هندوستان او طالبان: پخواني رقیبان څنګه او ولې دوستان شول؟

د عکس سرچینه، Randhir Jaiswal/MEA Twitter
- Author, داود اعظمي
- دنده, بي بي سي، لندن
د سياسي او فکري اختلافاتو سره سره، د هندوستان د ښي لاسي هندو حکومت او د اسلامپالو افغان طالبانو تر منځ غوړېدونکې اړيکې په ظاهرا له تضاداتو ډکې ښکاري. خو د دوی نژدېوالی او همکاري د دواړو عملګرايي او واقعيت بيني ښيي.
دواړه خواوې غواړي چې سياسي، ډېپلوماټيکي او سوداګريز تعلقات نور هم ژور کړي.
ډیلي ته د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير، مولوي امير خان متقي، د يوې اوونۍ سفر (۹ -۱۴ اکټوبر) چې له تاوده هرکلي سره مخامخ شو د هند په افغان تګلاره کې د يوه مهم بدلون ثبوت دی.
دا تر دې مهاله هند ته په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د تر ټولو جګپوړي چارواکي سفر دی چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې تر هغې غونډې لس ورځې وروسته پيل شو، چې د پخواني افغان حکومت د ځينو چارواکو او سیاستوالو په ګډون يو شمېر طالب ضد افغانانو په کې ګډون کړی و. د سپټمبر پر ۲۹ مه او ۳۰ مه جوړې شوې هغه غونډه کې چې د "سيمه ييز ډيالوګ" نوم ورکړل شوی، متقاعدو پاکستاني پوځي او ملکي چارواکو هم ګډون درلود.
دا سفر په داسې وخت کې شوی چې هم د پاکستان او طالبانو د حکومت، او هم د هندوستان او پاکستان تر منځ اړيکې پر خرابېدو دي.
يو نوی پيل
هندوستان ته د طالبانو د بهرنيو چارو د وزير سفر د دوی په تعلقاتو کې يو نوی خو يو لوی بدلون ښيي او دا جوتوي چې ډيلی د خپلو سټراټيژيکو ګټو لپاره تعامل ته ترجیح ورکوي.
دا د پاکستان لپاره چې د طالبانو دوديز ملاتړی بلل کېده، يو په شاتګ په نښه کوي او داسې څه دي چې تر دا څلورو کالو مخکې پورې ممکن نه برېښېدل. د هندوستان او طالبانو دا تعامل د دوو لسيزو تر تقابل وروسته رامنځته شوی دی.
هندوستان په ۱۹۹۴ کال کې د طالبانو د تحریک له جوړېدو راهيسې هغوی ته د پاکستان د يوې داسې نيابتي ډلې په سترګه کتل چې هدف یې له افغانستان څخه د پاکستان په خاطر د هندوستان نفوذ ختمول وو.
هندوستان د خپلې همدغې محاسبې پر بنسټ له روسيې او ایران سره په ګډه تر هغه مهاله د طالبانو ضد افغان ډلو پوځي، سياسي او مالي ملاتړ کاوه چې په ۲۰۰۱ کال کې امریکا پر افغاسنتان پوځي يرغل وکړ او طالبان یې له واکه لرې کړل.
هندوستان تر دې وروسته شل کاله د امريکا ملاتړ لرونکي او په نړيواله کچه پېژندل شوي، نوي افغان حکومت يو لوی ملاتړی هېواد و. هندوستان او طالبان په دې کلونو کې هم په مخالفو جهتونو کې ودرېدل، ځکه طالبانو د افغان حکومت پر ضد په زياتېدونکې توګه يوه خونړی جنګ پر مخ بېولو.
پر همدې مهال افغانستان ډېر ژر په هندي کشمير کې د جنګېدونکو اورپکو په ګډون د سيمې د اورپکو ډلو د فعاليت په يوه لوی مرکز بدل شو، ځکه زیاتره اورپکو خپل پام افغانستان ته واړاوه.
خو د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې چې کله په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ سولې تړون کې د ۲۰۲۱ کال تر نيمايي پورې له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش وټاکل شو، د هندوستان په پاليسۍ جوړونکو کړيو کې وراخطايي خوره شوه.
