څېړنه: د خوب ځای کې ډېر وخت سکرین ته کتل او خوب خرابېدل یو بل سره تړاو لري

د عکس سرچینه، Getty Images
یوې څېړنې موندلې هغه خلک چې ډېر وخت بستر یا د خوب ځای کې سکرین ته ګوري، ښايي له بېخوبۍ او له خوب تښتېدلو ډېر شکایت ولري.
دا څېړنه ناروې کې له ۴۵ زرو څخه د زیاتو زدکوونکو یوې سروې پر بنسټ شوې ده.
څېړنه ښیي چې هر اضافه ساعت سکرین ته کتل، ۶۳ سلنه د بې خوبۍ خطر له زیاتوالي او ۲۴ دقیقې کم خوب سره تړاو لري.
په هره توګه څېړونکو ویلي دوی یوازې سکرین ته د کتلو او کمزوري خوب ترمنځ تړاو مالوم کړی او دا یې نه ده موندلې چې سکرین ته کتل دې خامخا د خوب د ګډوډۍ لامل وګرځي.
متخصصان وايي چې تر خوب مخکې د خپل موبایل ایښودل، یو څه ارام بښونکی کار او د یوه روټین جوړول ښايي د خوب ښه کېدلو کې مرسته وکړي.
دا څېړنه ۲۰۲۲ کال کې د زدکوونکو ملي استازیتوب سروې له لارې د راټولو شویو مالوماتو پر بنسټ شوې چې د ۱۸ او ۲۸ کلنو ترمنځ زدکوونکو پکې برخه اخیستې.
څېړونکو غوښتل چې بستر کې سکرین ته پر کتلو د تېر شوي وخت او د خوب څرنګوالي ترمنځ اړیکه وڅېړي.
دوی دا هم غوښتل چې پر خوب باندې د سکرین پر مخ له نورې بوختیا سره په توپیر د ټولنیزو رسنیو د کارولو اغېزې هم و ارزوي.
د ناروې د عامې روغتیا انسټیټیوټ ډاکتر ګنهیلډ جانسن جېټلنډ، چې په فرنټیر ژورنال کې د دې خپرې شوې څېړنې مخکښ لیکوال دی، وايي داسې ښکاري چې د خوب پر مهال موبایل، کمپیوټر یا بلې وسیله کې د فعالیت ډول په ټولیز ډول د سکرین ته د کتلو پرتله لږ تاثیر لري.
نوموړی زیاتوي "موږ د سکرین پر مخ د ټولنیزو رسنیو کارولو او نورو فعالیتونو ترمنځ هېڅ مهم توپیر ونه موند، دا د دې ښودنه کوي چې سکرین ته کتل پخپله د خوب د ګډوډۍ مهم لامل دی."
خوب یا ټولنیزې رسنۍ

د عکس سرچینه، Getty Images
۲۰۲۲ کال لپاره د ناروې د روغتیا او هوساینې په سروې کې له ګډونوالو وپوښتل شول چې ایا دوی د خوب ځای ته له تګ وروسته کومه ډیجیټل رسنۍ کارولې که نه.
دوی ته د فلم یا تلویزیون کتلو، د خواله رسنیو چک کولو، انټرنېټ کې د لټون او ګیم وهلو غوراوی ورکړل شوي وو.
د هغو کسانو له ډلې چې ويل یې له خوب مخکې یې په بستره کې سکرین کارولی، ۶۹ سلنې ویل دوی ټولنیزې رسنۍ کتې.
له ګډونوالو دا هم وپوښتل شول چې په اونۍ کې څو شپې تر ناوخته خواله رسنیو کې بوخت وي او د څومره وخت لپاره، او دا چې څو ځله په ویدېدو یا ویده پاتې کېدو او همدا راز سهار وخته پاڅېدو کې ستونزه یا ستړیا تجربه کوي.
په دې توګه هغه کسان چې ویل یې لږترلږه درې میاشتې یې په اونۍ کې درې شپې یا ورځې دا ستونزه تجربه کړې، پر بېخوبۍ د اخته کسانو په توګه وپېژندل شول.
دې مطالعې که څه هم د خوب وخت کې سکرین ته د کتلو او د خوب د ګډوډۍ یا بې خوبۍ ترمنځ اړیکه وموندله، خو څېړونکي وايي چې دا په دې مانا نه ده چې همدا دې یې لامل وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکتر جېټلنډ وايي: "دا څېړنه لامل نشي په ګوته کولای - د ساري په توګه [دا چې] ایا سکرین ته کتل د بېخوبۍ لامل کېږي که پر بېخوبي اخته زدکوونکي ډېر وخت سکرین ته پر کتلو تېروي. "
دی دا یادونه هم کوي چې پخپله د ځان رپوټ ورکولو تجربو په اړه د سروې مالوماتو باندې د مطالعې ډېره تکیه ښایي په دې مانا وي چې یو اړخیزه وي او موندنې یې باید په نړیواله کچه استازې ونه ګڼل شي.
د بریتانیا رېسمېډ روغتیايي خدماتو شرکت کې د خوب متخصص جوشوا پایپر وايي، دې مطالعې پر خوب د برېښنایي وسیلو کارولو د منفي اغیزې "ارزښتناک او زیاتېدونکي شواهد" موندلي دي.
هغه بيبيسي ته وویل: "دا له ستاسو د خوب موکه او کیفیت دواړه غلا کوي، همدا ښايي لامل وي چې ځینې په ویدېدو او نور په ویده پاتې کېدو کې ستونزه لري. "
خلک ښايي د خوب ځای کې د سکرین د روښنایۍ د تنظیمولو له لارې یا یې د شپې موډ په فعالولو سره د اغېزې کمولو هڅه وکړي، خو ښاغلي پایپر وايي پخوانیو مطالعاتو ښودلې چې د سکرین د رڼا پرتله په موبایل، ټابلیټ، کمپیوټر او نورو وسیلو کښته پورته ګرځېدل او لټون خوب ډېر ګډوډ او تښتوي.
د ښه خوب لپاره لارښوونې

