ولې برېتانیا کې د جومات یو ملا د بند په سزا محکوم شوی؟

محکمې ته ویل شوي، ملا امام د حق الزحمې په توګه ۵۰ پاونډ اخیستي وو. اشرف عثماني له محکمې د وتلو په حال کې.

د عکس سرچینه، PA Images

د عکس تشریح، محکمې ته ویل شوي، ملا امام د حق الزحمې په توګه ۵۰ پاونډ اخیستي وو

د برېتانیا یوې محکمې هغه ملا امام په زندان سزا محکوم کړی، چې د کم عمره جینۍ او هلک نکاح یې تړلې وه.

په ۲۰۲۳ کال کې چې دا نکاح کېده، د هلک او نجلۍ عمرونه یوازې ۱۶ کاله و.

د جومات ملا اشرف عثماني نارتهمپټن شاهي محکمې ته وویل، ده ته معلومه نه وه، چې د نکاح تړلو له نېټې نهه میاشتې مخکې په انګلنډ کې د واده لپاره لږ تر لږه قانوني عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی و.

۵۲ کلن اشرف عثماني له دې مخکې د یوې محاکمې په ترڅ کې د نارتهمپټن په مرکزي جومات کې د ماشومانو نکاح کولو دوه تورونه منلي وو.

په محکمه کې قاضي تائید کړه، چې دې پېښه کې ''جبر یا زور'' شامل نه و او هلک نجلۍ دواړه په خپله خوښه اشرف عثماني ته د نکاح کولو لپاره ورغلي وو.

له همدې کبله د جومات ملا امام د ۱۵ اونیو زندان سزا ورکړل شوې، چې د ۱ میاشتو لپاره ځنډول شوې.

محکمې ته ویل شوي، نجلۍ او هلک چې د قانوني ملحوظاتو له کبله یې نومونه نه اخیستل کېږي، مخکې یوه بل جومات ته د نکاح لپاره تللي وو، خو هغوی د دوی کم عمري ته په کتو سره له نکاح کولو انکار کړی و او له هغه وروسته یاده جوړه اشرف عثماني ته ورغلي وو.

محکمې ته ویل شوي، اشرف عثماني په غیر قانوني توګه د نکاح له تړلو وروسته د سند ورکولو لپاره ۵۰ پاونډه فیس هم اخیستی.

محکمې ته دغه راز ویل شوي، چې د نکاح له مراسمو وروسته یادې جوړې له دوستانو او ملګرو سره یو ځای خوښي هم لمانځلې وه.

د نکاح مراسم د نارتهمپټن سیمې په مرکزي جومات کې ترسره شوي وو.
د عکس تشریح، د نکاح مراسم د نارتهمپټن سیمې په مرکزي جومات کې ترسره شوي و.

مدافع وکیل جېمز ګرې محکمې ته دلیل وړاندې کړ، چې اشرف عثماني له شلو کلونو راهیسې د مسلمانانو تر منځ د نکاح تجربه لري او په دې ټوله موده کې دا د هغه لومړۍ تېروتنه وه.

مدافع وکیل دغه راز وویل چې اشرف عثماني د دواړو کسانو د زېږون نېټې د تصدیق لپاره له هغوی پاسپورټونه غوښتي وو، فورمه یې ډکه کړې وه او په جومات کې یې د نکاح په راجستر کې دا نکاح په منظم او سم ډول ثبت کړې.

هغه وویل: ''دا هر څه څرګندوي چې عثماني د قانون له بدلونه د ناخبرۍ له امله دا تېروتنه کړې ده. که هغه د قانوني بدلون په اړه خبر وای، نو دا چاره به یې نه کوله۔''

په همدې ترڅ کې قاضي اشرف عثماني ته وویل: ''ستاسو رویه یوازې د غفلت په توګه ګڼل کېدای شي. تاسو ته پکار وه چې پوه شوي وای چې قانون بدل شوی دی۔''

وروسته اشرف عثماني له محکمې له هېڅ ډول غبرګون پرته په داسې حال کې ووت، چې خپل مخ یې په لاسونو او څادره کې پټ کړی و.