د ایران واکمنان د ۱۹۷۹ کال له انقلاب راهیسې له تر ټولو سترې ننګونې سره مخ دي

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, ليز دوسيت
- دنده, د بيبيسي د نړیوالو چارو مشره خبریاله
د ایران واکمنان له ۱۹۷۹ کال کې د اسلامي انقلاب له بریا راهیسې له خپل تر ټولو سخت ازمېښت سره مخ دي.
ایراني چارواکو بېسارې سختدریځۍ ته مخه کړې ده چې پکې سخت امنیتي عملیات او د انټرنېټ نژدې بشپړ پرېکون شامل دي؛ دا هغه کچه ځپنه ده چې په تېرو کړکېچونو کې نه وه لیدل شوې.
هغه ډېرې کوڅې او واټونه چې پخوا به د نظام پر ضد د قهرجنو شعارونو ډک وو اوس پرې چوپتیا خپره شوې ده.
د تهران یوه اوسېدونکي د بيبيسي فارسي څانګې ته ویلي: "جمعه ورځ د باور وړ نه وه ډېره ګڼهګوڼه وه او د ډزو کچه لوړه وه، خو د شنبې تر شپې پورې وضعیت ډېر ارام شوی و".
یو ایراني خبریال هم ویلي: "اوس سړک ته وتل د مرګ لپاره د چمتووالي په مانا دي."
دا کورني ګډوډي له بهرني ګواښ سره هم مهاله شوې دي ځکه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په پرلهپسې ډول د پوځي اقدام خبرداری ورکړی دی. دا هر څه هغه وخت پیل شول چې اوه میاشتې وړاندې د امریکا بریدونو د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د ایران حیاتي اټومي تاسیسات په نښه کړل؛ هغه جګړه چې د ایران او اسرائیل ترمنځ وشوه او د ایران نظام یې کمزوری کړ.
ډونلډ ټرمپ ټینګار کوي چې تهران غواړي بېرته د مذاکراتو مېز ته راوګرځي.
خو د ایران دریځ لا هم کمزوری پاتې دی او ډونلډ ټرمپ اشاره کوي چې کېدای شي تر هر ډول لیدنې مخکې لاس په کارېدو ته اړ شي. همدارنګه خبرې اترې به د اوسني داخلي تاوتریخوالي او سختې غوسې د مهارولو لپاره بسنه ونه کړي.
سربېره پر دې ایران به د امریکا له اعظمي غوښتنو سره موافقه ونه کړي چې په سر کې یې د یورانیم د "صفر کچې بډایولو" غوښتنه ده ځکه دا کار هغه سره کرښه تر پښو لاندې کوي چې د ایران د مذهبي نظام د ستراتېژیکې عقیدې له بنسټ سره تړاو لري.
هر څو که د دې پړاو فشارونه زیات هم شي داسې هېڅ نښې نه ښکاري چې د ایران د مشرتابه په تګلاره کې بدلون راشي.
ولي نصر چې د جانز هاپکنز پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو په پوهنځي کې استاد او " د ایران لپاره ستره ستراتېژي" د کتاب لیکوال دی وايي پر ایراني مشرانو واکمن تمایل دا دی چې "ځپنه نوره هم سخته کړي هڅه وکړي له دې پړاوه ځان وژغوري او بیا وروسته د راتلونکې لارې په اړه غور وکړي".
هغه زیاتوي: "خو له امریکا او اسرائیل سره د هغوی د اړیکو د پېچلتیا دوام د بندیزونو د پاتې کېدو او حتا که دوی وکولای شي دا اعتراضونه مهار کړي بیا هم د ایراني ولس د وضعیت د ښه کولو لپاره د هغوی شته غوراوي خورا محدود دي".
کېدای شي دا اونۍ د پېښو د بهیر په ټاکلو کې پرېکنده وي؛ یا به ایران او پراخه سیمه د پوځي عملیاتو یوې نوې دورې ته ننوځي او یا به سخت ځواک وکولای شي دا اعتراضونه په بشپړ ډول له منځه یوسي لکه څنګه چې په پخوانیو پړاوونو کې شوي دي.
په همدې تړاو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ په تهران کې ډیپلوماتانو ته وویل: "وضعیت تر بشپړ کنټرول لاندې دی".
د ورځې د تهران کوڅو کې د ځلانده لمر وړانګې خورې وې له هغو ګڼو ډلو ډکې شوې وې چې حکومت له معترضانو نه د کوڅو د واک د بېرته اخیستو لپاره رایستلې وې.
سره له دې چې د مخابراتي شبکو له بشپړې پرې کېدو پنځه ورځې تېرې شوې دي لا هم د سټارلینک د سپوږمکۍ له لارې او د خلکو د زړورتیا په برکت نړۍ ته لا ډېرې وېروونکي انځورونه رسېږي.
