هند کې "د نړۍ تر ټولو زړه" فیله مړه شوه

د عکس سرچینه، Shimoga Nandan
هند کې چارواکي وايي، دغه هېواد کې له ۸۰ کلونو د پورته عمر هغه فیله مړه شوې، چې فکر کېږي نړۍ کې تر ټول د ډېر عمر درلودونکې وه.
د روانې میاشتې له پیله ایندیرا ناروغه وه او خواړه یې نه خوړل.
کرناټک ایالت کې د فیلانو یو ساتونکی د دغې فیلې عمر له۸۰ کلونو پورته ښيي.
ماهرین وايي، فیلان معمولاً له ۷۰ تر ۹۰ کلونو پورې عمر کوي.
ساتل شویو فیلانو کې تر اوسه ډېر عمر لین وانګ نومیده، چې تایپي ژوبڼ کې ساتل کېده او ۲۰۰۳ کال کې د ۸۶ کلونو په عمر مړه شوه.
د هند کېرالا ایالت کې یو بل فیل هم شته، چې ویل کېږي د همدومره عمر دی.
ایندیرا د کرناټک کمپ ته ۵۰ کاله مخکې راوستل شوې وه. ویل کېږي د هغې ډېری خواړه شنه واښه وه، چې ګومان کېږي د هغې د اوږده عمر راز په کې دی.
د دغه کمپ یوه ماهر ډاکټر واینې بي بي سي ته ویلي، چې ایندیرا د جنورۍ له پیله راهیسې خواړه نه خوړل او د دوشنبې پر ورځ مړه شوه.
ډاکټر واینې وايي، معمولاً فیلان له ۶۵ کلنې وروسته مړژواندي کېږي، خو ایندیرا ښايي له ۸۵ کاله هم ډېر عمر وکړ:
''له نژدې دوو لسیزو راهیسې مو هغې ته پاسته خواړه ورکول. نژدې ۱۵ کاله مخکې یې پر یوه سترګه ړنده شوه او نژدې یوه میاشت مخکې یې په دویمه سترګه کې هم ګل پیدا شو.
ایندیرا په کاکاناکوټ کې ۱۹۶۸ کال کې نیوله شوې وه او د ډاکټر واینې په وینا خورا ښه روزل شوې وه.








