د هند په سمندر کې د امریکا د یوې جنګي بېړۍ ځانګړنې څه دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, غونچه حبیبي ازاد
- دنده, بي بي سي حقیقت موندنې څانګه
په ایران کې له پراخو مظاهرو او په دې ترڅ کې د مظاهره کوونکو له وژل کېدو وروسته د ایران او امریکا تر منځ تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
د روانې اوونۍ پیل کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي و: ''یوه ستره سمندري بېړۍ د ایران پر لوري د خوځښت په حال کې ده'' خو نوموړي هیله څرګنده کړه چې ''له دې به د کار اخیستو اړتیا نه پېښېږي.''
د بي بي سي فارسي څانګې حقیقت موندنې برخې له تېرو څو اونیوو راهیسې په منځني ختیځ کې د امریکايي بېړیو تګ، راتګ ته پام کړی.
یوه بېړۍ چې په تېرو څو اونیوو کې تر ټولو ډېر پام وراوښتی 'یو اېس اېس ابراهم لنکن' ده.
دغه بېړۍ چې د اتومي انرژۍ پر مټ چلېږي، له ۱۹۸۹ راهیسې د امریکا په سمندري ځواکونو شامله ده او له خورا پرمختللیو او تر ټولو عصري امریکايي بېړیو یوه بلل کېږي.
که څه هم دې بېړۍ د تعقیب خپل نظام بند کړی، خو بیا هم له بېلابېلو لارو کېدای شي دا بېړۍ تعقیب شي.
که یوه بېړۍ اصولاً د تعقیب خپل نظام بند کړي، بیا هم داسې بېړۍ له لویه سره نه 'بې درکه' کېږي.
موږ د الوتنو تعقیب وېبپاڼې 'فلائټ راډار' له لارې د دې امریکايي بېړۍ پر سر د الوت کوونکو پوځي چورلکو تعقیب په وسیله د دې بېړۍ امکاني ځای ځایګي معلومولو کې بریالي شوو.
دغه چورلکې چې معمولاً د اکمالاتو، لوژستیک ملاتړ یا پوځیانو لېږدولو د ماموریت لپاره کارول کېږي، داسې سیسټمونه لري، چې د الوت معلومات یې ترلاسه کېدای شي.
دغه معلومات ښيي، چې اېس اېس لنکن د جنورۍ پر ۱۴مه د چین له سویلي اوبو د منځني ختیځ پر لور سفر پیل کړ او دا مهال (جنورۍ ۲۶مه) د دې احتمالي موقعیت د عمان سمندر غاړې ته نژدې دی.
بل لور 'سېنټ کام' هم پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې تائید کړه، چې سمندري بېړۍ "ابراهم لنکن" هند سمندر ته ننوتې ده.
'سېنټ کام' وايي، دا بېړۍ ''په منځني ختیځ کې د سیمه ییزې سولې او ټیکاو ودې لپاره'' ځای پر ځای شوې ده.
د یادونې ده، چې سېنټ کام د امریکا په دفاع وزارت کې د منځني ختیځ لپاره د قوماندې له شپږو مرکزونو یو دی.
د سپتمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته افغانستان، عراق او سوریه د سېنټ کام ماموریتونو تر ټولو ډېر فعال موقعیتونه وو.
اېس اېس ابراهم لنکن ته یو نظر

د عکس سرچینه، Getty Images
دغې سمندري بېړۍ ته د امریکا ۱۶م ولسمشر ابراهم لنکن نوم ورکړل شوی او د ۱۹۸۹ نومبر له ۱۱مې راهیسې د امریکا په سمندري ځواک کې شامله ده.
د یادونې ده، چې له اېس اېس ابراهم لنکن بېړۍ پوځي جنګي الوتکې الوځي او پرې کېناستلای شي.
دا د امریکايي ځانګړو ځواکونو یوه برخه ده، چې د یو اېس اېس فرینک اي پېټرسن جونیئر، یو اېس اېس سپروانس، او یو اېس اېس مائیکل مرفي په نامه توغندي ویجاړونکي سیستمونه هم پکې شامل دي.
دغه سمندري بېړۍ کې تر ۶۰۰۰ پورې کسان ځایږي، چې سور یې ۳۳۳ مترو او اوږدوالی یې ۷۷ مترو ته رسېږي.
یو اېس اېس ابراهم لنک د ۱۰۰ زره ټنو له بار سره د ۳۰ ناټس (په یوه ساعت کې ۵۶ کیلومتر) په تګ سره سفر کولای شي.
دا بېړۍ له دې مخکې هم په فارس خلیج او عمان سمندر کې ځای پر ځای شوې ده.
د (صحرا توپان ماموریت) په ترڅ کې هم دا بېړۍ په سیمه کې ځای پر ځای شوې وه. هغه پوځي عملیات له کویته د عراقي پوځیانو ایستلو لپاره په ۱۹۹۰ کال کې پیل شوی و.
دغه بېړۍ د امریکا دفاع وزارت د خوځنده عملیاتو (سندرن واچ) په ترڅ کې ۱۹۹۵، ۱۹۹۸ او ۲۰۰۰مو کلونو کې هم فارس خلیج ته تللې وه.
د ۲۰۰۲ په وروستیو کې چې امریکا او متحدینو یې پر عراق برید وکړ، دا بېړۍ یو ځل بیا دې سیمې ته تللې وه.











