مولانا فضل الرحمان وايي د جنرال فيض نوم يې په "تېروتنه" ياد کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د جمعيت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وايي، په تېروتنه يې د ای اېس ای پخواني مشر جنرال فيض حميد نوم ياد کړی، "هغه هلته نه و" خو ادعا يې وکړه چې "د ۲۰۱۸ کال په ټولټاکنو کې د درغليو مسئول جنرال باجوه او جنرال فيض ګڼم."
يوه ورځ وړاندې مولانا فضل الرحمان ادعا کړې وه چې د پوځ د پخواني مشر جنرال قمر جاويد باجوه او د ای اېس پخواني مشر فيض حميد په غوښتنه د عمران خان د حکومت پر ضد د عدم اعتماد يا نه باور تحريک پيل شوی و.
وروسته د پاکستان مسلم لیګ ن او پیپلز ګوند مشرانو دغه تور رد کړ.
د جمعي په ورځ مولانا فضل الرحمان د پاکستان د يوه تلويزيوني چينل جي ټي وي له غريده فاروقي سره په خبرو کې د تېرې ورځې د څرګندونو په اړه سپيناوی وکړ.
کوربنې غریده فاروقي له مولانا فضل الرحمان وپوښتل چې د جنرال باجوه له سرچینو داسې معلومات ترلاسه شوي چې هغه ستاسو پرونۍ څرګندونې ردوي او چمتو دی چې په دې اړه سوګند واخلي.
مولانا فضل الرحمان په ځواب کې وویل، "دوی څنګه له موږ د سوګند غوښتنه کوي، ایا پوځ د خپل سوګند احترام کوي، ایا جنرالان د سوګند درناوی کوي؟"
ښاغلي فضل الرحمان د فبرورۍ پر ۱۵ پنجشنبې د يوه پاکستاني تلويزيوني چنل (سما ټي وي) له نديم ملک سره د خبرو پر مهال ويلي، "که ما هغه وخت انکار کړی وی نو ويل به يې چې فضل الرحمان، عمران خان وژغورلو."
کله چې ترې وپوښتل شو چې ايا د پوځ مشر جنرال باجوه او د ای اېس ای مشر جنرال فیض حميد د نه باور د تحریک پر مهال له هغه سره په اړيکې کې وو، نوموړي وويل، "دوی په بشپړ ډول په اړيکه کې وو. د هغوی په شتون کې ټول راوغوښتل شول او د ټولو په مخکې يې وويل چې تاسو بايد همداسې وکړئ."
کله چې ترې وپوښتل شول د ټولو له راغوښتلو مو مطلب څوک دي، ده وويل، "ټول ګوندونه، تاسو د يوه نوم مه اخلئ. "
"باجوه صاحب او فيض حميد صاحب دواړه هلته وو، دوی ويل چې تاسو څه بايد وکړئ او څه ډول بايد مخکې ولاړ شئ. "

مولانا فضل الرحمان دا هم وويل چې مسلم ليګ ن او پيپلز ګوند پر دې پلان "ټاپه ووهله".
د ۲۰۲۲ کال په اپرېل مياشت کې د پاکستان قومي (ملي) اسمبلۍ د ۱۷۴ مخالفو رايو په اکثريت سره د عمران خان پر ضد د نه باور تحریک تائيد کړ او د نوموړي څه باندې دری کلن واک يې پای ته ورساوه.
جنرال باجوه او جنرال فيض حميد تراوسه په رسمي ډول په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو د پي ډي اېم حکومت وياندې او د مسلم لیګ ن ګوند د اطلاعاتو مشرې مريم اورنګزېب د فضل الرحمان دغه ادعاوې رد کړې دي.
د پاکستان له جيو نيوز سره د خبرو پر مهال نوموړې وويل، "زما پر وړاندې داسې څه نه دي شوي. (ويل کېږي چې) مولانا صاحب د تحریک انصاف ګوند سره اتحاد کوي خو زه د دې کار شتونتيا نه وينم. "
نوموړې په ډاګه وويل چې د جنرال فيض او جنرال باجوه سره له داسې کومې ليدنې نه ده خبره او نه يې هم پر وړاندې داسې څه شوي دي، "ما د نه باور په تحریک کې رغنده رول درلود، ما هر څه له نژدې ليدلي، زه په داسې کومه غونډه کې نه وم او نه هم په دې اړه څه معلومات لرم. "
ياده دې وي چې د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري چې د ائتلافي ګوندونو په حکومت کې د بهرنيو چارو وزير و، څو ځله ويلي چې د عمران خان حکومت په قانوني ډول له منځه ولاړ.
مولانا فضل الرحمان دا هم وويل چې شهباز شريف ته يې په اپوزسيون کې د ګډون بلنه ورکړه خو هغه له غونډې پاڅېد او ولاړ. "
تحريک انصاف او جمعيت علما اسلام: ټاکنو کې درغلي شوې، شفافې او منصفانه نه وي

د عکس سرچینه، JUIF
د جمعیت علما اسلام ف يو مشر حافظ حمدالله ویلي چې د تحریک انصاف د مشر عمران خان په لارښوونه د اسد قیصر په مشرۍ د تحریک انصاف یوه پلاوي له مولانا فضل الرحمان سره ليدلي دي.
نوموړي ويلی، "د دواړو ګوندونو تر منځ په دې اړه خبرې شوې چې د فبرورۍ اتمې نېټې ټاکنو کې د تحريک انصاف ادعا همغه ده چې مولانا کړې وه چې موږ دغه ټاکنې ردو، دې ټاکنو کې درغلي شوې، جعلي دي".
دواړو ګوندونو پر دې اتفاق کړی چې "د فبرورۍ اتمې ټاکنې رڼې نه وې، له دې امله يې موږ ردوو. دا ټاکنې بې برې نه دي او له دې امله په هېواد کې سياسي او اقتصادي ثبات نشي راتلی."
د تحریک انصاف مشر برېسټر سيف ويلي چې دا پلاوی د عمران خان په لارښوونه د مولانا ليدو ته ورغلی و. عمران خان ويلی په ټاکنو کې د شويو درغليو په اړه له ټولو ګوندونو سره دې خبرې وشي او ګډ پلان عملي کړل شي.
نوموړي وويل چې تحريک انصاف ګوند به د فبرورۍ پر ۱۷ نېټه په ټول هېواد کې احتجاج کوي.











