د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په هند کې ښځینه خبریالانو ته څه وویل؟

د عکس سرچینه، REUTERS/Anushree Fadnavis
- Author, ګیتا پانډې
خلک ډېری وخت وایي، یو انځور زر خبرې کوي.
د تېرې دوشنبې په سهار د هند په ورځپاڼو کې یو انځور خپور شو چې ښيي ښځینه خبریالانې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر په خبري کنفرانس کې د څوکیو په لومړي کتار کې، ښاغلي متقي ته ناستې دي.
کله چې ښاغلی متقي هند ته ورسید نو د سفر په شاوخوا ۴۸ ساعتونو کې یې دا دویم خبري کنفرانس و. له دې غونډې مخکې په یو بل کنفرانس کې یې ښځینه خبریالانو ته د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې نو دې سره سخت غبرګونونه پورته شول او کله چې دغه کنفرانس شو نو بیا ښځینه خبریالانو ته د ګډون اجازه وه.
متقي د یکشنبې د ورځې په کنفرانس کې وویل، چې د ښځو ایستل قصدي نه وو.
هغه زیاته کړه:"د جمعې د ورځې د خبري کنفرانس په اړه باید ووایم، چې هغه په ناڅاپي ډول تنظیم شوی و، چې د خبریالانو یو محدود نوملړ ټاکل شوی و او د ګډون کوونکو نوملړ ډېر مشخص و. دا یوه تخنیکي ستونزه وه. زموږ همکارانو یوازې یو مشخص نوملړ ته بلنه استولې وه او له دې پرته بل نیت نه و. "
ملګرو ملتونو افغانستان کې له ښځو سره روان چلند د "د جنسیت پر بنسټ اپارتاید" په توګه ګڼلی دی. هلته ښځې او نجونې نه شي کولای، چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي او بیا پوهنتون ته لاړې شي، پارکونو یا ورزشي کلبونو ته هم د تګ اجازه نه لري.
د ملګرو ملتونو په خبره په هغو چارو کې، چې افغان مېرمنو ته د ترسره کولو اجازه ورکول شوې هغه هم ورځ تر بلې محدودېږي او د طالبانو حکومت امر کړی چې ښځې باید حجاب وکړي او بل دا چې ښځو ته د یوازې د سفر کولو اجازه هم نشته.
طالبانو، چې په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې بیا واک ترلاسه کړ، له دې مخکې ویلي و، چې د ښځو حقونه ته د دوی د "افغاني کلتور او اسلامي شریعت د تفسیر له مخې" درناوی کېږي خو لویدیځو دیپلوماتانو ویلي، چې د ښځو پر وړاندې بندیزونه د دوی د رسمیت پېژندنې هڅې له خنډ سره مخامخ کوي. د ښځو د حقونو پر وړاندې د دوی چلند په نړیواله کچه تر ټولو سخت چلند دی.
متقي د پنجشنبې په ورځ هند ته د یوې اوونۍ سفر په موخه تللی دی، دیلي تراوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له هغو څو هېوادونو دی، چې له طالبانو سره یې سیاسي او نا رسمي اړیکې ساتلې دي. په کابل کې یو کوچنی ماموریت ترسره کوي او بشري مرستې استوي.
دغه سفر ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو په سترګه کتل کېږي او دواړو ته مهم دی. د راپورونو له مخې طالبان د رسمیت پېژندلې لپاره نړیوال ملاتړ ترلاسه کوي او هند خپلې ستراتیژیکې او امنیتي ګټې مخکې وړي.
د تېرې جمعې په ورځ متقي د هند له بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر سره ولیدل او اعلان یې وکړ، چې هند به خپل سفارت په کابل کې بېرته پرانیزي. دا سفارت په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته تړل شوی و.
د همدې ورځې په ورستیو کې یوه خبري غونډه وشوه، چې شاوخوا ۱۶ نارینه خبریالانو ګډون په کې کړی وو خو ښځینه خبریالانې د سفارت له دروازې وګرځول شوې.
د طالبانو د حکومت یوې سرچینې منلې، چې ښځو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.
د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې دوی له دې خبري کنفرانس سره هېڅ تړاو نه لري، ځکه دا د افغان سفارت لخوا تنظیم شوی و.
خو د هند په خاوره کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض سیاسي کسان او خبریالان غوسه کړل او د هند حکومت یې د دې پېښې د رامنځته کېدو له کبله وغانده.
