اسپانیا کې ولې یو اورګاډی له پټلۍ واوښت؟

د عکس سرچینه، Catalonian fire service
د اسپانيا بارسلونا ته څېرمه له پټلۍ د اورګاډي اوښتو له کبله چلوونکی وژل شوی او لږترلږه ۳۷ تنه نور ټپيان شوي چې د پنځو تنو حالت نازک ښودل شوی دی.
دغه پېښه څو ورځې وروسته له هغه شوې چې د همدې هېواد په جنوب کې د دوو چټکو اورګاډو د ټکر له کبله ۴۲ تنه ووژل شول.
د ځايي چارواکو په وینا، د سې شنبې په ماښام د روداليس اورګاډی له یوه استنادي دېوال سره ټکر شو. د کټلونیا د اور وژنې سيمه ييزه ادارې یوه کارکوونکي کلوډي ګلارډو ويلي، ټول مسافر له اورګاډي ايستل شوي دي.
پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې د اسپانیا شمال ختیځې سيمې سختو توپانونو ځپلې او د دغه هېواد ختيځ او شمال لوېديځ ساحلي سيمو کې د خرابې هوا خبرداری ورکړل شوی دی.
د بېړنيو خدمتونو د ادارې په وینا، د پېښې ځای ته چې له بارسلونا شاوخوا ۳۵ کیلومتره لرې دي ۱۱ امبولانسونه رسېدلي دي او د ټپيانو درملنه کېږي.

د عکس سرچینه، Mossos
د اور وژنې ادارې ويلی، ۳۵ کارکوونکي سيمې ته استول شوی او يو کس چې په اورګاډي کې بند پاتې و، هم ژغورل شوی دی.
د بېړنيو خدمتونو ادارې ويلي، ټول ټپيان ځايي روغتونونو ته لېږدل شوی دی. دوی وايي، پنځه تنه سخت ټپيان دي، شپږ تنه په منځنۍ کچه او ۲۶ تنه نور سرسری ټپيان شوي دي.
د بارسلونا ښار کې يو بل اورګاډی هم د سې شنبې په ورځ له پټلۍ اوښتی و.
ويل کېږي دغه اورګاډی د بارسلونا شمال ختيځ ته روان و چې د توپان له کبله رالوېدلې ډبرې سره ولګېد او له پټلۍ واوښت.
د ټپيانو په اړه لا معلومات نشته خو ویل کېږي هلته د اورګاډو خدمتونه ځنډول شوي دي.
دا دوې پېښې وروسته له هغه رامنځته کېږي چې د اندلوسيا په اډموز سيمه کې دوه چټک اورګاډي ټکر شول دا په تېرو لسو کلونو کې په دغه هېواد کې د اورګاډو د ټکر تر ټولو ناوړه پښه وه.
لږترلږه ۴۲ کسان هغه مهال ووژل شول چې ماډريډ ته روان اورګاډی له پټلۍ واوښت او د مقابل لوري له اورګاډي سره ټکر شو.








