عمران خان ته د نه باور رایه؛ تېر، حال او راتلونکی

تحریکِ عدم اعتماد
    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي لندن

پاکستاني ولسمشر له هغه وروسته پارلمان منحل کړ، له وخته مخکې یې د ټاکنو امر وکړ، چې د هېواد په قامي اسمبلۍ کې د اپوزېسیون ګوندونو له لوري د بې باورۍ رایې یوه تحریک پر مټ د لومړي وزیر عمران خان لېرې کولو یوه هڅه ناکامه شوه. په دې لیکنه کې د پاکستان پخوانیو لومړنیو وزیرانو واکمني پای ته رسېدو، اوسني وضعیت او په دغه هېواد کې د سیاسي وضعیت راتلونکي ته لنډه کتنه شوې ده.

د پاکستان پارلمان کې د اپوزېسیون اتحادي ګوندونو له لوري پر لومړي وزیر عمران خان د بې باورۍ تحریک له وړاندې کېدو وروسته دواړو لوریو د اکثریت ادعا کوله، خو د متحده قومي غورځنګ یا 'ایم کیو ایم ' او بلوچستان عوامي ګوند پارلمان غړو له یو ځای کېدو وروسته اپوزېسیون ګوندونو د پاکستان پارلمان ۳۴۲ غړو له ډلې د ۱۷۴ غړو ملاتړ تر لاسه کړ، چې د بې باورۍ تحریک کامیابۍ لپاره د ۱۷۲ غړو ملاتړ یو قانوني شرط دی.

د یادونې ده، چې دا دواړه ګوندونه مخکې نه یوازې پارلمان کې د واکمن تحریک انصاف ګوند متحدین وو، بلکې په حکومت کې یې هم برخه درلوده.

بل لور د پاکستان له پارلمانه بهر هم په دې لړ کې سیاسي فعالیتونه ډېر شول او که یوه لور ته لومړي وزیر عمران خان پلازمېنه اسلام اباد کې یوه غونډه وکړه، نو پاکستان مسلیم لیګ (ن) او د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ جمعیت علمای اسلام ګوند له کوټې او پېښوره تر پلازمېنې پورې لاریونونه او حکومت ضد لاریونونه وکړل.

لومړي وزیر پر اپوزېسیون تور پور کړ، چې د ده حکومت پر ضد یوه داسې دسیسه کې شامل دي، چې په وینا یې جرړې یې بهر کې دي. ښاغلي خان د (یوه ځواکمن هېواد) له لوري په دې لړ کې د یوه لیک یادونه هم کوله، چې د خبریالانو په وینا د یوه پاکستاني دیپلومات له لوري بهرنیو چارو وزارت ته له معمول سره سم استول شوی یاداښت دی.

اپوزېسیون ګوندونو بیا له پارلمانه بهر خپل احتجاج ته د (ګرانۍ) ختمولو نوم ورکړ، پر لومړي وزیر یې تور پورې کړ، چې د هېواد اقتصاد یې په ګونډو کړی دی.

پاکستان پارلمان نن ۱۱ بجې لومړي وزیر ته د نه باور رایې تحریک په هکله غونډه کوي.

د عکس سرچینه، Twitter

د عکس تشریح، پاکستان پارلمان نن ۱۱ بجې لومړي وزیر ته د نه باور رایې تحریک په هکله غونډه کوي.

لومړي وزیر ته د نه باور رایې پر موضوع د پاکستان پارلمان کې بحث هم دوه ځله وځنډول شو او وروستی ځل د پارلمان مشر د اپوزېسیون ګوندونو له غوښتنې سره سره د یکشنبې ورځې ته دا غونډه وځنډوله. نن بیا د پارلمان مرستیال مشر د نه باور رایې تحریک له وړاندې کېدو مخکې له قانون سره په ټکر کې وباله او پرې رایې اخیستنه یې رد کړه.

لومړي وزیر په زغرده ویلي و، چې استعفا نه کوي او تر پایه به په میدان کې پاتې شي.

