د طالبانو حکومت نور احمد نور نوي ډیلي ته د نوي چارسمبالي سفیر په توګه معرفي کړی

د عکس سرچینه، Taliban
د طالبانو په حکومت کې سرچینو بيبيسي ته تایید کړې چې د هغوی نوی چارسمبالي "سفیر" نور احمد نور ډیلي ته رسېدلی دی. یادو سرچینو دا هم ویلي، چې نور احمد نور پر پنجشنبه (جنوري اتمه/مرغومی ۱۹) معرفي شوی او په سفارت کې یې خپل کار پیل کړی دی.
نور احمد نور تر دې وړاندې د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي ریاست مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.
دا ټاکنه په داسې وخت کې کېږي چې نوي ډیلي ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سفر او له خپل هندي سیال جې شنکر سره د لیدنې پر مهال، په هند کې د طالبانو حکومت د ډیپلوماټانو د منلو په اړه یو لړ تفاهمونه شوي وو.
ځینو هندي رسنیو هم ویلي چې نور احمد نور نوي ډیلي ته د طالبانو حکومت د "چارسمبالي" سفیر په توګه معرفي شوی دی.
د تېر کال اکتوبر میاشت کې، د هند بهرنیو چارو وزیر سوبراهمانیم جې شنکر په ډیلي کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره په لیدنه کې ویلي وو، په کابل کې به د هند دیپلوماتیک ماموریت کچه د سفارت کچې ته لوړه شي.
د یادونې ده، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته هند په کابل کې خپل سفارت تړلی و، خو په ۲۰۲۲ کال کې یې بیا د سوداګرۍ، بشري او طبي مرستو همغږۍ په پار ځینې دیپلوماتان کابل ته واستول.
د افغانستان د جمهوري دولت له نړېدو سره د نورو دیپلوماتانو تر څنګ هندي دیپلوماتان هم له افغانستانه ووتل، خو د تېر کال په اګست کې هندي رسنیو د ښاغلي شنکر له قوله ویلي و چې د هندي دیپلوماتانو یوه ډله ''له افغانستان سره تاریخي اړیکو ته په کتو د ولسي اړیکو د دوام په خاطر '' استول شوې ده.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو هغه مهال ویلي و، کابل کې د هندي دیپلوماتانو د ډېرولو هرکلی کوي او د امنیت او ډیپلوماتانو د خوندیتوب ډاډ یې ورکړی و.
هند یو له هغو هېوادونو دی چې د افغانستان په بیارغولو کې یې سلګونه میلیونه ډالره لګولي دي. د دې ترڅنګ یې په تېرو شلو کلونو کې څه باندې ۱۰ زره تحصيلي بورسونه هم افغان محصلانو ته ورکړي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هند د غنمو، درملو او واکسینو په بڼه له افغانستان سره مرسته کړې. په افغانستان کې د طالبانو حکومت تېر کال له هند سره د هوايي دهلېز او چاه بهار بندر له لارې سوداګرۍ ته هم لېوالتیا څرګنده کړې.
طالبانو حکومت سره د افغان دیپلوماتانو اړیکي
ذکیه وردګ له هغو ښځینه دیپلوماتانو یوه وه چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې هم خپله دنده مخ ته وړله.
خو پر نوموړي تور پورې کېده چې د طالبانو حکومت پلوي کوي.
هند د طالبانو حکومت په ر سمیت نه پېژني خو دا وروستیو کې څو ځلې هندي ديپلوماتان کابل ته تللي او د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په ګډون یې له بېلابېلو چارواکو سره کتلي دي.
په ډيلي کې د افغانستان سفارت له ۲۱ کلونو وروسته ولې وتړل شو؟
د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه سفارت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له لومړۍ نیټې خپل کار بندوي.
دغه سفارت د ۲۰۰۲ کال په جون کې پر افغانستان د امریکا له برید وروسته پرانیستل شو. تر هغه وړاندې هند په افغانستان کې د طالبانو د لومړۍ دورې حکومت هم په رسمیت نه و پېژندلی.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په ډيلي کې د افغانستان په سفارت کې د لانجو په اړه راپورونه ورکړل شوي وو. هغه مهال خبرونه دا وو چې په ډيلي کې د سفارت یو ډيپلوماټ او د برحال سفیر فرید ماموندزي همکار قادر شاه د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی. خو تر لانجو او ناندریو وروسته ښاغلی ماموندزی پر خپل ځای پاتې شو.

د عکس سرچینه، Zakai twitter
د افغانستان او هند اړیکې
د هند او افغانستان اړیکې تاریخي دي، خو لومړی ځل په ۱۹۹۰ لسیزه کې د طالبانو له راتګ وروسته کړکېچ پکې رامنځته شو او د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې بندې شوې چې بیا په ۲۰۰۱ کال کې بېرته سفارتي اړیکې ټینګې شوې.
پوهاند محمد مظهرالحق وايي، نن سبا له افغانستان سره د هند سوداګري تر بل هر وخت زیاته ده.
د هغه په وینا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته که څه هم دیپلوماتیکې اړیکې نه تر سترګو کېږي خو د تخنیکي مرستو په برخه کې د هند شتون خورا پیاوړی دی.
هند په افغانستان کې په ډېرو پروژو کار کړی او شاوخوا درې میلیارده ډالره پانګونه یې کړې ده.
د یوه څېړنیز بنسټ د راپور له مخې، هند له ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ په ۲۰ کلونو کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۵۰۰ په ډېرو پروژو کار کړی دی.
په زیاتره هېوادونو کې د پخواني حکومت ډیپلوماتان د بهرنیو چارو له وزارت سره یو ځای خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. خو په پاکستان، چین، روسیې، ایران، ترکیې، قزاقستان او یو شمېر نورو عربي او افریقايي هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه اوس د طالبانو له خوا د ګمارل شویو ډیپلوماټانو تر لاس لاندې کار کوي.











