له هند سره د طالبانو حکومت د اړیکو غځېدو ولې ځینې پاکستاني چارواکي "قهرولي" دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images/AFGEmbassyINDIA
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري هند ته د چارسمبالي سفیر لېږل که له یوه پلوه د کابل-ډیلي ترمنځ د اړیکو د پراخېدو څرګندونه کوي نو بله خوا پاکستان د دواړو له دې "ژورېدونکې ملګرتیا" خوښ نه برېښي.
تازه د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ د کابل-ډیلي ترمنځ د اړیکو پر پراختیا اندېښنه څرګنده کړې ده.
ښاغلي تارړ پرون دوشنبه (مرغومی ۲۲/جنوري ۱۲) په یوه غونډه کې هند ته د طالبانو حکومت د چارواکو پر سفرونو نیوکه کړې.
هغه د پاکستان د ځینو نورو ملکي او نظامي چارواکو غوندې یو ځل بیا په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت او هند تور پورې کړ چې ګواکې دغه هېواد ته یې لاس یو کړی دی او ناامنه کوي یې؛ هغه تورونه او ادعاوې چې دواړو لورو پخوا رد کړي دي.
ښاغلي تارړ وویل، "افغان حکومت هره دویمه ورځ هند ته ځي او هغوی سره مذاکرات کوي. وروره! د څه شي مذاکرات؟ ترمنځ مو کومه داسې سوداګري روانه ده؟ ستاسې ترمنځ په کومو برخو کې څه ډول داسې دوه اړخیزه همکاري شته چې لا ډېرو خبرو اترو ته اړتیا لري او تاسې پرې هره ورځ مشورې کوئ؟"
ښاغلي تارړ د همدې خبرو په دوام د ځينو وسلهوالو ډلو په یادولو سره وویل چې "د دوی [هند او د طالبانو حکومت] څېره له ورځې بلې ته راڅرګندېږي."
د طالبانو حکومت او هند غبرګون څه دی؟
په افغانستان کې د طالبانو حکومت لا د ښاغلي تارړ دې څرګندونو ته کوم تازه غبرګون نه دی ښودلی خو په تېر کې یې ویلي چې د خپلو ګاونډیو په ګډون د نړۍ له هر هېواد سره "ښې اړیکې" غواړي.
هند ته یې د بهرنیو او عامې روغتیا وزیرانو د سفرونو په ترڅ کې هم په ډاګه کړې وه چې د هندوستان له لوري د مرستندویه فعالیتونو ترڅنګ د دواړو هېوادونو چارواکي هوډ لري چې خپلمنځي سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې اړیکې وغوړوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان په ناامنیو کې د ښکېلتیا په تړاو یې هم په تېر کې د پاکستانيو چارواکو دا ډول څرګندونې "بې بنسټه" او "دروغ" بللې دي او ترې غوښتي یې دي چې د خپل هېواد د امنیت په ساتلو کې د "ناکامېدو پړه دې پر نورو نه وراچوي."
د طالبانو حکومت تر دې مخکې هم څو ځله په ټینګار سره ویلي چې د دوحې تړون ته په کتو پر هغه ژمنه ولاړ دي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ ګاونډي او یا د نړۍ د کوم بل هېواد پر ضد نه کارېږي.
هندي چارواکو هم په تېر کې د پاکستان دا راز څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې "پر نورو د خپلو ناکامیو د ملامتیا ور اچول د دوی [پاکستان] پخوانی عادت دی."
نوي چارسمبالي سفیر له هندي ډېپلوماتانو سره کتلي
د کابل-ډیلي ترمنځ د اړیکو پراخېدو ته اسلام اباد داسې مهال د "نارضایتۍ" غبرګون ښکاروي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت تازه نور احمد نور د خپل نوي چارسمبالي سفیر یا شارژدافیر په توګه هند ته لېږلی دی.
دا خبر د طالبانو حکومت ځینو سرچینو او هندي رسنیو تایید کړی.
تر ده مخکې د طالبانو حکومت اکرام الدین کامل په ممبۍ کې د افغانستان سرپرست کونسل په توګه ټاکلی و.
اوسني چارسمبالي سفیر نور احمد نور تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي مشر په توګه کار کړی.
دا ټاکنه هند ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له سفر او هلته له خپل هندي سیال سوبرامانییم جېشنکر سره تر لیدنې وروسته کېږي چې په ترڅ کې یې په هند کې د طالبانو حکومت د ډېپلوماتانو د منلو په اړه ځينې هوکړې هم شوې وې.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د بيبيسي مونېټورېنګ برخې د معلوماتو له مخې، د طالبانو حکومت چارسمبالي سفیر په ډیلي کې د پاکستان، افغانستان او ایران لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت له سېکرتر انند پرکاش سره کتلي دي.
په هند کې افغان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوی دواړو پر دوهاړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، د سوداګرۍ پر پراختیا، د وېزو بهیر اسانولو او همداراز په هند کې د مېشتو افغان سوداګرو، محصلانو او افغان کډوالو د ستونزو په اړه "مفصلې خبرې" وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، "دواړو لورو د افغانستان او هند د اړیکو پر پیاوړتیا او د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتولو پر اهمیت ټینګار وکړ."
ترینګلتیا او فرصت

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادولو ده چې د تېر ۲۰۲۵ میلادي کال په اکتوبر (تله/میزان) کې چې له پاکستان سره د افغانستان ترینګلتیا زور اخیستی و، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته شاوخوا یو اونیز اوږد سفر درلود.
د هغه سفر پرمهال د هند بهرنیو چارو وزیر اېسجې شنکر په پلازمېنه ډیلي کې له ښاغلي متقي سره ولیدل او ویې ویل چې په کابل کې د خپل سفارت له بېرته پرانیستلو سره هلته د هند د ډېپلوماتیک ماموریت کچه سفارت ته لوړوي.
دا سفارت د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه- چې د هند د خپلواکۍ ورځ هم وه، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره وتړل شو او د نورو ځينو هېوادونو په څېر هندي ډېپلوماتان هم له دغه هېواده ووتل. خو وروسته هند په ۲۰۲۲ کې د سوداګرۍ، د بشري او طبي مرستو د همغږۍ لپاره ځينې ډېپلوماتان بېرته کابل ته ولېږل.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او د هند ترمنځ دا ډېپلوماتیک پرمختګ داسې مهال شوی چې د هند له سرسخت رقیب پاکستان سره د طالبانو حکومت اړیکې تر وروستۍ ترینګلتیا وروسته په ظاهره ښې نه برېښي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو راشه درشه او سوداګریزه راکړه ورکړه نژدې په ټپه ولاړه ده او افغان سوداګرو هم د خپل تجارت مخ د هند په ګډون د ایران او منځنۍ اسیا پر لور اړولی دی؛ داسې یو حالت چې په افغانستان کې هند ته یو ځل بیا د ځان لپاره د ځای جوړولو یو ښه فرصت بلل کېدای شي.