د اپوزیسیون مشر راهول ګاندهي وویل، دې غونډې ته د اجازه ورکولو له کبله د هند لومړي وزیر نریندرا مودي "هرې ښځې ته دا پیغام ورکړ، چې تاسې مېرمنې د هغوی د دفاع لپاره ډېرې کمزورې یئ."

د عکس سرچینه، Indian Ministry of External Affairs / Handout via Getty Images
د اډېټرس ګېلډ او انډیا ټولنې، د ښځینه خبریالانو فډراسیون، او په هندي رسنیو کې د ښځينه کارکوونکو شبکې سخت غبرګونونه وښودل او د ښځو پروړاندې دا چلند یې "شدید تبعیض" وباله.
د اډېټرس ګېلډ ټولنې وویل: "که څه هم کېدای شي دیپلوماتیکې ودانۍ د وینا کنوانسیون له مخې خوندي وبلل شي، خو دا نشي توجیه کولی، چې په هند کې مطبوعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ښکاره جنسیتي تبعیض وشي. "
هغوی زیاته کړه: "که د بهرنیو چارو وزارت دا غونډه همغږې کړې وي او که نه، دا خورا د اندېښنې وړ خبره ده، چې دومره څرګند تبعیض پرته له کومې نیوکې ترسره شو. "
په هندي رسنیو کې د ښځينه کارکوونکو شبکې وویل، دا د هند د حکومت مسؤلیت دی، چې د ښځو دیموکراتیک حقوق او اساسي ازادۍ خوندي کړي، په ځانګړي ډول د کار او ژوند کولو حق یې.
دغې شبکې زیاته کړه، حکومت باید دا ډول ښکاره جنسیتي تبعیض تر پوښتنې لاندې راوستی وای.
دغې ډلې همداراز په هغو نارینه خبریالانو نیوکه وکړه، چې د جمعې د ورځې په کنفرانس کې یې ګډون کړی و او د خپلو ښځینه همکارانو ملاتړ یې ونه کړ:
"په داسې شېبو کې چوپتیا د دې معنا لري، چې یو څوک د جنسیتي تبعیض د عادي کېدو سره همکاره دی. "
په داسې حال کې، چې په هند کې غبرګونونه زیاتېدل، د متقي ټیم د تېرې یکشنبې ورځې د غونډې لپاره نوې بلنې واستولې، او دا یې په کې "شامل" کړل، چې د رسنیو ټولو کارکوونکو پرمخ پرانستې غونډه ده.
تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې ولې دویم خبري کنفرانس ترسره شو. خو ځینې اټکلونه شته، چې ښايي د هند حکومت مداخله کړې وي.
په کنفرانس کې پراخ ګډون شوی و او وزیر څخه ځینې سختې پوښتنې وشوې، په ځانګړي ډول د دې په اړه، چې ولې د تېرې جمعې د ورځې له غونډې څخه ښځې بهر ساتل شوې وې او د افغان نجونو او ښځو د حقونو په اړه.
متقي وویل:
"زموږ لس میلیونه زده کوونکي په ښوونځیو او تعلیمي ادارو کې زده کړې کوي، چې له دې جملې څخه له ۲.۸ میلیونه څخه ډېرې ښځې او نجونې دي. په مدرسو کې تعلیم د فراغت تر کچې پورې روان وي. "
هغه زیاته کړه:
"ځینې محدودیتونه شته، خو موږ هېڅکله د ښځو تعلیم د دین له مخې حرام نه دی اعلان کړی. دا یوازې تر بل امر پورې ځنډول شوی دی. "
خو ډېرو خبریالانو د وزیر دغه ادعا تر پوښتنې لاندې راوسته او یادونه یې وکړه، چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر نجونو او ښځو جدي بندیزونه لګولي دي.
په تېرو څلورو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونې یې له زده کړو محرومې کړې او د ښځو لپاره یې د کار فرصتونه ډېر سخت محدود کړي دي.
په وروستیو اونیو کې طالبانو د افغانستان له پوهنتونونو څخه هغه کتابونه هم لېرې کړل، چې ښځو لیکلي وو.
د وزیر ځوابونه د ښځو د حقونو په اړه له پرله پسې پوښتنو سره ښايي زیات هم قانع کوونکي نه وو.
خو، لکه څنګه، چې ځینو خبریالانو اشاره وکړه، دا خپله یو مثبت ګام بلل کېدای شي، چې دویم خبري کنفرانس تنظیم شو او وزیر د جنسیتي مسایلو په اړه پوښتنې ومنلې.








