د عکسونو البوم: د کمبودیا ساحلونو کې د کب نیونکو ټولنه

اته کاله مخکې د کمبودیا کامپوت ایالت د ساحلي کليو خلکو ټولنې له کمبودیا حکومت نه د کب نیولو حق بېرته تر لاسه کړ اوس د ټولنې هر غړی کب نیونکی کولای شي تر شپږو ډالرو پورې عاید هره ورځ ومومي.

اته کاله مخکې د کمبودیا کامپوت ایالت د ساحلي سیمې کليوالو خلکو یوې ټولنې له کمبودیا حکومت نه د کب نیولو حق بېرته تر لاسه کړ

د عکس سرچینه، CHARLES FOX

د عکس تشریح، اته کاله مخکې د کمبودیا کامپوت ایالت د ساحلي سیمې کليوالو خلکو یوې ټولنې له کمبودیا حکومت نه د کب نیولو حق بېرته تر لاسه کړ
د ټولنې دغه کب نیونکي اوس کولای شي د نیمې ورځې کار پایله کې تر ۶ امریکايي ډالرو پر عاید ومومي.

د عکس سرچینه، CHARLES FOX

د عکس تشریح، د ټولنې دغه کب نیونکي اوس کولای شي د نیمې ورځې کار پایله کې تر ۶ امریکايي ډالرو پر عاید ومومي.
د کب نیونکو دغې ټولنې ته یوې خیریه موسسې د کبانو وچولو لپاره د لمر رڼا کارونکي الات ورکړي، چې پر مټ یې په خوندي چاپیریال کې کبان وچیږي او په بیه لوړه پلورل کېږي.

د عکس سرچینه، CHARLES FOX

د عکس تشریح، د کب نیونکو دغې ټولنې ته یوې خیریه موسسې د کبانو وچولو لپاره د لمر رڼا کارونکي الات ورکړي، چې پر مټ یې په خوندي چاپیریال کې کبان وچیږي او په بیه لوړه پلورل کېږي.
د ټولنې غړي په اوبو کې د غیرقانوني کب نیونکو مخنیوي لپاره د ګزمې مسوولیت لري.

د عکس سرچینه، CHARLES FOX

د عکس تشریح، د ټولنې غړي په اوبو کې د غیرقانوني کب نیونکو مخنیوي لپاره د ګزمې مسوولیت لري.
سیلانیانو ته له سیمې د لیدو اجازه ورکوله کېږي، چې ځايي خلک له پردیو ژبو سره بلد شي او د سیلانیانو ورتګ له لارې اضافي عاید تر لاسه کړي.

د عکس سرچینه، CHARLES FOX

د عکس تشریح، سیلانیانو ته له سیمې د لیدو اجازه ورکوله کېږي، چې ځايي خلک له پردیو ژبو سره بلد شي او د سیلانیانو ورتګ له لارې اضافي عاید تر لاسه کړي.
د لوېدېځوالو سیلانیانو تر څنګ خپله د کمبودیا زده کونکو ته هم سیمې ته په تعلیمي او څېړنیزو سفرونو د ورتګ لپاره زمینه برابره شوې، چې د سیمې اوسېدونکو نوی کول له بهرنۍ نړۍ سره پيژندګلوي ومومي.

د عکس سرچینه، CHARLES FOX

د عکس تشریح، د لوېدېځوالو سیلانیانو تر څنګ خپله د کمبودیا زده کونکو ته هم سیمې ته په تعلیمي او څېړنیزو سفرونو د ورتګ لپاره زمینه برابره شوې، چې د سیمې اوسېدونکو نوی کول له بهرنۍ نړۍ سره پيژندګلوي ومومي.
زده کونکي د شنیلي ډېرېدو لپاره ساحلي ونې بوټي کري.

د عکس سرچینه، CHARLES FOX

د عکس تشریح، زده کونکي د شنیلي ډېرېدو لپاره ساحلي ونې بوټي کري.
یو کب نیونکی د شپې مهال کبانو ښکار لپاره چمتووالی کوي.

د عکس سرچینه، CHARLES FOX

د عکس تشریح، یو کب نیونکی د شپې مهال کبانو ښکار لپاره چمتووالی کوي.

مشتریانو له اوبو نه د کب نیونکو کښتیو ستنېدو انتظار کوي. کب نیونکي اوس د دریم ګړي پر ځای خپل پېر او پلور کوي، چې دې سره تر ډېره بریده بیې په خپله خوښه ټاکل کېږي.

د عکس سرچینه، CHARLES FOX

د عکس تشریح، مشتریانو له اوبو نه د کب نیونکو کښتیو ستنېدو انتظار کوي. کب نیونکي اوس د دریم ګړي پر ځای خپل پېر او پلور کوي، چې دې سره تر ډېره بریده بیې په خپله خوښه ټاکل کېږي.
د کب نیونکو د ښکار سیمه. دغه ټول تصویرونه چارلس فوکس اخیستي.

د عکس سرچینه، CHARLES FOX

د عکس تشریح، د کب نیونکو د ښکار سیمه. دغه ټول تصویرونه چارلس فوکس اخیستي.