ایا د "پوځي خوب طریقه" تاسو په دوو دقیقو کې ویده کولای شي؟

یو سرتېری، چې کیمو جاکټ او پتلون یې اغوستی دی، په صوفه کې پروت دی او لاس یې تر سر نیولی دی. سترګې یې پټي کړي او داسې ښکاري چې وېده دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کارپوهانو بي‌بي‌سي ته وویل: د پوځي خوب طریقه ممکن ستاسو سره خوب لا در خراب کړي.

هر څوک غواړې ژر ویده شي. خو په نړۍ کې میلیونونه خلک د بې‌خوبۍ (انسومنیا) ستونزه لري، یانې دا چې په اسانه خوب نه ورځي.

په دې اړه وړاندویني توپیر لري، خو عمومي څېړنې ښيي، له پنځو تر ۵۰ سلنه پورې خلک له بې‌خوبۍ کړېږي.

هغه شپې چې خلک پکې په بستره یا د خوب په ځای کې تاوېږي او خوب نه ورځې، ډېری دې ته مجبوروي چې د ویده کېدو بېلابېلې لارې وپلټي. له دې جملې یوه مشهوره لاره "د پوځي خوب طریقه" ده، چې ادعا کېږي انسان په دوو دقیقو کې ویده کېدلی شي.

دا طریقه په ټېک‌ ټاک کې ډېره مشهوره شوې ده. هلته داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې میلیونونه ځله لیدل شوې او جوړوونکي یې ادعا کوي که دا ساده ګامونه تعقیب کړئ، نو سملاسي به خوب درشي.

خو د دې برخې کارپوهانو بي‌بي‌سي ته ویلي، دا طریقه کېدای شي برعکس، ستاسو خوب لا در خراب کړي، ځکه دا "خطرناکه" او بي‌ځایه تمې رامنځته کوي.

د ټېک‌ ټاک په وېډیوګانو کې هغه لارې او طریقې شریکې شوې چې پوځیان یې په ریښتیا د ښه خوب لپاره کاروي، او عام خلک هم ګټه ترې اخیستلای شي.

د پوځي خوب طریقه څه ده؟

دا طریقه اصلآ په ۱۹۸۱م کال په امریکا کې د منډو د روزونکي لوېډ باد وینټر په هغه کتاب کې، چې «Relax and Win» نومېږي، معرفي شوې ده.

وینټر دا تخنیک د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د امریکا د سمندري ځواکونو د الوتکو زده‌کوونکو لپاره جوړ کړ. موخه یې دا وه، چې هغوی له ډېر فشار سره سره ژر ویده شي، ښه خوب وکړې، ترڅو ښه کار او زده کړو ته چمتو واوسي.

په کتاب کې زده‌کوونکو ته د ژر وېده کېدو دا لارښوونې شوې دي:

لومړی تندی، سر، زنه او مخ په کرار، کرار ارام کړئ. بیا ورو، خو ژوره ساه واخلئ.

اوږې مو ارامې او ښکته ونیسي، ژوره ساه واخلئ او بیا یې وباسئ، سینه مو آرامه کړئ.

ټول لاس مو په بستره کې پټ او بیا یې آرام وکړئ، همدا چل مو له بل لاس سره هم وکړئ.

پښې مو آرامي کړئ: لومړی مو د یوې پښې ورون، پنډۍ او پوندې ارامې کړئ، او بیا دا کار مو له بلې پښې سره تکرار کړئ.

اوس مو نو ذهن له هر څه خالي کړئ او ارام بخښوونکی انځور تصور کړئ، لکه د پسرلي یوه ګرمه ورځ یا د سمندر ارامه غاړه.

که اړتیا وي، لږترلږه د ۱۰ ثانیو لپاره دا جمله تکرار کړئ: "چورتونه مه وهئ!"

وینټر ادعا کوله، که دا طریقه شپږ اوونۍ تمرین شي، نو زده کوونکي به وتوانېږي چې "د ورځې یا شپې په هر وخت او په هر حالت کې" په دوو دقیقو کې ویده شي.

څنګه ژر ویده کېدای شو؟

ډاکتر هو سېلسک، چې د رواني ناروغیو او خوب متخصص دی، وايي عام خلک چې د بې‌خوبۍ ستونزه لري، ښايي د پوځي خوب طریقه ور ته ډېره ګټوره تمامه نشي.