د عمران خان په هکله لومړي سر کې ویل کېدل، چې له پوځ سره یې اړیکي ښه دي او له پوځي مشرتابه سره (یوه خوله دی) خو نژدې شپږ میاشتې مخکې د پاکستان پوځي څارګرې ادارې (ای اېس ای) لپاره د نوي مشر ټاکنې په موضوع کې د ده او پوځ تر منځ هم د اختلافونو راپورنه ورکړل شول.

د پاکستان کرېکټ لوبډلې مخکینی مشر عمران خان له دوې لسیزې سیاسي مبارزي وروسته د ۲۰۱۸ کال په اګست کې د پاکستان لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.

د نوموړي تحریک انصاف ګوند د همدې کال جولای میاشتې په ټاکنو کې څرګنده بریا ترلاسه کړه.

ښاغلي خان په لومړي سر کې د پاکستان اقتصادي پرمختګ او فساد مخنیوی خپل لومړیتوبونه وبلل.

خو د تحریک انصاف له ۴۲ میاشتنۍ واکمنۍ وروسته که څه هم په ځانګړي توګه د صادراتو برخه کې د عمران خان حکومت فعالیت پاموړ بلل کېږي، خو عام پاکستانیان د اړتیا وړ توکو د بیو ګرانۍ شکایتونه کوي او د اپوزېسبون په احتجاجونو کې هم همدا تر ټولو برالا موضوع وه.

د لومړي وزیر خان په هکله لومړي سر کې ویل کېدل چې د پاکستاني پوځ ملاتړ له ځان سره لري، خو د چارو شنونکي وايي، اوس چې پوځ په سیاست کې د نه لاسوهنې او بې پرېتوب اعلان کړی، اپوزېسیون ګوندونو فرصت د ځان لپاره غنیمت وګاڼه او پارلمان کې دننه یې د نوموړي خلاف د ده د خپل ګوند ځینې ملګرو او اتحادي ګوندونو ملاتړ ترلاسه کړ.

تر اوسه هېڅ یوه پاکستاني لومړي وزیر له قانون سره د پنځه کاله واکمنۍ دوره نه ده پوره کړې او په ظاهره داسې ښکاري چې عمران خان هم پر همدې توګه له ټاکلي وخته مخکې له واکه لېرې کېږي.

خو په داسې حال کې چې د عام ولس د اړتیا وړ توکو سختې ګرانۍ یې محبوبیت تر ډېره بریده کم کړی، هغسې چې په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال سکندر کرماني وايي، داسې ښکاري چې ښاغلی خان به په خپل هېواد کې د یوه پیاوړي سیاسي ځواک په حیث پاتې شي.

عمران خان پر اپوزېسیون ګوندونو تور پورې کړی چې د ده حکومت پر ضد یې توطئه جوړه کړې.

د عکس سرچینه، Twitter/@ImranKhanPTI

د عکس تشریح، عمران خان پر اپوزېسیون ګوندونو تور پورې کړی چې د ده حکومت پر ضد یې توطئه جوړه کړې.

د حکومتونو ړنګېدو مخینه

پاکستان کې له دې مخکې ځینې حکومتونه د پوځي کودتاګانو له لارې، ځینې نور د پاکستان ولسمشر ځانګړي قانوني حق له لارې او ځینې نور بیا د سترې محکمې له امر وروسته له منځه وړل شوي، خو په نژدې تاریخ کې پر لومړي وزیر ایله دوه ځله د بې باورۍ تحریک د پاکستان پارلمان ته وړاندې شوی او دواړه ځله ناکام ثابت شوی دی.

لومړی ځل ۱۹۸۹ کې د هغه وخت لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو پر ضد پارلمان ته د بې باورۍ رایې تحریک وړاندې شو.

