افغانستان د ایکو، سارک او شانګهای له غړیتوبه څه ګټه اخلي؟

 افغانستان د سارک وروستی غړی هېواد دی او تر ۵۰۰ مېګاواټه ډېره برېښنا واردوي.
د عکس تشریح، افغانستان د سارک وروستی غړی هېواد دی او تر ۵۰۰ مېګاواټه ډېره برېښنا واردوي.

افغانستان د سیمې په درې مهمو سازمانونو ایکو، سارک او شانګهای کې غړیتوب لري، خو پوښتنه داده چې ایا افغانستان توانېدلی چې په دغو سازمانونو کې له غړیتوبه د خپلې ګټې لپاره کار واخلي؟

په کابل کې موږ همکار سمیع الله موسی په خپل دې راپور کې د همدې پوښتنې د ځواب موندلو هڅه کړې.

افغانستان شل کاله وړاندې د ایکو سازمان او له اوه کلونو راهیسې د سارک سازمان غړی هېواد دی.

دغه راز افغانستان له دوه کلونو راهیسې د شانګهای سازمان څارونکی غړی هیواد دی.

دغه درې واړه سیمه ییز سازمانونه په سیمه کې په اقتصادي، سیاسي او امنیتي برخو کې د همکارۍ لپاره رامنځته شوي.

د سیمه دوه ځواکمن هېوادونه د شانګهای سازمان غړي هېوادونه دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر آذرخش حافظي وايي د افغانستان په سیاسي نمایندګیو کې د کافي ظرفیت د نشتوالي له امله افغانستان نه دی توانېدلی چې په دغو مهمو سیاسي او اقتصادي سازمانو د افغانستان په ګټه کار وکړي.

ښاغلی حافظي وايي په افغانستان کې د ننه شته ستونزې هم د پام وړ دي.

افغانستان شل کاله وړاندې د ایکو سازمان او له اوه کلونو راهیسې د سارک سازمان غړی هېواد دی.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، افغانستان شل کاله وړاندې د ایکو سازمان او له اوه کلونو راهیسې د سارک سازمان غړی هېواد دی.

دغه سیمه ییز سازمانونه چې افغانستان سره یې غړی دی، د غړو هیوادونو لپاره د پرمختګ یو لړ فرصتونه رامنځته کړي دي، خو ځینې افغان څېړونکي وايي په افغانستان کې کورنی وضعیت او د سیمې او نړۍ په کچه سیالۍ له دغو فرصتونو دګټې اخستلو په وړاندې د افغانستان لپاره خنډ ګرځېدلی.

د پوهنتون استاد اسد الله زایري وايي دغه سازمانونه نه دي توانېدلي د افغانستان د ستونزو په هواري کې رغنده رول ولوبوي.

یوه برخه یې په دغو سازمانونو کې د وړتیاوو په اړه ده، چې د افغانستان سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړتیاوې پوره کولای شي. دوی خپله په دغو برخو کې ستونزې لري.

د بېلګې په توګه ایکو سازمان، داسې ښکاري چې دا مهال نه شي کولای د افغانستان سیاسي او اقتصادي ګټې خوندي کړي. د دوی ګټې اوس له سیمې پراخې شوې دي.

ایکو، سارک او شانګهای سازمانونو له افغانستان ډیرې لږې مرستې کړې. یواځې لس کاله وړاندې په دوشنبې ښار کې اکو سازمان د افغانستان د بیارغاونې په برخه کې د یو اعشاریه درې میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه.

په دغه غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون کوي.
د عکس تشریح، په دغه غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون کوي.

دغه مرسته د کابل ژوبڼ په بیارغاولو ولګول شوه، چې ویل کیږي ډیر اغیز یې نه درلود.

خو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند سراج الحق سراج وايي افغانستان په دغو سازمانونو دغړیتوب له پلوه د پام وړ ګټه تر لاسه کړې ده.

هغه بي بي سي ته وویل له اقتصادي له دې امله افغانستان په دغو سازمانونو کې له غړیتوبه ډېره نه ده پورته کړې چې ډیر وخت ته اړتیا لري، خو په سیاسي برخه کې افغانستان ډېر تر لاسه کړي دي.

افغانستان د سیمې د هیوادونو ترمنځ د نښلوونکي هېواد په توګه ستر رول لوبلای شي، خو ویل کېږي په افغانستان کې کمزوری حکومت او امنیتي ستونزې د دې لامل شوي چې افغانستان د سیمې په کچه فعال رول ونه لري، خو څارونکي وايي د نوي حکومت په رامنځته کیدو دا هیلې پيدا شوي چې افغانستان وکولی شي په سیمه ییزه د یوه فعال هېواد په توګه رول ولوبوي.