هغه بي‌بي‌سي ته وویل، "ډېری هغه ناروغان چې راته راغلي او د پوځي خوب طریقه یې کارولې ده، ګټه یې نه ده ور ته کړې، کنه نو زما مخ ته به نه وای ناست."

هغه وايي، ژر ویده کېدل تل د ښه خوب نښه نه ده، "که تاسو د اوږدې مودې راهیسې د بې‌خوبۍ ستونزه ولرئ، نو دا به درته ډېره اسانه شي چې ښه خوب یو بې‌نقصه شی وبولئ."

که تاسو د ورځې ډېره برخه بیداره او آرام احساس کوئ، نو دا مانا لري چې ښه خوب مو کړی دی.

پخوا داسې فکر کېده چې اته ساعته خوب حتمي وي، خو اوس دا اندازه خوب بې‌ځایه فشار را منځته کړی دی.

سېلسک زیاتوي، "د اته ساعته خوب مفکوره یوه افسانه ده، او دا افسانه زیان رسوونکې ده."

څېړنې ښيي چې د خوب اړتیا له یوه انسانه تر بل توپیر لري، او د خوب داسې ټاکلې اندازه نشته، چې د ټولو لپاره یو شان وي.

هغه د خوب اندازه د بوټونو له اندازې سره پرتله کوي: که څه هم منځنی سایز یا اندازه شپږ وي، خو ځینې خلک څلور یا اته سایز بوټونه په پښو کوي.

هغه وايي: "تاسو باید هماغه اندازه خوب وکړئ چې ستاسو بدن مو ور ته اړتیا لري."

که بیا هم غواړئ ژر ویده شئ، نو هغه درې مشورې درته لري:

هره ورځ پر یوه ټاکلي وخت له خوبه پاڅئ، ترڅو د بدن ساعت مو منظم شي.

د ورځې خوب مه کوئ، ځکه دا مو د شپې خوب در خرابوي.

یوازې هغه وخت بسترې ته ولاړ شئ چې ستړي یاست.

هغه وايي، "که بسترې ته ولاړ شئ خو بدن مو خوب ته چمتو نه وي، نو ډېر وخت به هلته ویښ پراته واوسي."

د پوځیانو د خوب له طریقې څه زده کولای شو؟

درې سرتېري، چې په زغرو سمبال دي، د یوې خونې په کونج کې وېده دي. د دوی بیکونه او ټوپکونه ور ته پراته دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هغو سرتېرو ته، چې په سختو او فشار لرونکو ماموریتونو کې برخه اخلي، مشوره ورکول کېږي چې تاکتیکي خوب وکړي.

ډاکتر الیکس راوکلیف، چې د بریتانوي پوځ د خوب متخصص دی، وايي اصلا "دا طریقه د پوځي خوب طریقې په نامه" نومول مناسبه نه ده.

ځکه هغه زیاتوي، "په دې تخنیکونو کې هېڅ داسې شی نشته چې یوازې دې په پوځ پورې اړه ولري." خو د نوموړي په وینا، د عضلو ورو ـ ورو ارامول او د ساه اخیستلو تخنیکونه لا هم پوځیانو ته ښوول کېږي.

په ګډو خونو کې ویده کېدل، لکه په یوه خونه کې د ۱۲ کسانو خوب ستونزمنوي. خو ساده وسایل لکه د سترګو پټۍ، غوږ بندونه او ارام تړل کېدونکې دروازې مرسته کولی شي.

ځینې پوځي لارې، لکه په سختو شرایطو کې لنډ خوب (نیپ)، ښايي ځینو خلکو ته ګټور وي.

د بېلګې په توګه شیدې ورکونکې میندې، چې د شپې خوب یې ګډوډ وي، کولای شي له لنډ او پلان شوي خوبه ګټه واخلي.

هغه وايي، یو مهم درس چې عام خلک یې له پوځه زده کولای شي، د خوب منظم عادت جوړول دي.

نوموړی زیاتوي، "دا د نظم خبره ده. په پوځي ژوند کې نظم ډېر مراعتېږي او همدا مزاحمتونه کموي."

هره شپه پر ټاکلي وخت بسترې ته تګ، موبایل بندول، کتاب لوستل او څراغ بندول، د ښه خوب لپاره ښه پیل دی.

نوموړي وویل، په دې سره به مو "بدن ژر عادت شي او که دا هره ورځ تکرار کړئ، نو د ویده کېدو ستونزه به مو حل شي."