ایرانیان ادعا کوي د مړو ورسپارلو ته چارواکي ترې پیسې غواړي

د عکس سرچینه، Reuters
د ایران په لاریونونو کې د یو شمېر وژل شویو کسانو کورنیو له بي بي سي سره په خبرو کې ادعا کړې چې ځینې چارواکي دوی ته د مړو د سپارلو په بدل کې "زیاته اندازه" پیسې غواړي.
څو سرچینو ادعا کړې، چې دغه مړي په یخچالونو او روغتونونو کې ساتل کېږي او امنیتي ځواکونه یې تر هغې کورنیو او خپلوانو ته نه سپاري چې "پیسې" نه وې ورکړي.
ادعا کېږي چې په ایران کې د تېرو څه باندې دوه اوونیو احتجاجونو پر مهال لږترلږه "۲۴۳۵ کسان" وژل شوي دي.
د شمال په رشت ښار کې یوې کورنۍ ادعا کړې چې امنیتي ځواکونو ترې "۷۰۰ میلیون تومان (۵۰۰۰ ډالر) غوښتل" چې د وژل شوي عزیز جسد ورکړي.
د دوی د ادعا له مخې د دوی د کورنۍ د یوه غړي مړی د نږدې ۷۰ نورو لاریون کوونکو له جسدونو سره د پورسینا روغتون په یخچال کې ساتل کېږي.
بلخوا بیا په تهران کې یوې بلې کورنۍ هم ورته ادعا کړې او ویلي، د جسد د ورسپارلو په بدل کې ورنه "یو میلیارد تومان (۷۰۰۰ ډالر) " غوښتل شوي دي.
دې کورنۍ په ادعا کې ویلي چې د دومره ډېرو پیسو د ورکړې وس یې نه درلود او دا چې د زوی د مړي له ترلاسه کولو پرته ستانه شوي دي.
دغه کورنۍ وایي، " وژل شوی" کس یو عادي کارګر و.
معمولآ په ایران کې د یوه رغنیز کارګر میاشتنی مزد له ۱۰۰ ډالرو نه اوړي.
په دې منځ کې ځینې داسې قضیې او ادعاوې هم شته چې د روغتون کارکوونکو د "وژل شویو" کسانو کورنیو ته زنګ وهلی چې د امنیتي ځواکونو له خوا تر جریمه کېدو مخکې ورشي او د خپلو عزیزانو مړي ترلاسه کړي.
بيبيسي فارسي ته د یوې داسې ښځې په اړه په ادعا کې ویل شوي، چې د جنورۍ پر نهمه د روغتون کارکوونکو لخوا د زنګ له ورتګ مخکې، پر دې نه پوهېده چې مېړه یې "وژل شوی" دی.
موږ د خوندیتابه لپاره د دغې ښځې نوم نه لیکو.
د شوې ادعا له مخې ښځې ته ویل شوي مخکې له دې روغتون ته امنیتي ځواکونه لاړ شي، ښه به وي چې دا دې لاړه شي او د خپل مېړه مړی دې ترلاسه کړي.
د همدې ښځې یو خپلوان لندن کې اوسېږي او دا ادعا یې بيبيسي فارسي ته کړې ده.
د ادعا له مخې دا هم ویل شوي چې دا ښځه له خبرېدو وروسته له خپلو دوه ماشومانو سره روغتون ته تللې، چې د خاوند مړی پیدا کړي.
هغې مړی له موندلو وروسته د یوه پيکاپ موټر باډۍ کې بار او ښخولو لپاره تر اووه ساعته مزل وروسته د ایران په لوېدیځ کې خپل پلرني ښار ته رسولی دی.
هغې په لندن کې خپلې خپلوانې ته ادعا کړې، "زه دا اووه ساعته د موټر باډۍ کې د مړي سر ته ناسته او ژړل مې، او ماشومان مې مخکې سیټ کې ناست وو."

بيبيسي فارسي داسې رپوټونه هم ترلاسه کړي چې پکې ادعا شوې چې د تهران په بهشت زهرا مړولنځ یا مرده خانه کې چارواکي کورنیو ته وايي که ادعا وکړي چې وژل شوی کس بسیجی او د احتجاج کوونکو لخوا وژل شوی، نو د پیسو له ورکړې پرته یې ورسپاري.
د یوې کورنۍ غړو بيبيسي ته په استولي پیغام کې ادعا کړې، "له موږ وغوښتل شول چې په دولت پلوه لاریون کې برخه واخلو او خپل وژل شوی عزیز شهید وښیو. موږ دا ونه منله."
یوې سرچینې بيبيسي ته ادعا کړې چې، تهران کې په یوې جلا قضیه کې د څو کورنیو غړي له دې کبله په زور مرده خانې ته ننوتي او د خپلو خپلوانو مړي یې وړي چې امنیتي ځواکونه به ورسي او مړي به بل ځای ته ولېږدوي.
دې سرچینې بيبيسي ته ادعا کړې او وایي: "څو کورنۍ له دې وېرې چې چارواکي به یې مړي ورنه کړي او یا به یې د دوی په غیاب کې ښخ کړي، د مردهخانې دروازه ماته کړه او مړي یې له امبولانسونو راکښته کړل."
د سرچینې د ادعا له مخې د دغو کورنیو غړي د خپلو مړو لېږولو لپاره د شخصي امبولانسونو تر موندلو پورې څو ساعته د روغتون په انګړ کې د مړو ساتلو ته ولاړ وو.
تر دې دمه د ایران حکومت د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.
په ایران کې د انټرنېټ سراسري پرې کېدو او د اړیکو محدودیت د پېښو او وضعیت واقعي انعکاس ستونزمن کړی دی.
د بشري حقونو نړیوالې ډلې دغه هېواد ته مستقیم لاسرسی نه لري.
د ایران حکومت د بيبيسي په ګډون نړیوالو رسنیو ته له داخله د خبري پوښښ اجازه نه ورکوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ایران کې دولت ضد احتجاجونه د ډسمبر ۲۹مه تر هغې وروسته پیل شول چې د ډالر پر وړاندې د تومان ارزښت په چټکۍ سره پام وړ پرېوت.
دا اجتجاجونه وروسته د ایران ګڼو ښارونو ته پراخ شول او خلکو پکې د حاکم نظام شعارونه ورکول.
د ایران حکومتي ځواکونو د لاریونوالو خورولو لپاره تاوتریخجن کمپاین پيل کړ.
د بشري حقونو فعالانو خبري اژانس (HRANA) د ادعا له مخې د دغو احتجاجونو له پیل راهیسې ۲۴۳۵ معترضان، ۱۳ ماشومان او د دولتي ځواکونو ۱۵۳ کسان وژل شوي دي.
دغه اژانس چې مرکز یې په امریکا کې دی، د ۱۸ زره ۴۷۰ احتجاج کوونکو د نیول کېدو ادعا هم ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران بېلابېلو ښارونو کې د نیونو لړۍ لا هم روانه ده.
ادعا کېږي چې امنیتي ځواکونو او د سپاه پاسداران استخباراتي واحدونو ګڼ شمېر فعالان، وکیلان او عام خلک نیولي دي.







