ولې موږ ژاړو؟ ساینس په دې اړه څه وايي؟

د عکس سرچینه، بوګدان مالیزکي / Getty Images
موږ هغه وخت ژاړو چې خپه، اوتره، غوسه او ان خوشاله شو.
خو ایا پوهېږئ چې انسانان یوازېني پېژندل شوي مخلوقات دي چې د عاطفي احساساتو له امله اوښکې تویوي؟
که څه هم ګڼ شمېر ژوي د کوچنیوالي پر مهال د ستونزې د څرګندولو لپاره په لوړ غږ ژاړي، خو داسې ښکاري چې د دوی په مغز کې هغه عصبي لارې نشته چې له مخې یې د پېچلو احساساتو په غبرګون کې اوښکې تویې کړي.
ساینسپوهان پوهېږي چې اوښکې څه ډول کار کوي، خو دا چې انسانان ولې ژاړي او د عاطفي اوښکو موخه څه ده، لا هم په بشپړه توګه نه ده روښانه شوې.
اوښکې څه دي؟
ډاکټره ماري بانیېر هېلاوېټ، چې د سویس د انساني بیولوژي انسټیټیوټ د دوکتورا برخه کې زدکړې کوي، وايي:
"اوښکې له پنځو مالیکولونو جوړې دي، چې بلغم (mucus)، برېښنايي مواد یا الیکټرولیټونه (electrolytes)، اوبه، پروټینونه او لیپیدونه (lipids) یا د اوبو مالیکولونه په کې شامل دي."
هغې د بي بي سي نړیوالې څانګې د کراوډ ساینس (CrowdScience) پروګرام ته ویلي چې دا ټولې برخې بېلابېلې ځانګړتیاوې لري. د بېلګې په توګه، پروټینونه د وېروسونو او باکتریاو پر وړاندې محافظتي کار کوي او برېښنايي مواد یا منرالونه بیا د بدن د فعالیتونو لپاره مهم ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، جانیکبراس / Getty Images
څېړونکي وايي اوښکې په درې ډوله دي: اساسي اوښکې، انعکاسي اوښکې او عاطفي اوښکې.
"اساسي اوښکې هغه دي چې تل د سترګې پر سطحه وي او ستاسو سترګې لندې ساتي."
انعکاسي اوښکې بیا هغه وخت تولیدېږي چې کوم بهرنی څه لکه حشره یا خاوره سترګې ته ورننوزي. دا د سترګې په قرنیه کې د عصبي حجرو له لارې احساسېږي. قرنیه د سترګې هغه رڼه او ګومبزه لرونکې برخه ده چې دنده یې له مېکروبونو او کثافاتو د سترګې خوندي ساتل دي.
لکه څنګه چې بانیېر هېلاوېټ وايي: قرنيه د ټول بدن پرتله تر ټولو ډېرې عصبي حجرې لري. دا حجرې تودوخه، میخانیکي فشار او وچوالی احساسولی شي.
د عصبي حجرو پېغامونه د مغز هغې برخې ته رسېږي چې لکریمل نیوکلیوس (lacrimal nucleus) نومېږي. دا هغه برخه ده چې اوښکې کنټرولوي او د اوښکو غدې ته سېګنال ورکوي چې د اوښکو تولید زیات کړي.
عاطفي اوښکې
عاطفي اوښکې د اوښکو درېیم ډول دی چې تر نورو ډولونو ډېر پېچلی دی.
دا د مغز هغه برخه ده چې هم احساسات پروسېس کوي او هم د اوښکو د تولید له مرکز سره چې لکریمل نیوکلیوس (lacrimal nucleus) نومېږي اړیکه لري. خو دا اړیکه د ساده محافظتي غبرګون پرتله ډېره پېچلې ده.
د هالنډ د ټېلبورګ پوهنتون د کلینیکي ارواپوهنې پخوانی پروفیسور اډ وینګرهویټس وایي، ډېری وخت ژړا د یوه ځانګړي احساس نه بلکې د ګڼو احساساتو پر وړاندې د غبرګون نښه ده.