طالبانو چې کله د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونيو، نو هندوستان په افغان پلازمېنه کې خپل سفارت او همدا راز څلور کونسلګرۍ (کندهار، هرات، مزار شريف او جلال اباد) رسما وتړلې.
هندوستان په دې ډول نه يوازې افغان زده کوونکو، ناروغانو، تجارانو او د پخواني افغان حکومت چارواکو او سیاستوالو ته د ويزو ورکړه ودروله، بلکې مخکې ورکړل شوې په زرګونو ويزې یې هم د رپورټونو له مخې د امنيتي اندېښنو له کبله لغوه کړې. د هندوستان دا ګام د ډېرو پخوانيو افغان چارواکو او سیاستوالو لخوا بې وفايي وګڼل شوه چې دغه هېواد یې خپل نژدې ملګری باله.
د افغانستان نوي سياسي او امنيتي وضعيت ته په کتو هندوستان او طالبان دواړه لېوال وو چې اړيکې جوړې کړي، ځکه په دې کې دواړو خپله ګټله ليدله.
پخواني رقيبان، اوسني دوستان

د عکس سرچینه، MEA India
طالبانو واک ته له رسېدو مخکې لا له نژدې ټولو سيمه ييزو هېوادونو سره تعلقات جوړ کړي وو او غوښتل یې چې له هندوستان سره هم اړيکې عادي کړي.
طالبانو د مطبوعاتي اعلاميو تر څنګ د شخصي پیغامونو له لارې چې تر ډېره یې په قطر کې له خپل سیاسي دفتر څخه لېږل، هندوستان ته دا ډاډ ورکاوه چې د دوی بهرنۍ تګلاره خپلواکه ده او د دوی سياسي اجنډا د کوم درېيم هېواد چې اشاره یې پاکستان ته وه، په غوښتنو او ترجيحاتو پورې نه ده تړلې.
طالبانو په داسې يوه اعلامیه کې چې د ۲۰۱۲ کال د جون په مياشت کې یې خپره کړه په ډېره نادره توګه له دې کبله د هندوستان ستاينه وکړه چې په افغانستان کې یې د نظامي رول لوبولو په اړه د امريکا غوښتنې رد کړې.
دا هغه وخت وو چې د ولسمشر بارک اوباما په مشرۍ د امريکا حکومت پلان درلود چې د ۲۰۱۴ کال تر پايه په افغانستان کې د امريکا او ناټو پوځي حضور او رول کم کړي او له هندوستان څخه یې وغوښتل چې د افغانستان په امنيتي چارو کې هم نور فعال رول ولوبوي.
طالبانو له همدې کبله په خپله اعلاميه کې هندوستان په "سیمه کې يو مهم هېواد" وباله او زياته یې کړه چې دا منطق نه لري چې هندوستان دې د امريکا د خوشحالولو لپاره خپل ځان په يوه ناورين کې ښکېل کړي.
يو سټراټېژيک بدلون
د همدې پیغامونو او تماسونو په نتيجه کې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې ډېر شول، هندوستان په تدريجي توګه له طالبانو سره اړيکي ټينګ کړل.
دا د هندوستان په بهرنۍ تګلاره کې يو زړور او پر همدې مهال د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره يو لوی بدلون په نښه کوي.
هندوستان د طالبانو له بیا واکمنېدو په يوه کال کې دننه بېرته په افغانستان کې خپل ډېپلوماټيک حضور فعال کړ.
د ۲۰۲۲ کال د جون مياشتې په پيل کې د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت يو پلاوی د یوه جګپوړي چارواکي، جې پي سېنګ په مشرۍ کابل ته ولاړ.
دا د هندوستان او طالبانو حکومت تر منځ لومړی رسمي ملاقات و چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت "د دواړو هېوادونو په اړيکو کې يو ښه پیل" وباله.
د همدې مياشتې په پای کې هندوستان کابل ته خپل يو "تخنیکي ټيم" ولېږه چې د هندوستان په سفارت کې ځای پر ځای شي او د افغانستان لپاره د خوراکي توکو او دارو درملو په ګډون، د خپلو بشري مرستو د وېش انتظام وکړي.