اټکل دا دی چې په بریتانیا کې له هرو درېیو یو کس له بېخوبۍ اغېزمن دی.
د خوب اختلال د هغو ستونزو له ډلې دی چې خلکو ترې شکایت کړی او دوی ډېر وخت ملامتي د شپې ناوخته د تلیفون پر کارولو او ډوم سکرولېنګ یا اوږده موده د منفي او بېګټې شیانو په کتلو اچوي.
د خوب بستر کې د خوالهرسنیو کارول یا د انلاین منځپانګې لټون او کتل اوس تر ډېره یو عام کار دی او پر فزیکي او رواني روغتیا باندې یې د اغېزو په تړاو نظرونه لا وېشلي دي. خو متخصصان بیا هم سپارښتنه کوي چې خلک باید تر ویدېدو لږ وخت مخکې د ډیجیټل وسیلو کارول ودروي.
دوی دا هم وايي چې هره ورځ پر یوه وخت د ویدېدو او پاڅېدو عادت جوړول ښايي د خوب په ښه کېدلو کې مرسته وکړي.
د ماینډ او ريتېنک په څېر د رواني روغتیا خیریه موسسې تر ویدېدو مخکې په زور خوب کولو ته د ځان مجبورولو پر ځای د ساه کښلو تمرین، کتاب لوستلو یا د حمام کولو په څېر د یوه داسې فعالیت سپارښتنه کوي چې انسان ورسره ارامتیا مومي.
دوی همدا راز له خوب مخکې له کافین، الکولو یا ډېر خوراک څخه د ډډې کولو هم وايي او زیاتوي که امکان لري نرم تمرین وکړئ او د خوب ځای او خونه مو ارامه کړئ.

د عکس سرچینه، Getty Images
د خوب متخصصې ډاکترې کېټ لېډرل بيبيسي ته وویل، چې د ورځې طبیعي رڼا ته ورمخامخېدل، په ځانګړې توګه سهار مهال، زموږ د بدن د داخلي ساعت تنظیمولو کې مرستې لپاره ډېر مهم دي.
هغې زیاته کړه چې له ستړې او فکري اړخه بوختې ورځې څخه د راوتلو لپاره د یوې لارې چارې موندل، لکه د یوه خوندور فعالیت ترسره کول چې ډېر هڅونکي هم نه وي، په ښه خوب کې مهم رول لرلی شي.
د مطالعې لیکوالان د دې موضوع په اړه د نورو څېړنو پر اړتیا ټینګار کوي. دوی وايي په دې لړ کې باید د خوب بېلګې په اږدمهال ډول وڅارل شي او همدا راز د شپې له مخې د وسایلو د نوټیفیکېشن یا خبراوي په وسیله د خوب د ګډوډېدو په څېر مواردو په اړه هم څېړنې وشي.
دوی وايي "دا ډول هڅې خوب باندې د ویدېدو وخت کې د سکرین کارولو اغېزې روښانولی او کوی شي زدکوونکي او نور وګړي پر هدفمنو سپارښتنو خبر کړي."