ډاکټران وايي روغتونونه له ټپیانو ډک دي او وېروونکې ویډیوګانې ښيي چې تر شنه اسمان لاندې مړي په کڅوړو کې په کتارونو کې اېښودل شوي. له دې سره د بيبيسي فارسي څانګې خبریالانو ته د خلکو لېږل شوي غږیز پیغامونه هم شته چې ژور بوږنونه او سخته وېره انځوروي.
شمېرې لا هم د لوړېدو په حال کې دي. د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو د ګډوډیو په څپه کې چې له شپږو میاشتو ډېره موده یې دوام وکړ، د بشري حقونو سازمانونو شاوخوا ۵۰۰ د مړینې پېښې او تر ۲۰ زرو زیاتې د نیولو قضیې ثبت کړې وې.
خو د ترینګلیتا اوسنۍ څپه کې، یوازې په څو اونیو کې راپورونه ښيي چې د وژل شویو شمېر له هماغو شمېرونو ډېر اوښتی دی او تر اوسه له ۲۰ زرو ډېر کسان نیول شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
حکومت د وینې تویېدنه او مرګژوبله نه ردوي او رسمي رسنۍ د جسدونو د ساتنې لنډمهالو ځایونو انځورونه خپروي او د یو شمېر معترضینو وژل کېدل هم مني.
په همدې حال کې د ایران په کوڅو کې د اورلګېدو څپه ولیدل شوه او د ولسي غوسې له ډېرو سره دولتي ودانۍ وسوځول شوې. دا ودانۍ د نظام سمبولونه بلل کېږي خو حکومت پر عامه شتمنیو بریدونه غندلي او دا یې د "ترهګرو او بلواګرو" کارونه بللي دي.
په عین وخت کې د قانون د پلي کېدو ژبه لا سخته شوې او هغه کسان چې چارواکي یې "ورانکاران" بولي د "خدای پر ضد جګړې" په تور محاکمه کېږي چې سزا یې تر اعدام پورې رسېدای شي.
حکومت اساسي پړه پر هغو کسانو اچوي چې "بهرني دوښمنان" یې بولي او په ځانګړي ډول اسرائیل او متحده ایالات یادوي او دواړه هېوادونه د دې کورنۍ ترینګلتیا تر شا بولي. دا تورونه د تېر کال د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د اسرائیلي استخباراتي ادارې "موساد" د نفوذ په اړه د څرګندو شواهدو له امله هم پیاوړي شوي دي.
له ایران سره د هرې نوې ګډوډۍ په راټوکېدو سره هماغه پوښتنې بیا راپورته کېږي: دا اعتراضونه تر کومه حده خپاره شوي او څومره پراخ دي؟ په کوڅو او راغونډېو ځایونو کې څوک برخه اخلي؟ او چارواکي به له دې ننګونې سره څنګه چلن وکړي؟
د ګډوډیو دا وروستۍ څپه له څو اړخونو ځانګړې ځانګړتیا لري.
پېښې په ډېر عادي ډول پیل شوې. د ډسمبر پر ۲۸ مه په تهران کې د وارداتي برېښنایي توکو پلورونکو سوداګرو د اسعارو د ناڅاپي سقوط له امله سخت ټکان وخوړ. هغوی خپل دوکانونه وتړل او اعتصاب ته ولاړل او د بازار نور همکاران یې وهڅول چې ورسره یوځای شي.
د حکومت غبرګون چټک او نرم و. ولسمشر مسعود پزشکیان د خبرو او مذاکراتو ژمنه وکړه او د "مشروع غوښتنو" شونتیا یې ومنله، په داسې هېواد کې چې انفلاسیون یې نژدې ۵۰ سلنې ته رسېدلی او د اسعارو ګډوډي د خلکو پر ژوند ناوړه اغېزې کوي.
سملاسي د هر وګړي بانکي حساب ته شاوخوا د ۷ ډالرو په ارزښت نوی میاشتنی امتیاز واچول شو
چې د کړکېچ شدت راکم شي.
خو بیې بیا هم لوړې شوې او د ګډوډیو لمن نوره هم وغځېده.
له درې اونیو هم په کم وخت کې ایرانیان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لارو کوڅو ته راووتل له بېوزلو ولایتي ښارګوټو تر سترو ښارونو پورې او د اقتصادي او سیاسي اصلاحاتو شعارونه یې ورکول.
نورې چټکې او اسانه حللارې نه وې ځکه موضوع د نظام له جوړښت سره وتړل شوه.
ایران د کلونو کلونو د سختو نړیوالو بندیزونو د ناوړه مدیریت او فساد له امله ستړی شوی او پر ټولنیزو ازادیو د محدودیتونو ژور قهر او له لوېدیځ سره د اوږدې مقابلې امبار شوی کړاو هم ورسره مل دی.
سره له دې لا هم د واک مرکز تر اوسه منسجم ښکاري.
د واشنګټن د کارنیګي د نړیوالې سولې بنسټ استاد کریم سجادپور وايي: "هغه اساسي عنصر چې د نظام د بشپړ نسکورېدو لپاره لا هم نشته دا دی چې ځپونکي ځواکونه پرېکړه وکړي نور له نظامه ګټه نه اخلي او نور د هغه د دفاع لپاره جګړې ته تیار نه دي."
