ټرمپ وایي، په افغانستان کې د بریتانیا جنګېدلي سرتېري له تر ټولو غوره جنګیالي وو

.

د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images

د عکس تشریح، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې د ورځې څرګندونې چې په افغانستان کې د ناټو سرتېرو په اړه وې، ډېر پخواني سرتېري او سیاستوال غوسه کړل.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو بریتانوي سرتېرو ستاینه کړې چې په افغانستان کې یې جګړه کړې، دا ستاینه وروسته له هغه ده چې نوموړي ویلي و "متحد ځواکونه" د جګړې له لومړۍ کرښې لېرې وو چې له امله یې د پخوانیو سرتېرو او سیاستوالو سختې نیوکې راوپارولې.

د دې اوونۍ په پیل کې ټرمپ د افغانستان د جګړې پر مهال د ناټو د سرتېرو رول په کم‌ ارزښت ښودلو سره د امریکا متحدین په غوسه کړل.

د ټرمپ دغو خبرو د نړیوالو متحدانو سخت غبرګون راوپاراوه او د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر دا څرګندونې "سپکوونکې او له رښتیا لېرې" وبللې.

د بریتانیا لومړي وزیر د شنبې په ورځ له ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې وکړې چې وروسته ترې د امریکا ولسمشر د خپل "ټروت سوشیل" له لارې بریتانوي سرتېري "له ټولو ستر جنګیالي" وبلل.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې د خپلو څرګندونو له امله تر نیوکو لاندې راغی چې پکې یې د ناټو د سرتېرو په اړه ویلي و:

"موږ هېڅکله دوی ته اړتیا نه لرله. موږ هېڅکله په رښتیا ترې څه نه‌ دي غوښتي."

"هغوی به وايي، افغانستان ته یې یو شمېر سرتېري لېږلي وو… او لېږلي یې هم وو خو د جګړې له لومړۍ کرښې شا ته وو."

له دغو خبرو وروسته، د هغو سرتېرو کورنیو، پخوانیو پوځیانو او د ویسټمنسټر ( د بریتانیا پارلمان) او د نړیوال سیاست ګڼو څېرو سخت غبرګون وښود او له ټرمپ یې د بخښنې غوښتنه وکړه.

د بریتانیا شهزاده هېري وویل، د سرتېرو د قربانیو باید درناوی وشي او یادونه یې وکړه چې د ناټو د ګډ امنیت ماده یوازې یو ځل کارول شوې ده، هغه هم د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې تر بریدونو وروسته.

د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې امریکا پر افغانستان برید وکړ، څو طالبان له واکه وغورځوي چې ویل کېدل اسامه بن لادن او د القاعده نورو مشرانو ته یې پناه ورکړې وه او د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو سره یې تړاو درلود.

د ناټو هېوادونو د امریکا په مشرۍ دې جګړې ته سرتېري او پوځي تجهیزات ولېږل.

په ۲۰۲۱ کال امریکا له افغانستانه ووتله، په دې جګړه کې له ۳۵۰۰ ډېر د ایتلافي ځواکونو سرتېري وژل شوي چې شاوخوا دوه پر درېیمه برخه یې امریکایان وو.

بریتانیا له امریکا وروسته د تلفاتو دویم لوړ شمېر درلود، په داسې حال کې چې د امریکا ۲۴۶۱ سرتېري وژل شوي وو.

د بریتانیا د لومړي وزیر دفترد شنبې په ورځ وویل، د بریتانیا لومړي وزیر او د امریکا ولسمشر د افغانستان په جګړه کې د امریکا او ناټو ترڅنګ د بریتانیا پر رول خبرې کړې دي.

د حکومت یوه ویاند وویل:

"لومړي وزیر د هغو زړورو او اتلانو بریتانوي او امریکايي سرتېرو یادونه وکړه چې اوږه په اوږه یې په افغانستان کې جګړه وکړه او ډېری یې بېرته خپلو کورونو ته راستانه نه شول. موږ باید د هغوی قرباني هېڅکله هیره نه‌‌کړو."

تر دې خبرو لږ وروسته، ټرمپ پر خپل ټروت سوشیل تازه څرګندونې خپرې کړې.

داسې ښکاري چې نوموړي له خپلو نیوکو یو څه شاته شوی خو د پنجشنبې د مرکې د خبرو په اړه یې په ښکاره بخښنه ونه‌غوښته.

هغه ولیکل:

"د بریتانیا ستر او ډېر زړور سرتېري به تل د امریکا متحده ایالاتو ترڅنګ وي.په افغانستان کې ۴۵۷ تنه ووژل شول، ډېری سخت ټپیان شول."

"دا اړیکه دومره پیاوړې ده چې هېڅکله به پرې نه‌شي. د برېتانیا پوځ له لوی زړه او قوي احساس په لرلو سره، له امریکا وروسته له بل هر چا غوره دی. موږ له تاسو ټولو سره مینه لرو او تل به یې لرو."

