طالبانو ته نژدې ديني عالم رحیم الله حقاني چاودنه کې وژل شوی

طالبان

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

طالبانو ته نژدې او با نفوذه ديني شیخ رحیم الله حقاني په کابل کې په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

ویل کیږي دا برید د نوموړي اړونده مدرسه کې چې د ارګ ماڼۍ ته نژدې د کابل ښار په شش درک سیمه کې موقعیت لري، شوی دی.

د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي نوموړی، "د نامرده او نامراده دښمن په ناځوانمردانه حمله" کې وژل شوی دی.

که څه هم طالبانو د يادې پېښې په اړه نور معومات نه دي ورکړي خو ويل کېږي چې نوموړی په ځانمرګي بريد کې وژل شوی دی.

پر رحيم الله حقاني وړاندې هم بريد شوی وو چې روغ ترې وتلی و.

داعش ډلې د دې بريد مسووليت منلی دی. وړاندې هم داعش ډلې چې اوس د طالبانو خلاف جنګېږي د يو شمېر بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده.

مولوي رحیم الله حقاني له دې وړاندې په پېښور کې خپله مدرسه لرله.

دی د د شیعه مذهبو، اهل حدیث یا په عامه اصطلاح وهابیانو او ځینو نورو مذهبي ډلو پرضد په سختو وینا وو او بې دریغه نیوکو شهرت درلود.

په وروستيو کې په کابل کې بريدونه او چاودنې زیاتې شوې چې مرګژوبله هم ورسره مله وه.

څو ورځې وړاندې کابل کې د شيعه ګانو پر مذهبي مراسمو بريدونه وشول چې وروستيو دوو چاودنو کې يې لږ ترلږه لس تنه وژل شوي وو.

تر دې وړاندې د شپږيزې کرېکټ لوبو پر مهال چاودنه وشوه چې د طالبانو په وینا دوه کسان په کې ووژل شول او څو نور ټپيان شول.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په څو سیمو کې د بیلابیلو فقهي مذهبونو دیني عالمان وژل شوي دي.

څو اوونۍ وړاندې په کابل کې د ننګرهار ولایت یو بل دیني عالم په مرموز ډول ووژل شو.