عمران خان درېيم واده کړی

د عکس سرچینه، PTI
د پاکستان تحريک انصاف ګوند د خپل مشر عمران خان واده له بشری مانيکا سره په رسمی ډول تاييد کړی دی.
د تحريک انصاف ګوند (پي ټي ای) له خوا پر ټوېټر د عمران خان د درېيم واده تصويرونه خپاره شوي او ده ته يې د واده مبارکي ورکړې ده.
د تحريک انصاف دغه ټويټ بشری مانيکا بيا خپور کړی او په ټوېټر يې ليکلي "د الله په فضل او کرم سره موږ نوی ژوند پيلوو، ستاسو د دعاوو اړتيا ده".
د پاکستان تحريک انصاف ګوند له خوا په خپرو شويو تصويرونو کې ښکاري چې د عمران خان او بشری مانيکا نکاح مفتي سعيد تړلې ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
تر دې وړاندې د عمران خان او ريحام خان نکاح هم د مفتي سعيد له خوا تړل شوې وه.
د عمران خان او بشری مانيکا د واده خبر پر ټولنيزو رسنيو يو ځل بيا غوغا راپورته کړې او د "مبارک عمران خان" ټرېنډ پيل شوی دی.
د پاکستان تحريک انصاف ګوند نژدې ټولو مشرانو سملاسي د مبارکۍ پيغامونه پر ټوېټر استولي دي.
تر دې وړاندې تېره مياشت د عمران خان د واده خبرونه راغلي وو. هغه مهال د تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان يوه وياند ويلي وو چې د ګوند مشر عمران خان، بشری مانیکا نومې ښځې ته واده هيله څرګنده کړې او د هغې د ځواب انتظار کوي.

د عکس سرچینه، PTI

د عکس سرچینه، Imran khan offical
عمران خان له دې مخکې دوه ځله واده کړی او دواړه ځله یې واده په طلاق سره پای ته رسېدلی دی. نوموړي لومړی واده ۱۹۹۵ کال کې له برتانوۍ جمایما ګولډسمت سره وکړ، چې ۲۰۰۵ کال کې یې طلاق ورکړ او دویم ځل یې له ټلویزیوني کوربنې ریحام خان سره واده وکړ، چې ایله ۱۰ میاشتې یې دوام وکړ.