هغه وايي،"احساسات ډېر لږ وخت په خالص ډول راڅرګندیږي او ډېری وخت دا د مختلفو احساساتو د ګډوډۍ یا په چټکۍ سره د بدلون پایله وي."
هغه دا هم څرګندوي چې د عمر په زیاتېدو سره د ژړا لاملونه هم بدلېږي. فزیکي درد د ماشومانو لپاره یو مهم محرک دی، خو د بالغو او پاخه عمر کسانو لپاره بیا ډېر اهمیت نلري.

د عکس سرچینه، جي پاینټ سټوډیو / Getty Images
د عمر په زیاتېدو سره ژړا تر ډېره د همدردۍ له احساس سره تړل کېږي. یعنې هغه وخت بیا موږ یوازې د خپل کړاو لپاره نه بلکې د نورو د کړاوونو او بدمرغیو په اړه هم ژاړو.
وینګرهویټس زیاتوي چې مثبت احساسات هم د هنر یا طبیعت ښکلا ته د پام له امله د اوښکو د تویېدو لامل کېدی شي.
د ژړا موخه څه ده؟
ګڼ شمېر خلک وايي له ژړا وروسته د هوساینې احساس کوي، خو ساینسپوهان لاهم په دې اړه خبرې کوي چې دا اغېز ریښتینی دی که نه.
لورېن بېلسما، چې د امریکا په پیټسبرګ پوهنتون کې کلینیکي ارواپوهه او مرستیاله پروفیسوره ده، د زړه د ضربان سېنسرونه کاروي چې معلومه کړي ایا ژړا په ریښتیا زموږ مزاج ښه کوي که نه.
الیکټروکارډیوګرامونه (ECG) د زړه د ضربان او ریتم/تال ثبتوي، چې موږ ته د عصبي سیستم د فعالیت په اړه ځینې معلومات راکوي. د هغې لومړنۍ موندنې ښيي چې د ژړا له پیل لږ مخکې، زموږ د عصبي سیستم د همدردۍ برخه ډېره فعاله وي، هغه برخه چې د ستونزې پر وړاندې د "مبارزې یا تېښتې" غبرګون ښودلو مسوله ده.
بېلسما وايي، "او همدا چې ژړا پیل شي، موږ په مغز کې د خواخوږۍ برخې په فعالیت کې زیاتوالی وینو. دا د عصبي سیستم هغه برخه ده چې له موږ سره مو په ارامښت کې مرسته کوي."
خو وینګرهویټس زیاتوي چې ژړا تل زموږ مزاج ښه نه کوي، په ځانګړي ډول که موږ په ژور خپګان اخته یوو او یا مو ذهن ستړی شوی وي.
دا هم په دې پورې تړاو لري چې څه شی زموږ د ژړا لامل کېږي. هغه وايي، "کله چې موږ د یو داسې حالت لپاره ژاړو چې کنترول کېدونکی وي نو ډېری وخت زموږ مغز د مزاج ښه کېدو راپور ورکوي. خو کله چې په داسې حالتونو کې ژاړو چې حالت له کنتروله بهر وي نو بیا دا حالت بدل وي."

د عکس سرچینه، ژاویار لورینزو / Getty Images
زموږ شاوخوا خلک هم زموږ حالت کې توپیر راوستلی شي.
هغه وايي، "که هغوی تاسو درک کړي، له تاسو ملاتړ وکړي او تاسو ته ارامښت درکړي نو تاسو به ښه احساس وکړئ. خو که پر تاسو ټوکې پیل کړي، غوسه شي او یا تاسو د خجالتۍ احساس وکړئ نو تاسو به هېڅ د ارامۍ احساس ونه کړئ."
ټولنیزې نښې / سېګنالونه
په اصل کې ځینې شواهد ښيي چې ژړا کولی شي زموږ پر وړاندې د خلکو پر چلند اغېز وکړي.
د اسرائیلو په یوه لابراتواري څېړنه کې موندل شوي، هغه سړو چې د ښځو عاطفي اوښکې یې بوی کړې وې د هغو سړو پرتله نرم چلن کاوه چې مالګینې اوبه یې بوی کړې وې.
