د پاکستان او افغان طالبانو اړیکي: له پټ ملاتړه تر بربنډې تربګنۍ

د عکس سرچینه، MoI
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
"اندېښنه مه کوئ، هر څه به سم وي." دا د طالبانو له بیا واک ته رسېدو څه د پاسه دوه اوونۍ وروسته، ارګ مانۍ ته ورڅېرمه په سرینا هوټل کې، د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د پخواني مشر جنرال فیض حمید خبره وه. هغه مهال د ښاغلي حمید اخیستل شوې ويډیو چې د چایو پیاله یې په لاس کې وه او ظاهرا یې په ډېره ډاډمنتیا د راتلونکې په اړه دا څرګندونې کولې، د طالبانو او پاکستان د نژدېوالي جوته نښه وبلل شوه.
خو اوس څه د پاسه درې کاله وروسته، متحده عربي اماراتو کې د پاکستان د غلیم هېواد هند د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر وکرم مسري سره، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د کمسارې ناستې انځور په پاکستاني کړیو کې غوغا جوړه کړه.

د عکس سرچینه، TWITTER/LINDSEY HILSUM
امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني پر خپلې اېکسپاڼې د ښاغلو متقي او مسري د ګډ انځور په خپرولو پاکستاني چارواکو ته په کنایه ولیکل، "د پاکستان هغه پلان جوړوونکي باید له دې سبق واخلي چې کلونه یې باور کاوه، د طالبانو په واکمنۍ کې به پاکستان، له افغانستانه د هند پر ایستلو وتوانېږي."
دې ته په کتو داسې برېښي چې د آی اېس ای د پخواني مشر فیض حمید د باورونو خلاف اوس "هر څه سم نه دي" او د طالبانو د حکومت او پاکستان په اړیکو کې ډراماتیک بدلون ښکاري.
خو څه وشول؟ هغه هېواد چې یو مهال سیمه کې طالبانو سره ډېر نژدې بلل کېده او د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې یې د سعودي، او عربي اماراتو ترڅنګ د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی و، څنګه یې په سخت مخالف بدل شو؟ اوس د حالاتو د بېرته شاته ګرځولو شونتیا څومره ده؟
د طالبانو او پاکستان سرې کرښې او ګوتڅنډنې

د عکس سرچینه، Getty Images
دواړو غاړو یو بل ته سرې کرښې ټاکلې وې. د طالبانو حکومت ویل ملي حاکمیت یې سره کرښه ده او پاکستان بیا، د پاکستاني طالبانو (ټيټيپي) نه مخنیوی خپله سره کرښه بلله. پاکستان تر اوسه د طالبانو په واکمنۍ کې پر افغانستان ۳ مخامخ هوايي بریدونه کړي او د دواړو غاړو ځواکونو لږ تر لږه ۱۴ځله د ډیورند کرښې په اوږدو سره نښتو کې ښکېل شوي.
د طالبانو حکومت بیا بیا په ډاګه کړې چې د افغانستان پر حریم برید به پاکستان ته بدې پایلې ولري.
د طالبانو په حکومت کې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شیرمحمد عباس ستانکزي ان وویل، هېواد یې له "ابدالیانو، غزنویانو او بابریانو ډک دی." اشاره یې د پاکستان پر توغندیو اېښودل شویو نومونو ته وه چې له تاریخي پلوه له افغانستان سره تړلي دي.
خو پاکستان افغانستان کې دننه د ټيټيپي پر پټنځایونو د بریدونو د دوام ګواښ کوي. د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف څه موده وړاندې بيبيسي سره خبرو کې ویلي وو، "موږ یې له کېک او کلچو سره هرکلی نه کوو. که پرموږ برید وشي، ځواب به په برید ورکوو."
له هند سره د طالبانو نژدې کېدل ښایي بله سره کرښه وي. ځکه پاکستان د دغه هېواد له جوړېدو راهیسې له هند سره د افغانستان د رژیمونو له نژدېوالي اندېښنه لرلې. د طالبانو د حکومت استدلال دا دی چې د هېوادونو له خپلمنخیو سیالیو سره کار نلري.
خو د پکتیکا پر برمل د پاکستان وروستي برید مخالفتونه نوي هسک ته ورسول چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۵۰ ملکي کسان وژلي. خو پاکستان ادعا کوي چې د ټیټيپي غړي یې په نښه کړي.
"کابل کې د پاکستان ځانګړي استازي نیمګرې ډیپلوماسي"

