د هند بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې مو د سیاسي چارو پرتله ډېر تمرکز پر بشري اړخ دی

د عکس سرچینه، EPA
د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، د سیاسي چارو پرتله د دوی پام د افغانستان د مسئلې پر بشري اړخ ور ټول دی.
د هند بهرنیو چارو وزیر اېس جی شنکر پرون (پنجشنبه) په یوه خبرې غونډه کې د طالبانو له حکومت سره د هند د اړیکو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې کابل ته د یوه تللي پلاوي یادونه هم کړې، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هلته تللی وو. نوموړي وویل:
موږ په کابل کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د خپل سفارت کارکوونکي او دیپلوماتان د نورو هېوادونو په څېر د امنیتي اندېښنو له کبله راویستل. وروسته بیا موږ یوه تخنیکي ډله کابل ته واستوله، چې د یو څه مودې لپاره هلته پاتې شوه. د دوی دنده دا وه، چې وضعیت وارزوي او معلومه کړي چې موږ څنګه کولای شو له افغانانو سره مرسته وکړو. افغانستان د غنمو، درملو او واکسین له کموالي سره مخامخ دی. هلته زموږ ځینې پروژې دي، چې د وخت په تېرېدو ښايي، له ستونزو سره مخامخ شي. ''
ښاغلي شنکر زیاته کړه: ''زموږ تمرکز اوس په افغانستان کې پر سیاسي اړخ لږ او ډېره توجه مو له افغانانو سره پر مرسته ده، چې موږ ورسره تاریخي اړیکي لرو. ''

د عکس سرچینه، indian embassy kabul
د افغانستان د جمهوري دولت له نړېدو سره د نورو دیپلوماتانو تر څنګ هندي دیپلوماتان هم له افغانستانه ووتل، خو د تېر کال په اګست کې هندي رسنیو د ښاغلي شنکر له قوله ویلي و چې د هندي دیپلوماتانو یوه ډله ''له افغانستان سره تاریخي اړیکو ته په کتو د ولسي اړیکو د دوام په خاطر '' استول شوې ده.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مسوولینو هغه مهال ویلي و، کابل کې د هندي دیپلوماتانو د ډېرولو هرکلی کوي او د امنیت او ډیپلوماتانو د خوندیتوب ډاډ یې ورکړی و.
هند یو له هغو هېوادونو دی چې د افغانستان په بیارغولو کې یې سلګونه میلیونه ډالره لګولي دي. د دې ترڅنګ یې په تېرو شلو کلونو کې څه باندې ۱۰ زره تحصيلي بورسونه هم افغان محصلانو ته ورکړي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته هند د غنمو، درملو او واکسینو په بڼه له افغانستان سره مرسته کړې. په افغانستان کې د طالبانو حکومت تېر کال له هند سره د هوايي دهلېز او چاه بهار بندر له لارې سوداګرۍ ته هم لېوالتیا څرګنده کړې.











