کابل کې کورنیو چارو وزارت ته څېرمه جومات کې چاودنه؛ څلور وژل شوي، ۲۵ ټپیان دي

د عکس سرچینه، Emergency
افغانستان کې د طالبانو کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت ودانۍ ته څېرمه یوه جومات کې چاودنې څلور لمونځ کوونکي وژلي او ۲۵ نور ټپیان دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي "نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه نیمه بجه د کورنیو چارو وزارت په یوه فرعي جومات کې چاودنه رامنځته شوه، په یاده چاودنه کې ۴ تنه لمونځ کونکې په شهادت ورسېدل او ۲۵ تنه نور هم زخمیان دي.
تر اوسه د دغې چاودنې څرنګوالی نه دی په ډاګه شوی او نه هم کومې ډلې یې مسوولیت منلی دی.
کابل کې ایمرجنسي روغتون ویلي، دوی ته له پېښې شل کسان وروړل شوي چې دوه یې له وړاندې پر لاره مړه شوي او ۱۸ نور ژوبل دي.
په یوه وېډیو کې لېدل کېږي چې ایمرجنسي روغتون ته ټپیان دننه کېږي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
مخکې داسې رپوټونه وو چې چاودنه د کورنیو چارو وزارت دننه جومات کې شوې، خو ښاغلي ټکور وايي چاودنه د وزارت په "فرعي" جومات کې شوې.
ښاغلی ټکور پرته له دې چې نور مالومات ورکړي، وايي د پېښې په اړه پلټنې کوي.
دا څوم ځل دی چې د کابل په جوماتونو کې چاودنې او ځانمرګي بریدونه کېږي.
نژدې دوه اوونۍ وړاندې د کابل وزیر اکبر خان جومات مخې ته د جمعې له لمانځه وروسته هم چاودنه شوې وه چې نژدې ۵۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.