د عکس سرچینه، @AmbassadorSadiq
یوې با خبرې سرچینې بيبيسي ته وویل، د پاکستان له برید وړاندې د ځانګړي استازي صادق خان او طالب مشرانو تر منځ په ځینو مسئلو لومړنۍ هوکړې شوې وې. په دې هوکړو کې، د دواړو هېوادونو د لوړپوړو ډيپلوماتیکو پلاویو تګ راتګ بیا پیلېدل، د مشرانو رسمي سفرونه او د هغو تړونونو بشپړول شامل و چې لا نیمګړي دي.
سرچینه وايي د پاکستان ځانګړي استازي او د طالبانو حکومت کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په خپلمنځۍ ناسته کې د ټيټيپي مسئله د سر موضوع وه. د سرچینې په وینا، ښاغلي حقاني یوې اغېزناکې حل لارې ته رسېدو لپاره "وخت وغوښت". خو پر پکتیکا د پاکستاني ځواکونو برید ظاهرا هر څه له خنډ او ځنډ سره مخ کړل.
د پاکستان دا هوايي برید طالبانو لپاره حیرانوونکی و او هم یې ډېر سخت وضعیت سره مخ کړل. حیرانوونکی ځکه، چې دوی کابل کې له پاکستاني پلاوي سره په ډیپلوماتیکو خبرو بوخت وو چې داسې شېبه کې یې د دغه راز یوه ګام هېڅ تمه نه کوله. دې برید همداراز د طالبانو حکومت په کمزوري دریځ کې وښود.
لومړی دا چې د افغانستان پر حریم مخامخ برید وشو. دویم، د هوايي بریدونو په مخنیوي کې یې "ضعف" په ډاګه شو او ځوابي اقدام یې هم په پرتله ییز ډول کمزوری و. ځکه طالبان د پاکستان په څېر پیاوړې وسلې او الوتکې نه لري.
د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان ته نژدې یوه سرچینه وايي، برید نوموړی هم حیران کړی و او سخت خپه و.
پاکستان سره کړکېچ او د طالبانو د مشر هبت الله آخوندزاده چوپتیا

د عکس سرچینه، AFGHAN ISLAMIC PRESS
د پاکستان پر وړاندې د ځینو طالب مشرانو څرګندونې ډېرې توندې دي او ځینې نور یې بیا ظاهرا له احتیاطه کار اخلي. خو د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې د طالبانو د لوی مشر هبت الله اخوندزاده بشپړه چوپتیا د ډېرو پام وړ ګرځېدلې. د ډیورنډ په اوږدو کې له نښتو نیولې ان د افغانستان پر خاورې د پاکستان مخامخو بریدونو پورې، ښاغلی اخوند زاده پر ټولو چوپه خوله پاتې شوی.
په تېرو څه د پاسه دریو کلونو کې نوموړي په خپلو ویناوو کې ان یو ځل هم مخامخ د پاکستان نوم نه دی یاد کړی. په عامه توګه د دغه راز هېوادنیو مسئلو په تړاو واکمنان مخې ته راځي، ویناوې کوي او خپل دریځ څرګندوي. د طالبانو د حکومت یوه معتبره سرچینه وايي ښاغلی اخوند زاده ټولې مسئلې له نژدې څاري.
ټولې حکومتي اعلامیې له خپرېدو وړاندې له نظره تېروي."خو د بهرنۍ تګلارې په تړاو خپله څرګندونې نه کوي." د سرچینې په وینا نه یوازې د پاکستان، بلکې د نورو هېوادونو په تړاو لکه ایران سره یې هم پر مسایلو په ډاګه خبرې نه دې کړې. خو د ده ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل حکومت دریځ په خبرپاڼو او مرکو کې په ډاګه کوي.
دوستانه ګواښ او پوځ ته ګوتنیونه

