونه د ښځينه لامبوزنو ډلې لري خو افغانستان په دې کې پاتې راغلى.

ډان:

ځانګړي ځواکونه

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، د 'ډان' ورځپاڼې په وينا د افغان ځانگړو ځواکونو په ليکو کې د تازه گومارنو او روزنې لړۍ پيل شوې.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د افغان چارواکو هغې وينا ته کتنه کړې چې وايي غواړي د ځانگړو ځواکونو شمېر دوه برابره کړي.

د چارو دريو افغان او بهرنيو څارونکو ورځپاڼې ته ويلي افغان حکومت د دغې چارې مالي سمبالښت لپاره بهرنيو بسپنه ورکوونکو سره اړيکي نيولي.

ورځپاڼې په دې تړاو د ناټو د وياند "بېل سالوېن" څرگندونې راخيستې چې وايي اوسمهال د افغان ځانگړو ځواکونو په ليکو کې د تازه گومارنو موخه د هغو سرتېرو ځاى ډکول دي چې په جگړو وژل شوي.

نوموړې زياته کړې هغې کچې ته د ځانگړو ځواکونو د شمېرې رسېدل چې ولسمشر غني يې غواړي ښايي څو کاله وخت ونيسي.

د ورځپاڼې په وينا د افغان ځانگړو ځواکونو په ليکو کې د تازه گومارنو او روزنې لړۍ پيل شوې.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز وايي امريکا د سولې پلانونه ځنډولي او خپلې جگړييزې هڅې يې گړنډۍ کړي دي. ورځپاڼې په يمن، عراق او سوريه کې روانو شخړو ته اشاره کړې او وايي امريکايي ځواکونو په يمن او عراق کې هوايي بريدونه ډير کړي.

عراق

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح، ورځپاڼه همداراز په موصل کې د رامنځته شوې پېښې يادونه کوي چې ويل کېږي گڼو ملکي وگړو ته مرگژوبله اوښتې.

د ورځپاڼې په وينا امريکا په سوريه کې جنگيالي په الوتکه کې د جگړې لومړۍ کرښې ته رسولي. نيويارک ټايمز وايي د امريکا د ادارې لپاره ډيپلوماسي اوس دويم ځاى خپل کړى.

ورځپاڼه همداراز په موصل کې د رامنځته شوې پېښې يادونه کوي چې ويل کېږي گڼو ملکي وگړو ته مرگژوبله اوښتې.

مطلب کې راغلي، دغه تدبيرونه د ولسمشر اوباما د واکمنۍ پر مهال غوره شوي او د ولسمشر ټرمپ ادارې هم ورته دريځ خپل کړى.