په دې پسې، په افغانستان کې دننه او بهر د طالبانو د حکومت او هندوستان د چارواکو او ډېپلوماټانو تر منځ د لوړې کچې تعامل پیل شو. په دې کې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په مياشت کې هغه غونډه هم راځي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزير امير خان متقي او د هندوستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير وېکرم مېسري ترمنځ په دوبۍ کې وشوه.
تر دې څلور مياشتې وروسته، د مې په مياشت کې د هندوستان د بهرنيو چارو وزير سوبرامانيم جېشنکر او د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي پر ټليفون خبرې وکړې.
دا تر هغه مهاله د دواړو خواوو تر منځ د تر ټولو لوړې کچې تماس و.
پر همدې مهال، هندوستان د طالبانو ځينو مهمو غړو، حکومتي چارواکو او د دوی د کورنۍ غړو ته د ويزو ورکول پيل کړل، چې هندوستان ته د رسمي غونډو، روزنې او يا هم درملنې لپاره ورشي.
که څه هم هندوستان ته د طالبانو د غړو دغسې سفرونه په رسمي ډول نه اعلانېدل خو دواړو خواو ته یې ګټه دا وه چې خپلمنځي اعتماد او پوهاوی یې ورسره ډېر شو.
یو بل پرمختګ دا و چې هندوستان د طالبانو د حکومت هغه غوښتنه هم بالاخره ومنله چې په هندوستان کې د دوی ډېپلوماټان ومني. هندوستان د ۲۰۲۴ کال په نومبر مياشت کې په ممبی کې د افغانستان کونسلګري د طالبانو د حکومت له خوا مقرر شوي ډېپلوماټ ته وسپارله، څو مياشتې وروسته یې په حیدر اباد ښار کې افغان کونسلګري د دوی له خوا ورلېږل شوي بل کس ته وسپارله.
د دوی د دوه اړخيزو ډېپلوماټیکو اړیکو کچه په دې اوونۍ کې نوره هم لوړه شوه ځکه ډيلي ته د ښاغلي متقي د سفر په پيل کې د هندوستان د بهرنيو چارو وزير اعلان وکړ چې په کابل کې به خپل "تخنيکي ماموريت" د سفارت کچې ته لوړوي.
که څه هم هندوستان د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی خو دا یې ومنله چې په ډيلي کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو حکومت له خوا مقرر شوي ډېپلوماتان مني.
د طالبانو حکومت تګلاره، هيلې او غوښتنې

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو د حکومت لپاره له هندوستان سره اړیکې عادي کول څو اړخيز اهميت لري.
له هندوستان سره تعلقات چې يو لوی سيمه ييز ځواک دی او د افغانستان دوديز ملګری پاتې شوی دی، په هېواد کې دننه او بهر د طالبانو د حکومت دريځ او مشروعيت پياوړی کوي.
د طالبانو حکومت هيله لري چې له هندوستان سره تعامل د دوی ملي اعتبار قوي کوي، او د يوه داسې خپلواک لوبغاړي په توګه یې ښکاره کوي چې د بل هېواد تر نفوذ او فشار لاندې نه دی، که داسې ونه کړي، دا چلند به یې خصوصا د هغو افغانانو له خوا چې د دوی مخالف دي، د پاکستان د نفوذ د نتيجې په توګه تعبير شي.
د طالبانو حکومت د رسميت پېژندو او ډېپلوماټيکو اړيکو د پراخېدو په لټه کی دی او د هندوستان غوندې هېواد سره د اړیکو په جوړولو سره دا پيغام ورکول غواړي چې د لوېديځو هېوادونو له فشارونو او بنديزونو سره سره دوی يوازې نه دي او ملګري لري.
له هندوستان سره په ښو تعلقاتو جوړولو سره د طالبانو حکومت سيمه ييزو سيالانو ته هم ښودل غواړي چې بديل لري.