د عکس سرچینه، Local doctors
د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ د پاکستان برید ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي غبرګون ځانته ډېر پام واړوه. هغه وویل، "پاکستان زموږ ګاونډی دی. ولس یې دروند ولس دی او سیاسیون یې درانه سیاسیون دي. هغوی ته یوه مشوره ورکوو که افغانستان ته په سپک نظر ګورئ نو د پخوانيشوروي اتحاد له واکمنو سره یو ځل مشوره وکړي."
یوې سرچینې وویل، د ښاغلي متقي څرګندونې "سنجول شوې او پیغام په کې نغښتی و" چې د پاکستان خلک، ملکي حکومت او پوځي مشرتابه سره جلا کړي او غواړي دا ووايي چې د "پاکستان پوځ د ستونزې جرړه ده."
د طالبانو د حکومت یوې استخباراتي سرچینې هم بيبيسي ته په لېږلي پیغام کې لیکلي، "له یوه پلوه د بې ځایه شویو وزیرستانیانو د انتقال پروسه شروع شوې، بل پلو د پاکستان خاص استازی صادق خان کابل ته په سفر و، داسې معلومېږي چې نظامي اداره د مشکلاتو حل نه غواړي."
"د طالبانو د حکومت نا ویلي مجبوریتونه "
د ټي ټي پي پخوانی ویاند احسان الله احسان بيبيسي سره خبرو کې وویل، د پاکستان او افغان طالبانو اړیکي داسې حالت ته رسېدلي چې سملاسي یې د سمېدو امکان نه ښکاري. د ښاغلي احسان په باور د پاکستان مهم شرط او غوښتنه دا ده چې افغان طالبان دې ټيپيپي مهار کړي خو داسې شونې نه ده، ځکه "طالبان خپل مجبوریتونه لري."
د ده په وینا "اوس د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ سړه جګړه پیل شوې او دا سلسله به روانه وي."
د طالبانو حکومت ته نژدې یوې بلې سرچینې هم وویل چې په دغه غورځنګ کې ښايي داسې ځینې کسان وي چې د پاکستان په تړاو یې چلند ډېر محتاط او ان ښایي د ملګرۍ وي، خو د طالبانو په لیکو کې د پاکستان ضد روحیه پراخه ده او یو دلیل یې ښايي تېر کې د پاکستان حکومت له لوري د ځینو طالب مشرانو نیول او ورسره شوی چلند وي.
افغان طالبان ټي ټي پي نشي مهارولی او که نه یې مهاروي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت له پاکستان سره د اړیکو ترینګلتیا د مخنیوي لپاره تېرو دریو کلونو کې ځینې ګامونه اخیستي، لکه د پاکستاني حکومت او ټيټيپي ترمنځ د خبرو منځګړتوب او بیا د ډیورنډ کرښې له ورڅېرمه سیمو د افغانستان نورو برخو ته د وزیرستاني بې ځایه شویو لېږدول، خو د پاکستان قناعت یې تر لاسه نشو کړای.
د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې بيبيسي ته وویل، طالبان خپلې ستونزې او مسئلې لري. د ټيټيپي پر وړاندې اقدام ورته په کور دننه ستونزې زېږوي او دوی دا نه غواړي.
د دغې سرچینې په وینا، افغان طالبانو په ۲۰۱۳ کال کې ډیورند کرښې ته ورڅېرمه د ټيټيپي ځینې قومندانان د خپلسریو له امله بې وسلې کړل. خو پایله دا شوه چې د هغوی یو شمېر مهم کسان داعش ته واوښتل ځکه هلته د داعش پخوانی مشر حافظ سعید یې جذبولو ته چمتو ناست و.
د سرچینې په وینا، د طالبانو د ځینو مهمو مشرانو او وزیرستان ترمنځ قومي او ژورې اړیکې د مسئلې یو بل اړخ دی، او د ټيټيپي د مشرتابه کور وزیرستان دی. بل مهم ټکی د دغې سرچینې په باور دا دی، که افغان طالبان د ټيټيپي مخه ونیسي ډېر به دا وانګیري چې دوی د جهادي فکر مخالفت کوي نو خپل عسکر او قومندانان به ترې مخ واړوي. نو یوازینې لاره د خبرو اترو ده خو پاکستان ورته اوس لېوالتیا نه لري.
نژدېوالی څنګه په مخالفت بدل شو؟

