عمران خان څوک دی؟

د عکس سرچینه، AFP
- Author, نورمحمد سعید
- دنده, بي بي سي لندن
۶۵ کلن عمران احمد خان نیازی پښتون دی، چې د پاکستاني پنجاب مرکزي ښار لاهور کې د اکرام الله خان نیازي کره زېږېدلی دی او د څلورو خویندو یوازینی ورور دی.
د عمران خان پلار انجنیر و او مور یې شوکت خانم د سویلي وزیرستان برکي قبیلې غړې وه، چې پلارګنۍ یې پېړۍ مخکې د هندي پنجاب جالندهر ته کډوال شوي وو.
عمران خان په ایچیسن کالج لاهور کې له زده کړو وروسته د برتانیا مشهور اکسفورډ پوهنتون کې لوړې زده کړې وکړې.
د خپلې کورنۍ ځینو نورو نارینه وو په څېر یې د اویایمې لسیزې پیل کې مسلکي کرېکټ ته مخه کړه او تر څه باندې دوو لسیزو پورې د الراونډر په حیث د خپل هېواد له کرېکټ لوبډلې سره د یوه مهم غړي په توګه پاتې شو.

د عکس سرچینه، AFP
نوموړي ۱۹۹۲ کال کې د پاکستان هغې لوبډلې مشري کوله، چې د کرېکټ نړیوال جام یې تر لاسه کړ.
ښاغلي خان د کرېکټ تر څنګ د خیر ښېګړې په چارو کې هم په نړیواله کچه فعال و او ۱۹۹۱ کال کې یې په هېواد کې دننه د خپلې مور شوکت خانم په نامه چې د سرطان په ناورغۍ مړه شوې وه، یو خیریه بنسټ جوړ کړ.
عمران په همدې نامه پاکستان کې د سرطان درملنې لومړنی روغتون جوړ کړ او په خپله پلرنۍ سیمه میانوالي کې یې یو کالج هم ودان کړ.
۱۹۹۶ کال کې عمران خان د پاکستان دودیز سیاست کې د اصلاحاتو راوستلو او فساد ضد مبارزې له شعارونو سره عملي سیاست پیل کړ، د تحریک انصاف په نوم ګوند یې جوړ کړ، خو تر څو راتلونکو کلونو پورې و نه توانېد د ډېرو پاکستانیانو سیاسي ملاتړ تر لاسه کړي.
د تحریک انصاف ګوند له تاسیسه څه باندې پنځه کاله وروسته د ۲۰۰۲ کال ټاکنو کې نوموړی د پاکستان پارلمان کې د یوې څوکۍ پر تر لاسه کولو بریالی شو، خو د ۲۰۰۸ کال ټاکنو سره یې پرېکون یا بایکاټ وکړ.
د ۲۰۱۳ کال ټاکنو کې بیا د عمران خان ګوند خورا ښه وځلید. که څه هم د پارلمانۍ څوکیو له حسابه درېیم ځای کې و، خو د تر لاسه شویو رایو شمېر یې ډېر و او نژدې و، چې د پاکستان فدرالي پارلمان یا قومي اسمبلۍ کې دویم تر ټولو لوی ګوند ثابت شي.

د عکس سرچینه، PA
په هغو ټاکنو کې د عمران خان ګوند په خیبر پښتونخوا ایالت کې ډېرې چوکۍ تر لاسه کړې او هلته یې د پروېز خټک په مشرۍ ایالتي یا صوبايي حکومت رامنځته کړ.
د عمران خان شخصي ژوند هم له ناندریو او بحرانونو تش نه دی او له پیله پرې ان له عیاشۍ د ډک ژوند تېرولو تورونه هم لګېدلي دي، چې عمران خان تل رد کړي او ځان یې دیني او پاکستاني ارزښتونو ته ژمن بللی دی.
نوموړي ۱۹۹۵ کال کې چې ۴۳ کلن و، د برتیانیا یوه شتمن جیمز ګولډسمیت له لور جمایما ګولډ سمیت سره لومړی واده وکړ. ۲۰۰۴ کال کې د عمران او جمایما واده پای ته ورسېد. دوی دوه زامن لري او په سږنیو ټاکنو کې د عمران خان له بریا وروسته جمایما د ټویټر له لارې هغه ته مبارکي ویلې.
عمران خان دویم واده په ۲۰۱۵ کال کې له ریحام خان سره وکړ، چې یو مهال یې پر بي بي سي د موسمي وړاندوینو خپرونه وړاندې کوله، خو دغه واده له یو کال هم .لږ موده دوام وکړ. ریحام وروسته یو ژوند لیک ډوله کتاب ولیکه او پکې یې د عمران پر پلویانو د رواني ځورونې تورونه پورې کړل، چې خپله عمران خان او پلویانو یې رد کړل.
د سږکال فبرورۍ کې عمران خان له بشرا وټو نومې مېرمن سره چې د پنځو ماشومانو مور ده، درېیم واده وکړ.

د عکس سرچینه، PTI
عمران خان بشرا خپله روحاني سلاکاره بلله او دا وروستیو کې د یوه زیارت پر درشل د دواړو سر ټيټولو موضوع پاکستان کې ډېرې ناندرۍ راپورته کړې.
پر عمران خان داسې تورونه هم شته، چې ګواکې دریځ بدلوي، پر لوېدیځ نیوکې کوي، خو ځان لبرال هم بولي. د وسله والو طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ځینې پېښې غندي، خو په خیبر پښتونخوا کې یې د ګوند حکومت د مولانا سمیع الحق له حقانیه مدرسې سره د ۳ میلیونه ډالرو مرسته وکړه، چې د دغې مدرسې مشر مولانا سمیع الحق ځینې کسان 'د طالبانو معنوي پلار ' په نامه یادوي.
داسې تورونه هم و، چې د پاکستان ځواکمن پوځ یې پلوي دی، خو عمران خان خپله دغه تورونه بیا بیا رد کړي دي او په مې میاشت کې یې له بي بي سي سره خبرو کې ویلي و، چې د پوځ مشر جنرال جاوید قمر باجوه په څېر بل پوځ مشر یې په خپل ژوند کې نه دی لیدلی، چې د ده په وینا ولسواکۍ ته ډېر لیوال دی.

د عکس سرچینه، IMRAN KHAN OFFICAL
البته دا به وخت ثابته کړي، چې که عمران خان د لومړي وزیر په توګه ټاکل کېږي، د ملکي حکومت د مشر په توګه به یې د پاکستان له پوځي مشرتابه سره اړیکي څومره تاوده پاتې شي او د اصلاحاتو راوستلو، ځوان کول ته چې د تحریک انصاف بریا کې یې ونډه خورا جوته ده، د دندو موندلو او فساد ضد مبارزې برخه کې به تر کومه حده پر خپلو ژمنو ودرېږي.