دویم ځل بیا څه باندې یوه نیمه لسیزه وروسته د یوه بل پاکستاني لومړي وزیر شوکت عزیز خلاف د بې باورۍ تحریک پاکستان پارلمان ته وړاندې شو، خو هغه دواړه تحریکونه ناکام شوي وو.

د جنرال ضیاالحق له اوږدې پوځي واکمني وروسته ۱۹۸۸ کال دسمبر کې پاکستان کې ټولټاکنې وشوې، چې پایله کې یې بینظیر بوټو چې هغه مهال ۳۵ کلنه وه د نړۍ تر ټولو کم عمره او د پاکستان لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیره وټاکله شوه، او د ۱۹۹۰ کال په اګست کې یې د هغه وخت ولسمشر غلام اسحاق خان حکومت لغوه کړ.

د پاکستان پیپلز ګوند هغه شل میاشتنۍ واکمني چې د بینظیر بوټو د پلار او د پیپلز ګوند موسس ذوالفقار علي بوټو له حکومت ړنګېدو 'جولای ۱۹۷۷' او اعدام څه باندې یوه لسیزه وروسته یې ترلاسه کړی و، له سیاسي لوړو، ژورو ډک و.

د ۱۹۹۶ کال په نومبر کې د بینظیر بوټو په مشرۍ د پاکستان پیپلز ګوند حکومت یو ځل بیا له ورته برخلیک سره مخامخ شو، خو دا ځل توپیر داسې و چې د وخت ولسمشر فاروق لغاري چې د قانوني واک له مخې یې د بینظیر بوټو حکومت ګوښه کړ، خپله هم د پیپلز ګوند تجربه کار غړی و او د حکومت ګوښه کولو لامل یې فساد باله.

۱۹۹۹ کې بیا د کارګیل غرنۍ سیمه کې د پاکستاني او هندي پوځونو تر منځ له یوې خونړۍ نښتې وروسته له هغه ځایه د پوځ راایستلو پر سر د هغه مهال لومړي وزیر محمد نواز شریف او پوځي مشر جنرال پروېز مشرف تر منځ اختلافونه ډېر شول.

د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیره بې نظیر بوټو

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیره بې نظیر بوټو

نواز شریف د خپل قانوني واک له مخې پروېز مشرف له دندې ګوښه کړ، خو جنرال مشرف د همدې کال د اکتوبر پر ۱۲ م ماښام د پوځي کودتا له لارې د نواز شریف حکومت نسکور او واک ترلاسه کړ.

د ښاغلي شریف ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) د اپوزېسیون ګوندونو کې تر ټولو لوی ګوند دی او داسې احتمال څرګندېږي، چې د عمران خان خلاف د نه باور رایې تحریک بریا په صورت کې به د دې ګوند یو بل مشر او د ښاغلي شریف ورور شهباز شریف د لومړي وزیر په توګه وټاکل شي.

پر بریتانیا مېشتي نواز شریف چې درې ځله د پاکستان لومړی وزیر پاتې شوی، د مالي فساد تورونه لګېدلي، خو نوموړی یې ردوي او د سیاسي انګېزې یادونه یې کوي.

د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د امریکايي کومانډو پوځیانو په لاس د القاعده مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د پاکستان پیپلز ګوند حکومت او هغه مهال د پوځي مشرتابه تر منځ اختلافات رامنځته شول.

د مېموګېټ په نامه د افشا شویو اسنادو له مخې پاکستاني حکومت د پوځي کودتا مخنیوي لپاره له امریکا متحدو ایالتونو مرسته غوښتې وه، خو له دې یو کال وروسته پاکستان سترې محکمې د پیپلز ګوند لومړی وزیر سید یوسف رضا ګیلاني نااهل وباله او حکومت یې ړنګ شو.

۲۰۱۳ کال کې محمد نواز شریف دریېم ځل د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو، خو د هغه وخت له پوځي مشر سره یې د اختلافونو په هکله رپوټونه ورکول کېدل، او دا ځل یې حکومت د کودتا پر ځای د سترې محکمې د حکم له لارې له منځه لاړ.