ډومېنک راب په پاکستان کې: طالبان په رسمیت نه پېژنو، خو د خبرو لارې پرانیستې دي

پاکستان

د عکس سرچینه، Reuters

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډومېنک راب د پنجشنبې پر ورځ پاکستان ته رسېدلی دی. نوموړی به له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان پر موضوع هم خبرې وکړي. دې خبرو کې به د کابل هوايي ډګر بېرته پرانیستلو لپاره د طالبانو قانع کولو موضوع هم شامله وي.

ښاغلي راب پاکستان کې یوې خبري غونډې ته وویل، برتانیا په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو په وینا یې له هغوی سره د خبرو لپاره به دروازې نه تړي.

ښاغلي راب پاکستان کې یوې خبري غونډې ته وویل، هیڅوک نه غواړي افغانستان له اقتصادي او یا ټولنیز پلوه ویجاړ شي او له همدې کبله به بریتانیا د خیریه ادارو له لارې مرستې روانې ساتي.

نوموړي زیاته کړه د افغانستان په هکله به ''د پاکستان مرسته او رول مهم وي او د افغانستان سوله ییز او باثباته راتلونکي لپاره زموږ هوډ مشترک دی. ''

ښاغلی راب به پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې له خپل پاکستاني انډول شاه محمود قریشي او نورو لوړ رتبه پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې بریتانیا د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د ۳۰ میلیونو پونډو مرستې اعلان کړی چې له افغانستانه د ورتلونکو کسانو لپاره یې پر سرپناه او روغتیايي چوپړونو ولګوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومېنک راب به له پاکستاني چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي چې طالبان له افغانستانه د وتوونکو کسانو لپاره خوندي لاره برابره کړي او پرې نږدي چې افغانستان بیا د ترهګرو ډلو په ځالې بدل شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وار دمخه یو شمېر چارواکي پاکستان ته استولي چې له پاکستاني چارواکو سره له افغانستانه د بریتانوي اتباعو د ایستنې په اړه خبرې وکړي.

بریتانیا په وروستي ځل تېره شنبه یو شمېر کسان له کابله په الوتکه کې وایستل.

چارواکي وايي کابل ته د طالبانو له راتګ نه وروسته یې د پنځو زرو بریتانیوي اتباعوو په ګډون ۱۷ زره کسان له افغانستانه بریتانیا ته لېږدولي دي خو اټکل دی چې اوس هم په سلګونه بریتانوي وګړي په افغانستان کې ایسار پاتې دي.

افغانستان، طالبان، بریتانیا

د عکس سرچینه، DOWNING STREET

د عکس تشریح، قطر ته د ښاغلي راب له سفر نه مخکې هم یو شمېر لوړ رتبه بریتانیوي چارواکي دوحې ته تللي و چې له قطري چارواکو سره له افغانستانه د پاتې بریتانوي وګړو د ایستنې په اړه خبرې وکړي.

ښاغلي راب له دې مخکې قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغانستانه د بريتانيا د پاتې اتباعو او د هغوى د افغان همکارانو د ايستنې په تړاو له قطري چارواکو سره خبرې کړي دي.

ښاغلی راب وايي شونې ده چې نژدې راتلونکي کې د کابل له هوايي ډگره د وگړو د ايستنې لپاره الوتنې بيا پيل شي.

د قطر د بهرنيو چارو وزير شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني هم ويلي چې له طالبانو سره کار کوي چې کابل کې د حامد کرزي هوايي ډگر ژر تر ژره پرانيستل شي.

د قطر او ترکيي د هوايي چلن د کارپوهانو يوه ډله کابل کې ده چې د الوتنو بيا پيلېدو سره مرسته وکړي.

په عین حال کې د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير زياته کړې چې هېواد به يې د اټکل وړ راتلونکي کې د طالبانو حکومت په رسميت و نه پېژني خو د بریتانیوي اتباعوو او د هغوی د افغان همکارانو د ایستنې په خاطر له طالبانو سره مخامخ خبرو ته اړتیا ده.

دغه راز د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن هم له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي ''که طالبان غواړي چې له لویدیځ سره ښکیل پاتې شي نو د دوی لپاره لومړنی لومړیتوب دا دی چې د هغو کسانو لپاره د وتلو لار خوندي کړي چې غواړي له افغانستانه ووځي. ''

ډومېنک راب هم یوې خبرې غونډې ته ویل ''له افغانستانه د ایسار پاتې شویو کسانو په ایستلو کې همکاري له لویدیځ سره د طالبانو د اړیکو لومړی ازمایښت دی. ''

د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر سره تر خبرو وروسته د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد ویل په نژدي راتلونکي کې به د حامد کرزي هوايي ډګر د بیا پرانستل کېدو په اړه ښه خبرونه ولري خو د اوس لپاره په روښانه توګه څرګنده نه ده چې کله به هوايي ډګر پرانستل شي؟

نوموړي زیاته کړه چې په دې برخه کې جدي کار کوي او هیله من دی چې ژر به د کابل هوايي ډګر بېرته فعال شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له امیر سره هم خبرې وکړې.

د یادونې ده چې د ښاغلي راب له سفر نه مخکې هم یو شمېر لوړ پوړي بریتانوي چارواکي دوحې ته تللي وو چې له قطري چارواکو سره د حامد کرزي هوايي ډګر د بیا پرانستلو او بریتانوي اتباعوو د ایستنې په اړه خبرې وکړي.

دغه راز له کابله د بریتانیا سفارت هم دوحې ته لېږدول شوي او چارواکي وايي چې اوس یې په فعالیت پیل کړی دی.

کډوال، پاکستان، بریتانیا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، تمه کېږي چې ګڼ شمېر افغان کډوال به د پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي.

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ له نړيوالې ټولنې غوښتي چې مرستو ته اړ افغانان هېر نه کړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ یوې ویاندې کترین ستبرفیلډ وویل ''سمه ده چې له افغانستانه لسګونه زره کسان وایستل شول او ژوند یې وژغورل شو خو اړینه ده چې هغو کسانو ته هم پام وشي چې ژوند یې لا هم په خطر کې دی او اړین دی چې د ځمکې له لارې له هېواده ووځي. ''

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومېنک راب ویلي بریتانیا د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د لومړنیو لوجستکي اړتیاوو په برخه کې کار کوي څو له افغانستانه د ورتلونکو کسانو تګ باوري کړای شي.