د ایران روحاني مشر په لومړي ځل ومنله چې په احتجاجونو کې زرګونه کسان وژل شوي

Iran's Supreme Leader Ali Khamenei speaks speaks in Tehran on 3 January 2026

د عکس سرچینه، Iranian leader press office via Getty Images

د ایران روحاني مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای ادعا کوي چې، د ده له نظره د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ د ایران په وروستیو دولت ضد احتجاجونو کې د لاس لرلو له کبله "مجرم" دی.

خامنه ای نن شنبه (د جنورۍ ۱۷مه) د خپلو پلویانو یوې غونډې ته ویلي، د ایران اسلامي جمهوریت امریکا ولسمشر په احتجاجونو کې د اوښتې "د مرګژوبلې، زیانونو او د ایران د ملت تورنولو له کبله مجرم ګڼي."

خامنه‌اي ومنله چې په وروستیو ناکراریو کې زرګونه کسان وژل شوي، خو د دغو مرګونو پړه یې پر "فتنه‌ګرو" واچوله.

هغه وویل د دغو کسانو له منځه ځینې "په غیر انساني او وحشي ډول" وژل شوي‌ دي.‌

د امریکا ولسمشر په ایران کې له دولت ضد لاریون کوونکو وغوښتي وو چې خپل "احتجاج ته دوام ورکړي" او ګواښ یې کړی چې که امنیتي ځواکونه یې ووژني، نو امریکا به پوځي مداخله وکړي.

د ایران د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس (HRANA) چې مرکز یې په امریکا کې دی، ادعا کوي چې د ایران په لاریونونو کې ۳۰۹۰ کسان وژل شوي دي.

دغه احتجاجونه د ډسمبر په ۲۸مه د اقتصادي ستونزو او د ډالر پر وړاندې په چټکۍ سره د تومان د ارزښت پرېوتلو له کبله تهران کې پیل، خو وروسته نورو ښارونو ته هم پراخ شول.

دا لاریونونه کرار کرار د ایران د روحاني مشر د واکمنۍ د پای ته رسېدو په غوښتنه واوښتل.

د ایران حکومت دغو لاریونونو ته د بلوا نوم ورکړی او ادعا کوي چې،‌ د دوی دښمنانو یې ملاتړ کوي.

احتجاج کوونکي له "مرګوني ځواک" سره مخامخ او انټرنیټ او مخابراتي خدمات تقریبا په بشپړه توګه بند شوي دي.

په وروستیو ورځو کې که څه هم د ناکراریو لږ راپورونه ورکړل شوي، خو انټرنیټ ته د لاسرسي له محدودیت سره په د پېښو او وضعیت رښتینی انعکاس ستونزمن دی.

خامنه‌ای د شنبې ورځې وینا کې دا هم وویل چې ایران د امریکا ولسمشر ټرمپ "مجرم" ګڼي او ادعا کوی چې متحد ایالتونه باید د وروستیو ناکراریو "مسؤل" وګڼل شي.

هغه پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړي پيغام کې دا ادعا هم کړې، چې ګواکې "د امریکا هدف دا دی چې ایران له کومي تېر کړي".

ټرمپ تر اوسه د ایران د روحاني مشر د دغو څرګندونو ځواب نه دی ورکړی.

بي بي سي د تبصرې لپاره له سپینې ماڼۍ سره اړیکه نیولې ده.

د امریکا ولسمشر د چهارشنبې پر ورځ وویل چې ده ته ویل شوي چې "په ایران کې وژنه درېدلې"، خو زیاته یې کړه چې ده لا د دغه هېواد پر وړاندې د پوځي اقدام امکان نه دی رد کړی.

هغه دا څرګندونې تر هغې وروسته کولې، چې امریکا او بریتانیا دواړو په قطر کې په العدید هوايي اډه کې د خپل پرسونل شمېر کم کړ.

امریکايي‌ چارواکو د بي‌بي‌سي امریکایي شریک سي بي ایس نیوز ته وویل چې د امریکا جزوي وتل یو "احتیاطي اقدام" دی.