د کابل یوه رستورانت کې چاودنه؛ اوه کسان 'وژل شوي' او ګڼ نور ټپیان دي

د عکس سرچینه، Tolonews
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بيبيسي ته د کابل ښار 'نوي ښار' (شهرنو) سیمه کې د چاودنې د تایید پر مهال وویل چې لومړني راپورونه ښيي "څو کسان ټپیان شوي او د ځینو ټپیانو حالت نازک دی".
ښاغلي قانع سره له دې چې د وژل شوو او ټپيانو دقیق شمېر ونه ښود، رویټرز خبري اژانس ته یې ویلي چې په دې چاودنه کې "څو کسان وژل شوي او ټپیان شوي" او زیاته کړې چې نور جزییات به وروسته خپاره شي.
د کابل شهرنو سیمه کې ایمرجنسي روغتون – چې د چاودنې ځای ته نژدې دی، ویلي، نن ماسپښین له چاودنې وروسته شل کسان دغه روغتون ته ور وړل شوي، چې په وینا یې په راوړل شویو کسانو کې اوه کسان له رسېدو سره سم مړه شوي وو.
د افغانستان لپاره د ایمرجنسي مشر ډیجان پانیک، ویلي: "تر اوسه مو شل کسان زموږ روغتون ته راوړي دي. په ټپیانو کې څلور ښځې او یو ماشوم دي. ټپیان، چې ځینې یې د جراحي لپاره ارزول کېږي، ټپي شوي او په بدن کې یې ټپونه او شینوالی لري. له بده مرغه، اوه کسان له رسېدو سره سم مړه شوي وو."
ایمرجنسي له ۱۹۹۹ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، چې په کابل او د هلمند لښکرګاه کې دوه جراحي مرکزونه، او د پنجشېر په عنابه کې د ماشومانو د جراحۍ یو مرکز او د زیږون یو مرکز لري او له ۳۰ ډېر د لومړنیو روغتیايي مرستو مرکزونه لري.
بله خوا، سرچینو بيبيسي ته ویلي چاودنه د "نوډل" په نوم یوه افغاني رستورانت کې شوې، هغه رستورانت چې زیاتره د بهرنیو وګړو، په ځانګړي ډول د چینایانو، لپاره چینایي خواړه برابروي.
عیني شاهدانو بيبيسي ته ویلي ټپیان په "نازک وضعیت" کې وو او ځینې یې د ځایي خلکو په مرسته نژدې د چاودنې ځای ته څېرمه په یوه بېړني روغتون کې بستر شوي دي.
همدارنګه یو بل عیني شاهد بيبيسي ته ویلي، د دې چاودنې په پایله کې یو کرولا موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.
د چاودنې له ځایه د سترګو لیدلی حال
کابل کې زموږ همکار اقبال شاهین چې د چاودنې ځای ته نژدې ورغلی و، وايي، د عیني شاهدانو په وینا، پر ځايي وخت ماسپښین ۳ بجې او ۳۰ دقیقې شوې ده. له چاودنې یو ساعت وروسته د ګلفروشۍ کوڅې ته ورسېدم، خو طالبانو کوڅه بشپړه بنده کړې وه.
ښاغلی شاهین وايي، طالبانو هېچا ته اجازه نه ورکوله چې کوڅې ته ننوځي، هلته مې د اطفائیې ګاډي او امبولانسونه ولیدل، یوه کرولا مې ولیده چې ښیښې یې بشپړې ماتې شوې وې.
ګلفروشي کوڅه چې له ایمرجنسي روغتون سره نژدې ده، هلته ځینو هټیوالو راته وویل، له چاودنې وروسته موږ ولیدل چې ډېری ټپیان په یوه هایلکس ګاډي کې د چاودنې له ځایه ایمرجنسي روغتون ته وړل کېدل او په ټپیانو کې داسې کسان هم وو چې لاسونه او پښې یې پرې شوې وې او په ډېر خراب وضعیت کې وو.
زموږ خبریال وايي، دا چې چاودنه د یوه افغاني رسټورانټ د ننه شوې ده چې تر ډېره چینايي خواړه هم پکې چمتو کېږي. ما درې چینایان ولیدل چې طالبانو په یوه شخصي موټر کې له هغه ځایه ولېږدول، خو مالومېدل چې ټپیان نه وو او جوړ وو.
ښاغلی شاهین وايي، لا تر اوسه مالومه نه ده چې دا ټپیان افغانان دي که چینایان هم پکې دي، خو له ځینو خلکو سره چې هلته ما خبرې وکړې هغوی ویل کوم ټپیان چې لېږدول کېدل، ډېری یې چینایان وو.
وړاندې، ښاغلي قانع بيبيسي ته ویلي وو چې نن دوشنبه، د جدي/مرغومي ۲۹مه، د شهرنو په سیمه کې چاودنه شوې او زیاته یې کړې وه چې په دې چاودنه کې تلفات شوي او د پېښې د علت او د کره تلفاتو په اړه نور جزییات به وروسته خپاره شي.
تر دې مهاله د چاودنې ډول نه دی معلوم او د طالبانو د حکومت امنیتي چارواکو هم تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څرګندونې نه دي کړې.
د طالبانو حکومت کې د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ پر اېکس لیکلي:
"د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند، د شهرنو ګلفروشي کوڅه کې په یوه هوټل کې چاودنه رامنځته شوې چې له امله یې تلفات اوښتي دي. د چاودنې د نوعیت په اړه د پلټنې ټیمونو څېړنې پیل کړې دي، چې جزئیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړو."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د کابل نوي ښار کې ځینې سفارتونه، سوداګریز مرکزونه او دولتي ادارې موقعیت لري او د پلازمېنې له ګڼېګوڼې ډکو سیمو ده.
د طالبانو تر واک لاندې ملي رادیو تلوېزیون هم ویلي، چاودنه په یوه رسټورانټ کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله شوې ده:
"د کابل ښار د شهرنو د ګلفروشۍ په کوڅه کې په یوه محلي رسټورانټ کې د کارکوونکو د بې احتیاطۍ له امله د ګاز ډبې چاودنه را منځته شوې چې خوشبختانه زیات مالي زیان نه لري، فقط رسټورانټ ته سطحي زیان اوښتی دی".
دا خبر به تازه کېږي…








