د کابل یوه جومات کې چاودنه

د ویډیو تشریح، د کابل یوه جومات کې چاودنه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما پر طالبانو غږ کړی چې په دغه هېواد کې دې د هر ډول ترهګرۍ د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

یوناما دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې چې د کابل خیر خانه مېنه کې تېر ماښام په یوه جومات کې چاودنې درنه مرګژوبله اړولې.

د کابل پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وايي، د ۱۷ مې حوزې په دې چاودنه کې ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

له کابل لېرې-کندهار کې بیا د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د سلګونو کسانو یوې غونډې ته پر خپل پخواني دریځ چې- شرعي حدود به پلي کوي، ټینګار کړی.