د ګلالۍ تورونه: پارلمان له عمران خان د پوښتنو لپاره کمېټه جوړوي

د عکس سرچینه، FACEBOOK/PTI
د پاکستان قامي اسمبلۍ یا پارلمان د تحریک انصاف ګوند پر مشر عمران خان د لګېدلو تورونو د څېړلو لپاره د پارلماني جرګه ګۍ د جوړولو مسوده په اکثریت رایو ومنله.
د دغه ګوند پخوانۍ غړې غایشه ګلالۍ پر ښاغلي خان تور لګولی چې له ملفون( موبایل ټلېفون) یې ناوړه پیغامونه یې ور لېږلي دي.
د ملي جرګې یا پارلمان دا کمېټه به په یوه میاشت کې خپل رپوټ بشپړوي.
د نواز شریف ځایناستي شاهد خاقان عباسي د ملي جرګې د غړې عایشه ګلالۍ له لوري پر عمران خان د لګېدلو تورونو د پلټلو لپاره د کمېټې جوړولو وړاندیز کړی و.
لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د جمعې په ورځ پارلمان کې وویل، چې د عایشه ګلالۍ د امنیت خوندي کولو لپاره یې د اسلام اباد امنیتي ځواکونو ته هم لارښوونه کړې ده.
نوموړی وايي، له تورن او تور لګونکې به د دې پارلمانۍ جرګه کۍ پوښتنې په کمره کې ثبتېږي.
هغه دا هم وویل، چې تورن او تورنونکې دواړو ته درناوی لري.
"دا د پارلمان مسله ده او غوره دا ده چې دلته اواره شي".
خو د پاکستان تحریک انصاف وايي، چې عمران خان به د کومې پارلماني جرګه ګۍ مخته ونه درېږي.

د عکس سرچینه، FACEBOOK/PTI
په ورته مهال پارلمان کې د واکمن ګوند مېرمنو د عمران خان په هکله د وروستیو پرمختیاوو له امله عایشه ګلالۍ وستایله.
د تحریک انصاف پخوانۍ غړې عایشه ګلالۍ د اګسټ پر اوله خبر غونډې ته وویل، چې د دغه ګوند مشر عمران خان له ملفون سپکوونکي پیغامونه ور لېږلي دي.
د هغې په خبره، عمران خان او د هغه شاوخوا کسانو کې د درنو مېرمنو عزت خوندي نه دی.
خو تحریک انصاف پر عمران خان لګېدلي تورونه ردوي او وايي، چې تر شا یې د واکمن مسلېم لیګ ګوند لاس دی.