د محافظه‌ کار ګوند مشرې کېمي بېډنک وویل، خوښه ده چې ټرمپ د افغانستان په جګړه کې د امریکا او ناټو ترڅنګ د بریتانیا رول منلی دی.

هغې وویل:

"دا موضوع باید له پیله هېڅکله تر پوښتنې لاندې نه وای راغلې."

.
د عکس تشریح، د بریتانیا یو پخوانی سرتېری: د ټرمپ څرګندونې "ډېر بې‌ احترامانه وې.

د جمعې په ورځ، د سسکس دوک (شهزاده هېري) یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې یې په افغانستان کې د ناټو د سرتېرو ونډه وستایله.

هغه وویل: "ما هلته خدمت کړی دی. هلته مې د ټول عمر لپاره ملګري پیدا کړل. او هلته مې ملګري له لاسه ورکړل."

شهزاده وویل:

"په ۲۰۰۱ کال کې ناټو د تاریخ په اوږدو کې د لومړي او یوازیني ځل لپاره پنځمه ماده (Article 5) فعاله کړه. دا معنا یې لرله چې هر متحد هېواد مکلف و د ګډ امنیت لپاره په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو ترڅنګ ودریږي. متحدانو دې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړ."

هغه زیاته کړه:

"د زرګونو خلکو ژوند د تل لپاره بدل شو. میندو او پلرونو خپل زامن او لوڼې خاورو ته وسپارلې. ماشومان له مور یا پلار بې‌ برخې شول. کورنۍ تر ننه د دې جګړې دروند لګښت پر اوږو وړي."

"دا قربانۍ باید په رښتینولۍ او درناوي یادې شي، ځکه موږ ټول لا هم د ډیپلوماسۍ او د سولې د دفاع لپاره یو موټی او وفادار پاتې یوو."

د نږدې شلو کلونو په موده کې هغه ۴۵۷ بریتانوي سرتېري چې په افغانستان کې د خدمت پر مهال ووژل شول، ډېری یې په هلمند ولایت کې ووژل شول چې د جګړې تر ټولو سخته سیمه بلل کېده.

سلګونه نور سرتېري ټپیان شول او لاسونه او پښې یې له لاسه ورکړې.

په دوی کې کارپورل اېنډي رېډ هم شامل دی چې په افغانستان کې په لاس‌ جوړ شوي چاودېدونکي ماین (IED) له چاودنې وروسته یې دواړه پښې او ښی لاس له لاسه ورکړل.

هغه د جمعې په ورځ د بي‌بي‌سي "بریکفاسټ" خپرونې ته وویل:

"داسې یوه ورځ هم نه تېرېږي چې موږ په فزیکي یا رواني توګه د دې جګړې له دردونو سره مخ نه یوو."

رېډ د امریکايي سرتېرو سره د ګډ کار یادونه وکړه او ویې ویل:

"که هغوی د جګړې په لومړۍ کرښه کې وو او زه د هغوی تر څنګ ولاړ وم نو ښکاره ده چې زه هم د جګړې په لومړۍ کرښه کې وم."

.
د عکس تشریح، پخواني بریتانوي سرتېري د ټرمپ د دې څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی.

بېډنک، سر اېډ ډېوي او نایجېل فاراژ د ویسټمنسټر ( د بریتانیا پارلمان) له هغو مشرانو وو چې د امریکا ولسمشر یې د خپلو څرګندونو له امله وغانده. همداراز، له بریتانیا بهر د نورو هېوادونو وزیرانو هم د ټرمپ خبرې وغندلې.

د کاناډا د ملي دفاع وزیر ډېوېډ جي مک‌ګوینټي وویل، کاناډایي نارینه او ښځې له پیله په میدان کې حاضر وو، داسې نه چې مجبور وو، بلکې دا سم کار و."

په امریکا کې هم سیاسي او پوځي څېرو د ناټو په اړه د ټرمپ د څرګندونو پر وړاندې خپله غوسه او خفګان څرګند کړی دی.

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار هربرټ رېمونډ مک‌مستر بي‌بي‌سي ته وویل:

"زما په اند دا د هغو کسانو لپاره سپکاوی دی چې زموږ ترڅنګ یې جګړه کوله."

د شنبې په ورځ د ټرمپ نويو څرګندونو کې د ناټو د نورو هغو متحدانو یادونه ونه‌شوه چې افغانستان ته یې سرتېري لېږلي وو.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني وویل، د ټرمپ د لومړیو څرګندونو په اورېدو یې حکومت "حیران پاتې شوی" او زیاته یې کړه چې "زموږ هېواد داسې بیه ورکړې چې هېڅوک یې انکار نه‌شي کولی: ۵۳ ایټالوي سرتېري وژل شوي او تر ۷۰۰ ډېر ټپیان شوي دي."

هغې پر "ایکس" (پخوانی ټویټر) ولیکل:

"له همدې امله هغه څرګندونې چې په افغانستان کې د ناټو د هېوادونو ونډه کمه ښيي، د منلو وړ نه‌دي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې دا د یوه متحد هېواد له لوري وشي."