هند کې په ۹ ورځو کې د ۲۰ کسانو د وژونکي فیل لټون روان دی

هند

د عکس سرچینه، Anuwar Hazarika/NurPhoto via Getty Images

یوه ځنګلي فیل یا هاتي د هند په جهارکنډ ایالت کې په نهو ورځو کې ۲۰ کسان وژلي دي، خو ځايي‌ چارواکي یې تر اوسه په نیولو نه دي بریالي شوي.

دغه کسان د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د جهارکنډ ایالت په یوه لوېدیزه ولسوالۍ کې وژل شوي.

دا سیمه د اسیا په کچه د ګڼو ځنګلونو ټاټوبی دی او پخوا هم پکې ورته پېښې شوې، خو ویل کېږي دا لومړی ځل دی چې یو نر فیل په دومره لنډ وخت کې پرله‌پسې دومره ډېر کسان وژني.

په رپوټونو کې د چارواکو له خولې ویل شوي، چې دمګړۍ تر سلو ډېر کارکوونکو د دغه وژونکي فیل په لټون بوخت دي.

چارواکي او د ژویو د ژوند او ژواک پوهان وایي په دې وروستیو کې دې سیمه کې ورته پېښې ځکه ډېرې شوې، چې ځنګلونه په کمېدو او د فیلانو د اوسېدو سیمو ته څېرمه د انسانانو ګڼه ګوڼه په زیاتېدو ده.

د ځنګلونو یوه ځايي چارواکي کلدیپ مینا دا "یو غیر معمولي وضعیت" بللی دی.

هغه ویلي دا لومړی ځل دی چې په دې سیمه کې د یوه نر فیل له خوا د دومره ډېرو مړینې رپوټ ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا ټولې سیمې ته د احتیاط خبرداری ورکړل شوی چې د نور ځاني او مالي زیان مخه ونیول شي.

کلدیپ وايي،‌ د دوی لومړیتوب دا دی چې "د دغه فیل څرک مالوم او په خوندي توګه یې بېرته ځنګله ته ولېږدوي."

یو بل ځايي چارواکي چندن کومار بي‌بي‌سي‌ ته ویلي، په وژل شویو کې د ځنګلونو اړوند کارکوونکي هم شامل دي.

د نوموړي په وینا ډېرې پېښې د شپې له مخې شوې، چې خلک د خپلو شولو یا د وریجو فصل ساتلو لپاره په کروندو کې وي.

فیل پر ۳۴ کلن منګل سنګ داسې حال کې برید کړی چې خپل کور ته نژدې و.

۶۲ کلن اردیب یې برسنګ‌هاتو کلي کې د کروندو د ساتنې پر مهال په نښه کړی او په همدې شپه یې ۴۲ کلن وشنو سندي هم په داسې حال کې تر پښو لاندې مروړلی چې ویل کېږي له کوره بهر ویده و.

دغه فیل په بله پېښه کې چې د جنورۍ پر ۵مه شوې، د کندرا په نوم سړی له خپلو دوو ماشومانو سره یو ځای وژلی دی.‌ یو وژل شوی ماشوم شپږ او بل اته کلن و.

د کندرا ښځې وروسته ویلي، دا له خپلې ۲ کلنې ماشومې سره په تېښته بریالۍ شوې او وروسته خبره شوه، چې مېړه او دوه ماشومان یې وژل شوي دي.

هند

د عکس سرچینه، Mohammad Sartaj Alam/BBC

د عکس تشریح، هند ځنګلي فیلان ډېر دي او پخوا هم پکې داسې پېښې شوې دي

د ځنګلونو ځايي‌ چارواکي وايي، دغه "ځوان او با انرژي" فیل د شپې له مخې په بیا بیا خپل ځایونه بدلولي او له همدې کبله یې نیول هم سخت شوي.‌

چارواکو ځايي‌ خلک د شپې له مخې له کورونو بهر له ویدېدو منع کړي دي.

کلدیپ مینا وايي، "د لومړنیو څېړنو له مخې داسې ښکاري چې ښايي دغه فیل دمګړۍ په داسې جسماني حالت کې دی چې د ژویو تیسټوسټیرون پکې ډېر زیاتېږي او له دې کبله بریدګر چلند کوي."

د چارواکو په وینا دا یرغلګر خوی او چلند معمولآ‌ له ۱۵ تر ۲۰ ورځو دوام کوي او بیا ښايي‌ پای ومومي.‌

خو دوی زیاتوي چې امکان لري دا فیل له خپلې ډلې جلا شوی وي او له همدې کبله خپه او غوسه وي.‌