هندي سرکس جوړوونکي له خپله کاره راضي نه دي

د نندارو د هیجاني کولو لپاره، د سرکس جوړوونکي شرکتونه بهرني لوبغاړي په کار ګماري چې داسې نندارې وړاندې کړي

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د نندارو د هیجاني کولو لپاره، د سرکس جوړوونکي شرکتونه بهرني لوبغاړي په کار ګماري چې داسې نندارې وړاندې کړي

د هند ښارونو په سرکسونو کې، سره له دې چې مسخره ګان د کتونکو د بوختولو لپاره خپلې هڅې کوي، خو په دې وروستیو کې جوړوونکي يې خوښ نه برېښي. د دې لپاره چې د نندارې پر مهال یې څوکۍ تشې وي. دا د دوی ګټه وټه زیانمنوي.

په هند کې د سرکس یو له تر ټولو پخوانی تنظیموونکی چې د پنځو لسیزو لپاره یې سرکسونه جوړکړي وايي دې کار ته ادامه ورکول په رښتیا چې ډېره هڅه او خوځښت غواړي.

اشوک پاوار د دغه سرکس مشر دی:

''تر دې وړاندې به خلک دوه ورځې مخکې په کتارونو کې درېدل چې تکټ واخلي، هغه مهال غوښتنه خورا لوړه وه. خو اوس خلک سوداګریزو مرکزونو یا سینما ته تر د سرکس لیدلو، لومړیتوب ورکوي''.

د کتونکو د شمېر لږېدل، د دې لامل شوی چې جوړوونکي یې د نندارو شمېر کم کړي. اټکل کېږي چې د ۱۹۹۰ زېږدېږې لسیزې تر پایه، هند کې د سرکس جوړوونکو ۳۰۰ شرکتونو فعالیت درلود. خو اوس یوازې ۳۰ شرکتونه پاتې دي.

یو لامل یې ښايي د سرکس د ترسره کېدو څرنګوالی هم وي. د فیل، پړانګ، زمري او یږ په شان حیواناتو لوبول، یو مهال ځانګړی جذابیت درلود، خو اوس منع شوی.

د سرکس څښتنان وايي لا تر اوسه هم د دې وخت نه دی چې نندارې ودروي او سرکس بېخي وتړي

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، د سرکس څښتنان وايي لا تر اوسه هم د دې وخت نه دی چې نندارې ودروي او سرکس بېخي وتړي

نن سبا په سرکس کې یوازیني حیوانات چې لیدل کېږي سپیان، اسان او الوتونکي دي.

دا مېرمن وايي ''کله چې موږ ماشومان وو سرکس ته به د حیواناتو د لیدلو لپاره تللو، تر هنري نندارو یې ،همدا اصلي جذابیت و. د مسخره ګانو او اکروباتیکو حرکتونو ترڅنګ، ډېر هیجان په دې کې ؤ چې اوو په سرکس کې به یو پړانګ یا زمری ووینو''.

د نندارو د هیجاني کولو لپاره، د سرکس جوړوونکي شرکتونه بهرني لوبغاړي په کار ګماري چې داسې نندارې وړاندې کړي چې هندیانو تر دې پخوا لیدلي نه وي. دا کار د هندي لوبغاړو ارزښت او دوی ته د کار شونتیا کموي.

د سرکس څښتنان وايي لا تر اوسه هم د دې وخت نه دی چې نندارې ودروي او سرکس بېخي وتړي. خو د هند سرکسونه باید د خپلو نندارو ډګر د اوسنیو بوختوونکو لوبو او غوښتنو جوګه ګړي.

د عکس سرچینه،