د طالبانو حکومت د نه رسمیت له امله افغانستان د سارک نوبتي مشري وبایلله

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
د سویلي اسیا د همکاریو سازمان (سارک) د نوبتي غونډې له کوربتوب او مشرۍ افغانستان بې برخې کړی او بنګله دېش به یې پرځای کوربه وي.
د دې کار دلیل دا ښودل شوی، چې پر افغانستان د طالبانو واکمن نظام تر اوسه کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
د سویلي اسیا رسنیو د افغانستان په څنډه پاتې کېدل د دغه هېواد د نیمګړې ډيپلوماتیکې دستګاه شتوالی یاد کړی دی.
سارک د اقتصادي او جیوپولیټيکو همکاریو یو سازمان دی چې مرکزیت یې په نیپال کې دی.
افغانستان د ۲۰۰۷ کال په پسرلي کې د سویلي اسیا د همکاریو سازمان "سارک" غړیتوب ترلاسه کړ.
په سارک کې هند، بنګله دېش، پاکستان، شري لنکا، بوتان، مالدیف، او نیپال هېوادونو لا له وړاندې غړیتوب درلود.
د سیمې رسنیو رپوټ خپور کړی چې، تمه وه په فبرورۍ میاشت کې د سارک سازمان د غونډې او نوبتي مشرۍ چارې افغانستان ته وسپارل شي، خو هلته د طالبانو واکمني چې لا هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې د دې لامل شوه چې د کابل مشري دې ډاکې ته وسپارل شي.
د پاکستان، ده نېشن ورځپاڼې لیکلي، "د سارک د کړنلارې او قوانینو له مخې دا وار باید افغانستان د سر منشي لپاره یو څوک ورپېژندلي وای، خو د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندنې دا کار ناشونی کړ."
ورځپاڼه کاږي د افغانستان له درې کلنې مشرۍ وروسته به د دغه څوکۍ د سمبالښت چارې بنګله دېش ته سپارل کېږي، دا چې افغانستان خپل وار ته ونه رسېد بنګله دېش وړ وبلل شو، او هغوی خپل یو پخوانی ډيپلوماټ غلام سرور د عمومي منشي لپاره ورمخکې کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
ویل شوي، د نيپال د بهرنیو چارو وزیر بهارت راج پودل چې د سارک کوربتوب کوي د افغانستان له حضور پرته له غړو هېوادونو سره جلا جلا خبرې وکړې او د نوي مشر خبرتیا یې واوروله.
دا چاره بايد د سارک د تګلارې پر بنسټ په یوه ناسته کې شوې وای، خو شونتیا یې نه وه.
نیپال په یوه مکتوب ډوله لیک کې د غلام سرور د غوراوي، او نورو ته د ورپېژندو خبر ورساوه.
د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې افغانستان د سارک سازمان د نوبتي غونډې کوربتوب کاوه، په مرکزي ولایت بامیانو کې چې د ټیکاو له پلوه تر نورو ښه بلل کېده غونډه وربلل شوې وه او دغه ولایت یې د سارک سازمان د پلازمېنې په توګه پرانیسته.
افغان حکومت ۵۰۰ بهرنیو مېلمنو ته د ورتګ بلنه ورکړې وه، خو هغه مهال د غړو هېوادونو حکومتي چارواکو د خپل نه ګډون پلمه د افغانستان نا امنه حالت بللی و.
د غونډې په یوه څنډه کې افغانستان د هغه وخت د اطلاعاتو او کولتور وزیر عبدالباري جهاني له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، "تبلیغاتو د بنګله دېش او شري لنکا وزیران او سفیران پښېمانه کړل چې دې غونډې ته راشي خو تاسو ولیدل چې هم د ځمکې او د هوا له لارې خلک راغلل هېڅ امنیتي ستونزه نه وه."
سارک سازمان د خپلو غړو هېوادونو د اقتصادي هوساینې او جیوپولیټکي همکاریو په موخه په ۱۹۸۵ کې د نېپال پلازمېنه کټمنډو کې جوړ شو.
افغانستان لکه په بله هره لاره د سیاسي او امنیتي بې ثباتۍ له امله ډېر کله له داسې موکو شاته پاتې شوی.









