زیارت ته د عمران خان پر ورتګ پاکستان کې ناندرۍ

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان تېره شپه له خپلې مېرمن بشر یٰ بي بي سره یو ځای پنجاب ایالت پاکپتن سیمه کې د بابا فرید شکر ګنج زیارت ته تللی او د ویډیويي کلیپ له خپرېدو وروسته یې پاکستان کې پر خواله رسنیو یوه پراخه لفظي شخړه پیل شوې ده.
بحثونه پر دې تاوده دي، چې عمران خان د زیارت پر درشل تندی ولګاوه. دغه ویډیو لومړی ځايي رسنیو خپره کړه، خو وروسته پر خواله رسنیو خورا ډېره لاس پر لاس شوه.
ځینې کسان له مذهبي دلیلونو سره له همدې کبله پر عمران خان نیوکې کوي، خو د عمران خان ګوندي ملګري بیا له هغه نه په دفاع کولو بوخت دي.
خبریال مبشر زیدي پر ټویټر لیکلي:
''د یو چا مذهبي عقیده زما ستونزه نه ده، خو زیارت کې د عمران خان سجده خواشینونکې ده. ''
ځواب کې یې له @diplomat_79 له نومي حسابه لیکل شوي دي، دا د عمران خان د عقیدې موضوع ده، چې زه یا بل څوک یې په اړه د نظر څرګندولو حق نه لرو. عمران خان او مېرمن یې پر زیارت پوښ وغوړاوه او له د زیارت له منجاور عظمت سعید چشتي سره یې ولیدل.
یوه بل خبریال طلعت حسین پر ټویټر لیکلي:
''څه ویلو ته اړتیا نه شته، دا ویډیويي کلیپ پخپله حال څرګندوي. ''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
یو شمېر کسانو بیا لیکلي، چې عمران خان د زیارت وره کې تندی پر ځمکه نه دی ایښي، بلکې د درشل له ښکولو وروسته ودرید.
ځینې کسانو بیا پر عمران خان د نیوکه کوونکو په ځواب کې د پاکستان پیپلزګوند مشر بلاول بوټو زرداري تصویر خپور کړی، چې د هندوانو معبد کې پر یوه بت اوبه شېندي.








