د پاکستان پوځي استخباراتو 'ای اېس ای' مشر کابل ته رسېدلی

جنذال فیض

د عکس سرچینه، Lindsay Hilsum

د پاکستان پوځي استخباراتو 'ای اېس ای' مشر جنرال فیض حمید شنبه سهار افغان پلازمېنې کابل ته رسېدلی دی.

د پاکستاني رسنیو په وینا، نوموړی به د دې سفر پر مهال له طالب چارواکو سره ګوري او د راتلونکو تجارتي او امنیتي اړیکو او موضوعاتو په اړه به ورسره خبرې کوي.

پر کابل د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دا لومړی بهرني جګپوړی چارواکی دی چې افغان پلازمېنې ته سفر کوي.

پاکستانۍ رسنۍ دا هم وایي چې نوموړی د طالبانو په بلنه کابل ته تللی، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، دا سفر د پاکستاني لوري په غوښتنه شوی او په اړه یې قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره اړیکه نیول شوې وه.

ښاغلی مجاهد وایي، د دې سفر په ترڅ کې به د هوایي ډګرونو د بیا رغولو، پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ لارو کې د افغان کډوالو ستونزو او ځینو نورو موضوعاتو خبرې کېږي.

د کابل سرینا هوټل کې ځینو بهرنیو خبریالانو د پاکستان د پوځي استخباراتو مشر نه د دې سفر په اړه پوښتنې کړې دي.

فیض

د عکس سرچینه، ISPR

د عکس تشریح، جنرال فیض حمید شنبه سهار کابل ته رسېدلی

جنرال حمید د یوه خبریال د پوښتنې ځواب کې ویلي، افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره کار کوي او په همدې اړه د خبرو لپاره کابل ته تللی.

روانه اوونۍ اسلام اباد کې د پاکستاني پوځ یوې جګپوړې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو، پاکستان به د افغان پوځ بیا منظمولو کې مرسته کوي.

دا ګنګوسې هم شته چې د افغان پوځ شمېر به شاوخوا دوه لکو ته رسي. خو د پاکستان حکومت او یا هم طالبانو تر اوسه رسماً دا رپوټونه رد کړي یا تائید کړي نه دي.