څېړنه: د سکرین ډېر کارول د ماشومانو د لغتونو زده‌کړه محدودوي

یوه ماشومه د ای‌پېد پر سکرین ګوته کشوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

نوې څېړنې ښيي چې د ماشومانو له لوري د موبایل، ټلویزیون او کمپیوټر د سکرین ډېر کارول د هغوی د خبرو او لغتونو پر وده منفي اغېز کوي.

په بریتانيا کې د پنځو کلونو نه کم‌عمره ماشومانو والدینو ته به رسمي لارښوونې ورکړل شي چې ماشومان یې باید څومره وخت ټلویزیون وګوري او همدا رنګه به د کمپیوټر او نورو سکرینونو په اړه هم مالومات ورکړي. حکومت وایي، د دې عمر ډلې لپاره د سکرین وخت په اړه خپلې لومړنۍ لارښوونې د اپرېل په میاشت کې خپروي.

دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د حکومت څېړنې وښوده، نږدې ۹۸ سلنه له دوو کلونو کم عمره ماشومان هره ورځ سکرینونه ګوري. والدینو، ښوونکو او د نرسري کارکوونکو ویلي، ماشومان اوس د خبرو ساتل او پر زده‌کړه تمرکز کول سخت بولي.

راپور وایي، هغه ماشومان چې تر ټولو ډېر سکرین کاروي، یعنې نږدې پنځه ساعته په ورځ کې، د هغو ماشومانو پرتله چې یوازې شاوخوا ۴۴ دقیقې سکرین ګوري، په څرګنده توګه لږ لغتونه کاروي.

د ماشومانو د انلاین نړۍ د سم مدیریت لارې چارې به هم وښودل شي، څو په کورنۍ کې شخړې رامنځته نشي.

د دې لارښوونو د جوړولو لپاره به یو ملي کاري ګروپ کار کوي چې مشري به یې د بریتانيا د ماشومانو کمېشنره ډېم رېچل ډې‌سوزا کوي او د پوهنې وزارت علمي سلاکار پروفېسر رسل واینر به هم پکې شامل وي.

دا ډله به له والدینو، ماشومانو او د وړکتوب له متخصصینو سره خبرې وکړي. د دوی د کار چوکاټ به د دوشنبې په ورځ خپور شي.

دا لارښوونې به والدینو سره مرسته وکړي چې د سکرین پر ځای خپلو ماشومانو ته نورې سالمې لارې چارې پیدا کړي.

د حکومت څېړنه دا هم ښيي چې د دوو کلونو په عمر کې، د لوړو عاید لرونکو کورنیو ۷۷سلنه ماشومانو ته هره ورځ کتاب لوستل کېږي، خو دا شمېر په ټیټ عاید لرونکو کورنیو کې یوازې ۳۲سلنه دی.

د پوهنې وزیرې برېجېټ فلېپسون په یوه بیان کې ویلي:

"سکرینونه اوس د کورني ژوند برخه ګرځېدلي دي. پوښتنه دا نه ده چې ویې کارو که‌ نه، بلکې دا ده چې څنګه یې سم وکاروو."

هغې د سنډې‌ټایمز ورځپاڼې ته هم لیکلي:

"لکه د ډېرو نورو والدینو په څېر، په ما هم داسې ماښامونه راغلي چې ماشوم مو د خپلې خوښې پروګرام لپاره 'یوه بله برخه' غواړي او موږ یې منو. خو اوس وینو چې ستونزه هغه وخت پیدا کېږي چې دا 'یوه بله برخه' ډېرې شي."

هغې وړاندیز کړی چې والدین کولی شي پر ټابلېټ ماشومانو ته کیسې ولولي او یا یې د تعلیمي لوبو لپاره وکاروي.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

فېلېسېټي ګېلسپي چې د کایندرد سکوېرد خیریه بنسټ مشره ده، ویلي، د والدینو لپاره د شواهدو پر بنسټ د سکرین وخت لارښوونې له "ډېره وخته اړتیا وه او هرکلی یې کېږي."

د دې بنسټ د سروې له مخې، ۴۰سلنه والدین باور لري چې د سکرین وخت کمول به له ماشوم سره مرسته وکړي چې د ښوونځي له لومړي ټولګي وړاندې (Reception) لپاره چمتو شي. بنسټ وایي، دا شمېر ښيي چې د وړکتوب په کلونو کې د عملي او باور وړ لارښوونو غوښتنه ډېره ده.

ګېلسپي زیاته کړې:

"موږ باید د خلکو پوهه لوړه کړو چې سکرینونه او وسایل څنګه د ماشومانو د زده‌کړې پر طبیعي بهیر اغېز کوي، ځکه کوچني ماشومان تر ټولو ښه زده‌کړه هغه وخت کوي چې د مخ حالتونه وویني، خبرې واوري، سندرې ووایي او لوبې وکړي."

د ارلي یرز الاینس استازي نېل لیچ ویلي، هغه په ټوله کې د پنځو کلونو نه کم‌عمره ماشومانو لپاره د سکرین وخت د لارښوونو جوړولو هرکلی کوي، خو ټینګار یې کړی:

"دا مهمه ده چې دا ډول ملاتړ د کورنیو او ښوونکو لپاره د ډیجیټلي زده‌کړو او انلاین خوندیتوب د پراخو لارښوونو برخه وي."

دا اعلان وروسته له هغې شوی چې محافظه‌کار ګوند ویلي، که واک ته ورسېږي نو له ۱۶ کلونو کم عمره ماشومانو ته به د ټولنیزو رسنیو کارول بند کړي. ګوند ژمنه کړې چې د استرالیا بېلګه به تعقیب کړي، هغه هېواد چې تېره میاشت یې دا پالیسي عملي کړه.

د اپوزسیون د پوهنې وزیرې لورا ټراټ د "ټوډې" پروګرام ته ویلي:

"موږ اړتیا لرو ټولنیز فکر بدل کړو او ووایو چې ماشومان په ټولنیزو رسنیو کې خوندي نه دي، دا هغوی زیانمنوي."

هغې له پارلمان غوښتنه کړې چې د ښوونځیو د قانون د تعدیل ملاتړ وکړي، کوم چې دا مهال په پارلمان کې تر بحث لاندې دی او په ټولګیو کې د ځیرک ټلیفونونو (سمارټ فونونو) پر بندیز ټینګار کوي.

پخواني لومړي وزیر رشي سونک چې د دوشنبې په ورځ د خپلې مېرمنې اکشاتا مورتي سره د شمېرپوهنې د یوه نوې خیریه بنسټ د اعلان لپاره د بي‌بي‌سي په "بریکفاسټ" خپرونه کې راڅرګند شوی و، وویل دا موضوع "پېچلې" ده او ښايي "یوازینۍ حل‌لاره نه وي چې هر څه سم کړي."

هغه زیاته کړه:

"موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې ماشومان په ښوونځي کې پر زده‌کړه تمرکز ولري او په ټولګیو کې د موبایلونو او ټولنیزو رسنیو له مزاحمتونو لیرې وساتل شي."