چاود ته د دې کړکېچ له رسېدا مخکې د ایران د نظام د واک د مهمو مرکزونو تر منځ ژور اختلافونه څرګند وو په ځانګړو مسایلو کې لکه له متحده ایالاتو سره د نوي اټومي تړون د ځنډېدلو خبرو د بیا پیل ګټه او همدارنګه د غزې د جګړې پر مهال د پوځي څانګو او سیاسي متحدینو تر ګوزار وروسته د ستراتېژیک مخنیوي د بیا رغولو لارې.
خو د نظام بقا د هغوی د ګډو ګټو د چوکاټ په توګه لا هم تر ټولو لوړ هدف پاتې دی.
د ایران عالي مشرتابه لا هم د ۸۶ کلن ستر رهبر ایتالله علي خامنهیي په لاس کې ده. که څه هم روغتیايي حالت یې خراب شوی خو هغه د وفادارو یوې تنګې کړۍ له خوا کنټرول شوی چې په سر کې یې د ایران انقلابي سپاه ده، هغه کړۍ چې نن یې د اسلامي جمهوریت د اقتصاد، سیاست او امنیت پر مهمو ستنو خپل نفوذ ټینګ کړی دی.
نښې ښيي چې د ډونلډ ټرمپ پرلهپسې او نژدې ورځني ګواښونه د سیاسي هرم په سر کې د لیدلوري د یووالي سبب شوي او د هرې احتمالي بهرنۍ مداخلې د پایلو په اړه یې پراخ اټکلونه راپارولي دي.
پوځي اقدام کېدای شي د اعتراضونو زور زیات کړي خو ښايي برعکس پایلې هم ولري.
د لندن د چتم هاوس د منځني ختیځ او شمالي افریقا د پروګرام مشره سنم وکیل وايي: "د داسې مداخلې تر ټولو څرګنده اغېزه دا ده چې د واکمنې نخبې یووالی پیاوړی کوي او په داسې شېبه کې د نظام دننه اختلافونه مهاروي چې ډېر کمزوری وي".

د عکس سرچینه، Reuters
همدارنګه په جلاوطنۍ کې مېشت د ایران پخوانی ولیعهد رضا پهلوي د هغو ایراني غږونو له ډلې راڅرګند شوی چې تر ټولو ډېر یې له ډونلډ ټرمپ څخه د مداخلې غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د هغه پلار د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب پر مهال د ایران له تخت او پلازه راوپرځول شو. خو دې غوښتنې له اسرائیل سره د هغه د نژدې اړیکو تر څنګ پراخ جنجالونه هم راپارولي دي.
په مقابل کې نورې څېرې لکه د سولې د نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي چې لا هم په ایران کې بندۍ ده او جایزهګټونکی فلم جوړونکی جعفر پناهي ټینګار کوي چې بدلون باید سولهییز وي او له ایران دننه راولاړېږي.
پهلوي د روانو ګډوډیو په لړ کې کوڅو ته د راوتلو او دې خوځښت ته د یو څه تنظیم ورکولو څرګند توان ښودلی دی. داسې انګېرنه شته چې د تېرې اونۍ په پیل کې د شعارونو د یو موټي کولو لپاره د هغه غوښتنه - د ژمي له سختې هوا سره سره د لا ډېرو معترضینو د راوتلو لامل شوې ده.
سره له دې د هغه د ولسي ملاتړ کچه لا هم روښانه نه ده او دا هم ګرانه ده چې پرېکړه وشي ایا د بدلون دا شدیده هیله ځینې ایرانیان دې ته هڅوي چې د تېر وخت له یوه پېژندل شوي سمبول سره ځان غوټه کړي که نه په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د انقلاب وړاندې د ایران بیرغونه چې د زمري او لمر نښه لري بیا راڅرګند شوي دي.
پهلوي ټینګار کوي چې د شاهي نظام د بیا راستنولو هڅه نه کوي، بلکې غواړي د یو دیموکراتیک انتقال مشري وکړي. خو هغه پخوا د جلاوطنه او وېشل شوو ایراني ټولنو تر منځ د اجماع وړ څېره نه وه.
په همدې وخت کې د ویجاړۍ او ګډوډۍ وېره د اقتصادي ستونزو د زیاتېدو تر څنګ د ډېرو ایرانیانو پر ذهنونو سیوری غوړولی دی، ان د هغو کسانو تر منځ هم چې لا هم د واکمنې دیني ادارې ملاتړ کوي ځکه ځینې اصلاحات تر انقلاب غوره بولي.
تاریخ ښيي کله چې ولسي خوځښت له ځواک سره په کوڅه کې مخامخ شي بدلون کېدای شي د واک له سر څخه راشي او یا له بنسټه خو تل نااټکلېدونکی وي او ډېری وخت له خطرونو ډک وي.











