کابل کې د سیکانو پر معبد برید
د پلازمېنې کابل په کارته پروان سیمه کې د ځايي سیکانو پر یوه معبد برید شوی دی. د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي، نامالوم وسله وال معبد ته ننوتي او د لاسي بم برید یې کړی دی.
په برید کې یو سیک او د طالبانو یو امنیتي کس وژل شوياو تر ۳۰ نور ټپیان شوي دي. تر اوسه د برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، برید نن (شنبه) ګهیځ نژدې شپږ نیمې بجې د پلازمېنې کابل په کارته پروان سیمه کې د سیکانو پر یوه معبد پیل شوی.
د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند عبدالنافع ټکور په یوه ټویټر پیغام کې وویل، نامعلوم وسله وال معبد ته ننوتل او د لاسي بم برید یې وکړ.
د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وايي، د بریدګرو له وژل کېدو وروسته اوس دا برید پای ته رسېدلی.