د عکس سرچینه، SOCIAL/MEDIA
افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پاکستان کې د ټيټيپي بریدونو زور واخیست او د پوځیانو مرګژوبله ډېره شوه. د پاکستان د پوځ ویاند د ډسمبر په ۲۷مه وویل، تېر کال ۳۸۳ پوځیان د ترهګرې ضد عملیاتو کې وژل شوي او دوی ۹۲۵ اورپکي له منځه وړي.
اسلام اباد کې خبریال طاهر خان وايي، "که د پوځي تلفاتو دغو شمېرو ته وګورو، ضرور د پاکستان پوځ لپاره د اندیښنې وړ دي. پاکستان کې اوس دا یو عمومي نظر دی چې له وروستیو پرمختیاو وروسته ملکي حکومت نور افغان پالیسۍ کې هېڅ اختیار نلري او پوځ ټول واکونه بشپړ په خپل اختیار کې اخیستي."
پاکستان لومړیو کې له طالبانو د ټي ټي پي د مخنیوي غوښتنه کوله، خو اوس په کور دننه او نړیوالو دریځونو کې یې مخامخ ګرموي چې ګواکې د غه غورځنګ د یوې نیابتي ډلې په توګه د پاکستان پر ضد کاروي.
خو د طالبانو حکومت په خپلو څرګندونو کې ټيټي پي د پاکستان کورنۍ مسئله یادوي او ټینګار کوي چې پاکستان یې باید په کور دننه غم وخوري.
خو په ۲۰۲۳ کال کې د پاکستان په اړه د افغان طالبانو روایت هم بدل او متقابل تور لګول پیل شول. د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت وویل، د داعش د نیولو شویو ځانمرګو بریدګرو "ډېری پاکستاني وګړي دي."
روان میلادي کال کې بیا، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ډاګه تور پورې کړ چې افغانستان کې د داعش له ځپل کېدا وروسته د دغې ډلې مشران او وسله وال "د ځینو استخباراتي ادارو په مرسته خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ځای پر ځای شوي." ښاغلي مجاهد وویل "داعش اوس په دغو سیمو کې منظم روزنځایونه او اوپراتیفي اډې لري"، داسې څه چې پاکستان یې نه مني.
دا د پاکستان پر وړاندې د طالبانو په وینا وو کې یو نوی فصل و چې پرانیستل شو.
د پاکستان د نارضایتۍ هندی فکټور یا عنصر

د عکس سرچینه، Taliban
له هند سره د افغان طالبانو ډیپلوماتیکې اړیکې او افغانستان ته د هندي ډیپلوماتانو سفرونو او طالب مشرانو سره یې لیده کاته هم ظاهرا د پاکستان غوسه را پارولې. د تېر جمهوري حکومت پر مهال هم پاکستان داسې اندېښنې څرګندې کړې وې چې ګواکې افغان خاوره کې د هند اغېز یې د ملي ګټو خلا ف دی.
پاکستاني چارواکو د طالبانو حکومت سره د هند د اړیکو په تړاو لا رسما کوم توند دریځ نه دی ښودلی خو پښتونخواه کې ورځپاڼه لیکونکی عقیل یوسفزی وايي، "د طالبانو له دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد سره د هندي لوړپوړي ډیپلومات جي پي سنېګ خپور شوي وروستي انځور دلته په پاکستان کې ریښتیا غوسه راپارولې."
په دې لړ کې یوه بله پرمختیا، چې ډېرو ته حیرانوونکې وه، د هند له لوري پر پکتیکا د پاکستان د برید غندنه وه. د هند بهرنیو چارو وزارت له دغه برید نژدې دوه اوونۍ وروسته خپره کړې اعلامیه کې ویلي "پاکستان د خپلو کورنیو ستونزو پړه پر نورو اچوي". همدا ډول نظر طالبانو هم تکرار کړی دی.
په اړیکو کې له ټولو پېچلتیاو سره سره، د پاکستان او افغان طالبانو مشران دواړه وايي چې بشپړه جګړه نه غواړي ځکه د دواړو هېوادونو په زیان دی. د پاکستان سوداګرییزو لارو ته د افغانستان اړتیا هم ښايي د طالبانو حکومت د محاسبو یو مهم ټکی وي. که څه هم افغان سوداګرو د پاکستان بدیلو لارو ته مخه کړې، خو په دې هم سترګې نشي پټېدای چې پاکستان افغانستان له سوېلي آسیا سر ه نښلوي.
خو که روان حالت دوام کوي ډېر خطرونه ور سره مله دي.
د دواړو هېوادونو په ډیپلوماتیکو کړیو کې د حالت د لا ناوړتیا د مخنیوي هلې ځلې روانې دي، خو ډېره ګرانه ښکاري چې افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د خپلمنځۍ باور کچه ۲۰۲۱ کال ته بېرته ور ورګرځي.