بله مهمه خبره دا ده چې دا په غربت کې د ښکېل هېواد افغانستان يو سخت ضرورت دی چې د سيمې او نورو هېوادونو سره اقتصادي او تجارتي اړیکې پياوړې کړي. په دې لړ کې هندوستان له دې کبله ډېر مهم دی چې په تاريخي توګه د افغانستان د وچو او تازه مېوو، سبزيانو او طبي بوټو لپاره يو تر ټولو لوی مارکېټ پاتې شوی دی.
بېلابېل افغان حکومتي چارواکي له لسیزو راهيسې شکايت کوي چې پاکستان له افغانستان او يا هم له هندوستان سره د ترينګلتيا په وخت کې د کراچۍ سمندري بندر او د واګه پر مځکنۍ لار چې د افغانستان لپاره له هندوستان سره د تجارت تر ټولو لنډه او ارزانه لار ده، خنډونه جوړوي. له دې کبله له هندوستان سره سوداګري د افغانستان يو اقتصادي ضرورت دی.
څرنګه چې هندوستان د امريکا او ناټو د پوځي حضور پر مهال په سيمه کې د افغانستان تر ټولو لوی مرسته ورکوونکی هېواد و، د طالبانو حکومت غواړي چې هندوستان خپلې پخوانۍ پرمختيايي پروژې بشپړې کړي او پر همدې مهال په افغانستان کې د بنسټيزې بيارغونې نوې پروژې پيل کړي او د معدنونو په ګډون په نورو ډګرونو کې پانګونه وکړي.
د طالبانو حکومت دا هم غواړي چې هندوستان به ژر افغانانو ته په ځانګړي ډول سوداګرو، زده کوونکو او ناروغانو ته د ويزو ورکولو لړۍ بېرته پيل کړي.
د هندوستان پخواني رول ته په کتو، دوی دا هيله هم لري چې هندوستان په کمپيوټري مهارتونو او نورو مسلکونو او همدا ډول په حکومتولۍ او اداري او امنيتي برخو کې کارکوونکو کسانو په روزنه کې همکاري وکړي.
له دې سره سره، دواړه خواوې پر دې هم کار کوي چې دوه اړخیز تجارت لپاره يو منظم هوايي دهلېز يا کوريډور رامنځته کړي او له بلې خوا د هندوستان، افغانستان او منځنۍ اسيا د هېوادونو د مارکېټونو د وصل کولو لپاره د ایران د سمندري بندرونو لکه چابهار او بندر عباس د اغېزمنې کارونې لارې وسنجوي.
پاکستان او په افغانستان کې د نفوذ لپاره هڅې

د عکس سرچینه، TALIBAN
هندوستان او پاکستان له پخوا راهيسې په افغانستان کې د يو بل د نفوذ د ختمولو او د دغه هېواد پر سياست د غلبې يا اغېز لپاره په سيالۍ بوخت دي.
که څه هم پاکستان د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال (۱۹۹۴ تر ۲۰۰۱) له دغې ډلې سره ډېره ښه تعلقات درلودل خو د دويمې واکمنۍ تر پيلېدو څو مياشتې وروسته یې اړيکې پر خرابېدو شوې.
اوس د دوی ترينګلتيا دې کچې ته رسېدلې چې د ۲۰۲۵ کال سپټمبر مياشت کې د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف په ګډون بېلابېلو پاکستاني چارواکو افغانستان يو "دښمن هېواد" وباله.
پاکستان د طالبانو پر حکومت تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو د تحريک (ټي ټي پي) غړو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي او له هغه ځايه د بريدونو لپاره ور اوړي.
پاکستان، هندوستان په دې هم تورنوي چې د افغانستان له لارې نه يوازې له پاکستاني طالبانو سره همکاري کوي بلکې له هغو بلوڅ اورپکو سره هم مرسته کوي چې د پاکستان په بلوچستان کې د خپلواکۍ لپاره جنګېږي. خو د طالبانو حکومت او هندوستان دواړو دا تورونه په بيا بيا رد کړي دي.
پاکستان د طالبانو له بيا واکمنېدو راهيسې څو واره په افغانستان کې هوايي بريدونه کړي او وايي چې د پاکستاني طالبانو جنګيالي او پټنځايونه یې په نښه کړي دي.
