خټینه کنده کې د لوېدلو فیلانو ژغورل

د عکس سرچینه، WCS
د کمبودیا په مندولکېري ولایت کې ۱۱ اسیايي فیلان چې په یوې کندې کې لوېدلي وو بېرته رایستل شوي.
دغه فیلان د اوبو څښلو لپاره راغلي وو چې د خټو په دې ډنډ یا کندې کې ولوېدل، وروسته بیا د سیمه ییزو بزګرو لخوا د رسیو په مرسته له دې کندې راویستل شول.
په دغو ژویو کې درې یې ښځې اته یې کم عمره بچیان چې یو یې هم نر و، د وحشي ځناورو د ساتنې ټولنه وايي، دا د ځناورو د ساتنې لپاره د دغو خلکو زیار ښکاره کوي.
د خټو دغه ډنډ او کنده د یوه بم په مټ ایستل شوې وه.
کله چې فیلان له خټو راوایستل شول، د بیا لوېدو له وېرې د اوسېدو خپل ځان ته وتښتېدل.
د وحشي ژوو د ساتندویې ټولنې ټان سیتا وايي، ټولو په ګډه د فیلانو د ژغورنې هڅه کوله.
دا خټینه کنده په اصل کې د ویتنام د جګړې پرمهال د یوه بم له کبله جوړه شوې وه، چې وروسته د بزګرانو له خوا د اوبو د زېرمه کولو لپاره پراخه کړل شوې وه.

د عکس سرچینه، AFP/Getty Image
کله چې بزګران خبر شول، د جمعې په ورځ هلته فیلان لوېدلي، د چاپېریال ساتنې اړوندې ادارې ته یې خبر ورکړ او هغوی ژغورندویه ډله ورواستوله.
د چاپېریال ساتنې ادارې یوه مشر ډاکټر روس روس سینکلېر وايي "دا په کمبودیا کې د وحشي ژوو د ساتنې لپاره په ګډه د ټولو د هڅو یوه لویه بېلګه ده".









