شمالي رڼاګانې: د برېتانیا ګلابي او زرغون رنګه اسمان

شمالي رڼاګانې

د عکس سرچینه، Hang Ross/BBC Weather Watchers

د دوشنبې پر ماښام د برېتانیا اسمان د شمالي رڼاګاڼو له کبله په ګلابي او زرغون رنګونو پوښلی شوی و.

دغه طبیعي پدیده چې د اورورا بوریلیس په نوم هم پیژندل کیږي د لمریزو اورښتونو پایله ده چې ذرات د ځمکې په لور لیږي او په چاپېریال کې له شته ذراتو سره یو ځای کېږي.

شمالي رڼاګانې ډېری مهال د ارکټیک حلقې ته نږدې لیدل کیږي، خو د زیاتو لمریزو فعالیتونو په ترڅ کې بیا په نورو سیمو کې هم لیدل کیدی شي.

د دوشنبې پر ماښام بي بي سي ته په لیږل شويو تصویرونو کې د سکاټلینډ، شمالي ایرلینډ او ویلز او دغه راز د سویل لویدیځ، سویل، ختیځ او شمالي انګلنډ په برخو کې د رڼا حیرانونکې ننداره ښکاري.

د هوا پېژندنې ادارې ویلي، "سخت جیو مقناطیسي طوفانونه" لیدل شوي، چې "په ټوله برېتانیا کې یې له کبله پراخ اورورا لیدل کېږي او راپورونه ښيي، چې تر شمالي ایټالیا پورې جنوب لور ته هم دغه رڼاګانې غځېدلې دي".

دغه اداره زیاتوي، تمه کېږي چې دغه شمسي فعالیت به کم شي خو کېدای شي د سې شنبې پر ورځ د سکاټلینډ، شمالي ایرلینډ په ځینو برخو کې هم څرګند شي.

د هوا پېژندنې دفتر وايي، اورورا د کورونال ډله ییز اخراج (CME) پایله وه، چې لمر د ذراتو خورا لویې ورېځې خپروي.

دوی وايي، کله چې دا ذرات د ځمکې په اتموسفیر کې له اکسیجن او نایټروجن ګازونو سره ټکر کوي، بیا رنګونه تولیدېږي.

د اکسیجن اتومونه زرغونه ځلیږي، هغه رنګ چې په شمالي څراغونو کې ډېر لیدل کېږي، او د نایټروجن اتومونه بیا ارغواني، نیلي او ګلابي رنګونه خپروي.

Green skies above Prestatyn, North Wales

د عکس سرچینه، Denise Casey

د عکس تشریح، د شمالي ویلز د پریسټاټین په اسمان کې زرغون رنګ
A pink haze frames an overturned ship in Pin Mill, Suffolk

د عکس سرچینه، dani_photography83/BBC Weather Watchers

د عکس تشریح، په سفولک کې د پن مل په سیمه کې ګلابي رنګونه د یوې نسکورې شوې کښتۍ تر شا ښکاري.
A scarlet, pink and green-toned sky in Dartington, Devon

د عکس سرچینه، GDW/BBC Weather Watchers

د عکس تشریح، په ډارټینګټن، ډیون سیمه کې یو سور، ګلابي او زرغون رنګه اسمان
Beams of green and pink light illuminate Haddington in East Lothian, Scotland

د عکس سرچینه، Skywatcher/BBC Weather Watchers

د عکس تشریح، د سکاټلنډ په ختیځ لوتهیان سیمه کې زرغونې او ګلابي رڼاګانې لیدل کېږي.