په کابل کې پر ښوونیز مرکز برید په پراخه کچه غندل شوی

Young man at hospital after the attack
د عکس تشریح، د پېښې قربانیانو یو خپلوان په ځايي روغتون کې خواشینی ناست دی

په کابل کې پرونی ځان مرګی برید چې لږ تر لږه ۲۳ کسان پکې وژل شوي او۳۵ نور ټپیان شوي دي، په هېواد کې دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوی دی. دې برید کې یو ځانمرګي بریدګر د زدکړې یو مرکز په نښه کړی و چې ډېری قربانیان یې نجونې ښودل شوې دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش دا برید سخت غندلی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ویندوی دفتر له لوري په دې اړوند یوه اعلامیه کې د دشت برچي سیمې پر ښوونیز مرکز دا برید ''یو ناوړه عمل '' بلل شوی دی.

په اعلامیه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او د ټپیانو لپاره د عاجلې شفا هیلو تر څنګ د ښاغلي ګوتېرش له قوله ویل شوي، ټول اړخونه باید د ملکي خلکو خوندیتوب ته پام وکړي.

UN Secretary-General Guterres addresses media prior to Nuclear Non-Proliferation Treaty review conference in New York

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو سرمنشي له طالبانو غوښتي چې د خلکو امنیت او خوندیتوب لپاره جدي اقدامات وکړي.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې زیاته شوې: ''تعلیم بنسټیز حق او د تلپاتې سولې او پرمختګ لپاره مهمه لاره ده. ''

په دغه اعلامیه کې د طالبانو له حکومته غوښتنه شوې، چې د توکم او جنسیت له تبعیض پرته د ټولو افغانانو لپاره د زدکړو او، امنیت او خوندیتوب حقونه په پام کې ونیسي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس وېسټ هم په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، پر هزاره زدکوونکو نجونو یو بل برید زړه ماتی کړی دی. نوموړي په خپل پیغام کې زیاته کړې: ''پر بې ګناه زدکوونکو د برید لپاره هېڅ توجیح نه شته. د زړه له تله د پېښې له قربانیانو او د دوی له کورنیو سره غمرازي څرګندوم. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

له دې برید څو ساعته وروسته د بخښنې نړیوال سازمان هم په یوه اعلامیه کې دغه برید سخت وغانده او طالبان یې د افغانستان لږکیو په خوندي ساتلو کې ''مطلقاً ناکام '' وبلل. د بخښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې ویل شوي: ''نننی بوږنونکی برید په هغو سیمو کې چې ډېری اوسېدونکي یې هزاره توکمه او شیعه ګان دي، د افغانستان واکمنو په توګه د خلکو امنیت ساتنې په برخه کې د طالبانو د ناکامۍ او ماتې په مانا دی. ''

یاد سازمان له طالبانو غوښتي چې ''تر خپلې واکمنۍ لاندې د ټولو وګړو او په ځانګړې توګه د لږکیو امنیت ټینګښت په پار کوټلي ګامونه پورته کړي. ''

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په یوه ټویټر پیغام کې د دې برید غندنې تر څنګ ویلي، د برید عاملینو نیولو لپاره لازم اقدامات کېږي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د خواله رسنیو افغان کاروونکو دا برید په خورا پراخه کچه غندلی.د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ټویټر پیغامونو په یوه لړۍ کې دا برید په سختو ټکو غندلي او په وینا یې پر زدکوونکو دا ډول برید د هر ډول اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف چاره ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 3

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر رېچارډ بېنېټ تر برید مخکې د کاج ښوونیز مرکز عکس خپور کړی چې لسګونه زدکوونکې پکې ناست دي. هغه دا برید په ۲۰۱۸ کې په همدې دشت برچي سیمه کې له یوه بل برید سره ورته بللی چې مسولیت یې داعش یا د اسلامي دولت خراسان ډلې منلې و.

ښاغلي بېنېټ ویلي، "د هزاره او شیعه ګانو پر ښوونيزو مرکزونو بریدونه باید بند شي. د افغانستان پر راتلونکي بریدونه ودروئ، نړیوال جنایتونه بس کړي." همدا راز یې زیاته کړې چې، د افغانستان راتلونکی د نړیوالو جرمونو په مخنیوي، له مجرمانو سره په حساب کتاب کولو او د ځوانانو په زدکړو پورې تړلی دی.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو په تېر کې د داعش خراسان ډلې پر تعلیمي مرکزونو او جوماتونو د ورته بریدونو مسوولیت منلی و.