څېړونکي وايي، اوښکې د ټولنیزو سېګنالونو په توګه کار کوي، چې نورو ته وښيي موږ مرستې ته اړتیا لرو او د دې لامل کېږي چې نور خلک هم مرسته کولو ته چمتو شي.
ځینې څېړنې ښيي چې عاطفي اوښکې د دې لامل کېږي چې موږ نورو ته د باور وړ ښکاره کړي. ښايي دې کار زموږ له نیکونو سره هم د یو بل په همکارۍ او ملاتړ کې مرسته کړې وي.
که د ماشومانو ژړا ته راشو نو شواهد ښيي چې د ماشوم ژړا د بالغو کسانو په مغز کې یوه داسې شبکه فعالوي چې له مخې یې د پاملرنې غبرګون پیلېږي.
وینګرهویټس باور لري چې کېدی شي انساني اوښکو تکامل کړی وي ځکه موږ یو داسې اوږدمهاله ماشومتوب درلود چې له مخې یې موږ په خپلو منیدو او پلرونو پورې تړلي یوو.
هغه یوه بله نظریه هم وړاندې کوي چې وايي ښايي د ماشوم اوښکې د د ې لامل کېږي چې په بالغو کسانو کې د غوسې کچه کمه کړي، که څه هم د ژړا غږ "ډېر په عذابوونکی دی او کولی شي موږ غوسه کړي."
هغه وايي، "دا د ماشوم لپاره د ځان د ساتنې یو چاره ده چې زه یې ډېره په زړه پورې ګڼم."

د عکس سرچینه، ډيجاوان رودرېګز / Getty Images
ولې ځینې خلک ډېر ژاړي؟
د لورن بېلسما په وینا، نارینه په منځنۍ کچه میاشت کې له صفر تر یو ځل ژاړي، په داسې حال کې چې ښځې له څلورو تر پنځو ځلو ژاړي.
ښايي دا یو زده شوی چلند وي، خو بېلسما وايي کېدی شي دا یوازې د روزنې خبره نه وي ځکه موږ دا توپیر په نورو کلتورونو کې هم لیدلی.
هغه وايي، "ښځې په عمومي ډول د احساساتو پر وړاندې ډېر غبرګون ښيي او یا هم احساسات څرګندوي، اوزه فکر کوم ژړا یوازې د دې توپیر یوه څرګندونه ده. خو کېدی شي دا د عصبي سیستم، هورمونونو یا شخصیتي توپیرونو له امله وي."
بېلسما وايي اوس مهال داسې پیاوړي شواهد نه شته چې وښيي د میاشتني هورمونونو بدلونونه د ژړا په کچه اغېز لري، خو اټکل کوي چې ښايي ونډه په کې ولري ځکه دا په جنسیت، میندوارۍ او د عمر په تړاو بدلونونو پورې اړه لري.
هغې د شخصیت ځانګړتیاوو پر اغېز هم څېړنې کړي او موندلې یې ده چې ژړا د ځانګړي عصبي حساسیت (neuroticism) او (بیرون ګرا) ګډویه خوی لرونکي شخصیت (extroversion) سره تړاو لري.
هغه زیاتوي، "عصبي حساسیت له ژور خپګان او اندېښنو سره تړاو لري، او ښايي همدا یې لامل وي چې موږ دغه تړاو وینو."
همدارنګه موږ دا هم وموندل چې هغه کسان چې له نورو سره ډېره خواخوږي لري ښايي ډېر وژاړي، ځکه ښايي دوی د نورو د کړاونو پر وړاندې هم غبرګون وښيي.
په پایله کې ژړا ډېری وخت د ټولنیز تړاونو لپاره کېږي.
وینګرهویټس وايي، "ژړا د ندایې نښې په څېر کار کوي او ښايی تاسو ته داسې احساس درکړي چې هو"دا یوه ډېره مهمه خبره ده."











