سټولټنبرګ: د طالبانو او د نوي حکومت په اړه دریځ او قضاوت ته لا وخت شته

ینس

د عکس سرچینه، NATO

د عکس تشریح، ینس سټولټنبرګ وایي، د طالبانو خبرې نه، بلکې عمل یې ورته مهم دی

د ناټو سرمنشي ينس ستولټبرگ ويلي، لا وړاندې له وخته ده چې دا ټلواله د طالبانو په تړاو دريځ خپل کړي او یا افغانستان کې د نوي حکومت په تړاو قضاوت وشي.

دى وايي نړیوال بايد د طالبانو په اړه د دې ډلې د ويناو پر بنسټ نه بلکې د هغوى کړنو ته په کتو قضاوت وکړي.

ینس سټولټنبرګ د جمعې پر ورځ وویل، له طالبانو یې غوښتنه دا ده چې افغانستان به نه پرېږدي چې د نړيوالو ترهگرو په خوندي ځاى بدل شي.

نوموړي همدا راز طالبانو ته د بشري حقونو، په ځانگړي توگه د ښځو د حقونو په تړاو او خلکو ته د وتلو لار ورکولو په برخه کې د دې ډلې ژمنې وریادې کړې.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل، دوی به د افغانستان پر نويو واکمنانو خپل سياسي، ډيپلوماتيک او مالي فشارونه کاروي او پر وړاندې به یېيو موټى اوسي.

د ناټو سرمنشي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې طالبانو له کابو درې اوونیو راهیسې پر افغانستان واکمن دي او تمه کېږي چې ژر به خپل نوی حکومت اعلان کړي.

بلېنکن جرمني او قطر ته سفر کوي

بلېنکن

د عکس سرچینه، STATE DEPARTMENT

د عکس تشریح، انټوني بلېنکن راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه خبرو لپاره بهرني سفرونه کوي

بل لور ته ټاکل شوې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن افغانستان کې د روان کړکېچ په تړاو خبرو لپاره راتلونکې اوونۍ جرمني او قطر ته سفر وکړي.

دواړه هېوادونه د تېرو درې اوونیو په ترڅ کې له افغانستان د وگړو اېستنې ماموريت په لړ کې مهم ټرانزيت ځايونه وو.

قطر همدا راز له طالبانو سره ډيپلوماسۍ کې مهم رول لوبوي خو ښاغلي بلنکېن ويلي، هلته به له طالب چارواکو سره ونه گوري.

ښاغلى بلېنکن وايي افغانستان کې پاتې امريکايانو سره چې ښايي اوس هم غواړي له دغه هېواده ووځي، په تماس کې دي.

جرمني کې به نوموړى د هغو څه د پاسه شلو هېوادونو له استازو سره انلاين غونډه وکړي چې له افغانستان د ايستل شويو وگړو په مېشتولو کې ونډه لري.