خو د طالبانو د حکومت چارواکو د غبرګون ښودلو ترڅنګ هر وار ټينګار کړی چې د پاکستان په دغسې بريدونو کې د کوچنيانو او ښځو په ګډون ملکي کسان وژل شوي دي.
پر همدې مهال د طالبانو د حکومت چارواکي په پاکستان کې يو لړ عناصرو باندې تور لګوي چې د افغانستان او د دوی د حکومت د بې ثباته کولو هڅه او د دوی د مخالفينو ملاتړ کوي.
په څومره چټکۍ سره چې د طالبانو د حکومت اړیکې له پاکستان سره خرابې شوې، په همغه اندازه یې د ډېرو د توقع خلاف له هندوستان سره تعلقات پياوړي کېدل.
حيرانوونکی واقعيت دا دی چې نه اسلام اباد او نه هم ډیلی او طالبانو دا وړاندوينه کولای شوای چې واک ته تر رسېدو دومره ژر به د طالبانو حکومت اړیکې له پاکستان سره تر دې کچې خرابېږي او له بلې خوا به هندوستان په کابل کې د طالبانو له نوي حکومت سره داسې ګڼ اړخيزه تعلقات جوړوي.
سيمه ييزه سيالي او ملي ګټې

د عکس سرچینه، Getty Images
د هندوستان تر ټولو لويه اندېښنه، امنيتي ده، په ځانګړي ډول، د داعش او القاعده په اړه، او همدا ډول پر هندوستان د تمرکز کوونکو سيمه ييزو اورپکو ډلو د فعاليتونو شنډول غواړي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت، هندوستان ته ډاد ورکړی چې د دوی پر ضد به د بريدونو لپاره د افغان خاورې د کارولو اجازه ورنکړي.
دواړه خواوې په دې لړ کې اوس هم امنيتي او استخباراتي همکاري سره کوي، ځکه داعش د طالبانو لپاره هم يوه دښمنه ډله ده.
دا همکاري تر ډېره حده د هندوستان د هوسايۍ سبب شوی چې له غبرګو خطرونو لکه په هندي کشمیر کې د فعالو اورپکو او د القاعده او داعش په څېر سيمه ييزو ډلو له بالقوه بريدونو سره مخامخ دی.
پر همدې مهال هندوستان د طالبانو له حکومت سره خپل نوي جوړ شوي تعلقات، له خپل دوديز همکار هېواد افغانستان سره د تاريخي روابطو په چوکاټ کې وړاندې کوي او دا د خپل هغه "اصولي موقف" يو دوام ښيي چې په کابل کې له هر واکمن حکومت سره بايد ښې اړيکې ولري.
خو تر هر څه وړاندې، د طالبانو له حکومت سره د هندوستان تعلقات د دغه هېواد د ملي ګټو خبره ده.
طالبان اوس پر افغانستان واک لري، د دغه هېواد خاوره یې په کنټرول کې ده او هلته حکومت چلوي. له همدې کبله هندوستان د امنيت، ولسي ډېپلوماسۍ، پانګونې او تجارت او سيمه ييز اتصال په ګدون يو لړ چارو لپاره د دوی همکارۍ ته اړتيا لري.
له بلې خوا هندوستان د يوه راټوکېدونکي ځواک په توګه غواړي په سيمه او له هغې څخه بهر خپل نفوذ ډېر کړي. په داسې حال کې چې د هندوستان سيمه ييز رقيب هېوادونه لکه پاکستان او چین او همدا راز د روسيې او ايران په څېر د سيمې نور لوبغاړي په افغانستان کې د خپل نفوذ په ډېرولو بوخت دي، ډيلی نه غواړي چې ګوښه او شاته پاتې شي.
خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او هندوستان تعلقات لا هم د پخوانيو پېښو پر سر د تحفظاتو او همدا ډول د بېلابېلو کورنيو ملحوظاتو او ممکنه بهرنيو عواقبو له کبله ټاکټيکي بڼه لري.
له همدې کبله دواړه د غوړېدونکو اړيکو سره سره په احتياط ګامونه پورته کوي.











