عمران خان ته د نه باور رایه؛ پاکستان کې لاریونونه پیل شوي

د عکس سرچینه، PML MEDIA
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي لندن
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته په پارلمان کې د نه باور رایې تحریک له وړاندې کېدو سره د دې هېواد پلازمېنه اسلام اباد او نورو سیمو کې سیاسي فعالیتونو هم زور اخیستی.
تېره ورځ د پارلمان مشر لومړي وزیر ته د باور یا بې باورۍ رایې ورکولو لپاره غونډه دوشنبې ورځې ته وغځوله، خو د اپوزېسیون جمعیت علمای اسلام (ف) او پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوندونو له دې مخکې د پاکستان له بېلا بېلو سیمو د پلازمېنې پر لور لوی لاریون یا لانګ مارش او د احتجاجي غونډو اعلان کړی دی.
وروستي رپوټونه وايي، چې د جمعیت علمای اسلام او پاکستان مسلم لیګ (ن) لاریونونه له لاهور او پېښوره د پلازمېنې اسلام اباد پر لور روان شوي دي.
واکمن او اپوزېسیون ګوندونه په 'تحریک عدم اعتماد ' کې وار له مخه د بریا ادعاوې کوي.
بل لور واکمن ګوند تحریک انصاف پاکستان وايي، د مارچ پر ۲۷ به له ټول پاکستانه د حکومت یو میلیون پلویان د پلازمېنې اسلام اباد په 'پرید ګراونډ ' میدان کې یوې غونډې ته راشي او دې لړ کې چمتوالی کېږي.

واکمن ګوند مسوولین دا غونډه د پاکستانیانو له لوري د لومړي وزیر عمران خان لپاره د ملاتړ ټولپوښتنې په مانا بولي.
په پام کې ده، لومړی وزیر عمران خان نن شنبه په کمالیه سیمه کې همدې لړ کې یوې غونډې ته وینا وکړي.
د جمعیت علمای اسلام (ف) لاریون چې د بیو ګرانۍ پر ضد د 'مهنګايي ' مارچ نوم ورکړل شوی، پرون جمعه له کوټې پیل شو او د ګوند اطلاعاتو ایالتي سکرتر عبدالجلیل جان په وینا نن به له پېښوره هم دې لاریون کې د ګډون لپاره لاریونوال روان شوي.
پلازمېنه کې د هغه ځای په شاوخوا کې چې په پام کې د جمعیت علماي اسلام غونډه پکې وشي، د امنیت خوندیتوب لپاره پولیس ګومارل شوي دي.

د عکس سرچینه، EPA
د پاکستان سنا مجلس کې د جمعیت علمای اسلام ګوند غړي سناتور حافظ حمدالله مخکې ویلي چې د مارچ پر ۲۸ مه به د پلازمېنې اسلام اباد په جي ناین سرینګر واټ سیمه کې د ټولو اپوزېسیون ګوندونو شریکه غونډه کېږي.
پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند هم مخکې اعلان کړی و، چې نن 'شنبه ' به د دوې پلویان په دې لوی لاریون کې د ګډون لپاره د پنجاب ایالت له مرکزي ښار لاهوره د اسلام اباد پر لور روان شي.
د ګوند مسوولین وايي، د پخواني لومړي وزیر میا نواز شریف لور او د ګوند مرستیاله مشره مریم نواز به په پنجاب اسمبلۍ کې د اپوزېسیون له مشر میا شهباز شریف سره په شریکه د دې لاریون مشري کوي.
په پام کې ده، د اپوزیسون پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري به نن همدې لړ کې د خیبر پښتونخوا په پاړاچنار سیمه کې یوې غونډې ته وینا وکړي.
بل لور د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي، پلازمېنې ته د ولس په تګ راتګ کې باید څه ستونزه رامنځته نه شي او چارواکي باید ډاډ ترلاسه کړي چې سیاسي ګوندونه په ټاکل شویو ځایونو کې غونډې وکړي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ غړي به احتمالاً پر دوشنبه لومړي وزیر عمران خان ته د باور یا بې باورۍ لپاره رایې ورکړي.
د بې باورۍ تحریک بریالیتوب لپاره د اپوزېسیون ګوندونو اتحاد د پارلمان ۱۷۲ غړو رایې ته اړتیا لري، چې د دوی ادعا له مخې ترلاسه کوي یې، ځکه په وینا یې د واکمن ګوند یو شمېر پارلمان غړي هم له دوی سره ملګري شوي دي.

د عکس سرچینه، BBC/ Nauman Khan
بل لور لومړی وزیر عمران خان وايي، اپوزېسیون ګوندونه به ''حیران '' کړي.
د پاکستان قامي اسمبلۍ وېبپاڼې له مخې واکمن ګوند تحریک انصاف پاکستان او متحدین یې د پارلمان ۱۷۸ پلوي غړو رایې لري.
دې کې د تحریک انصاف خپلو ۱۵۵ غړو، ایم کیو ایم ګوند ۷ او بي این پي، پنځه، پاکستان مسلم لیګ (ق) پنځه، جي ډي اې درې او عوامي مسلم لیګ یوه غړي رایې شاملې دي.
بل لور د اپوزېسیون ګوندونو د رایو شمېر ۱۶۲ بلل شوی، چې د اپوزېسیون تر ټولو لوی ګوند پاکستان مسلم لیګ ن ۸۴، پاکستان پیپلز ګوند ۵۷، متحده مجلس عمل اتحاد ۱۵، بي این پي څلور او د عوامي نېشنل ګوند یو غړی شامل دي.
د دې تر څنګ ازاد پارلمان غړي (چې د کوم ګوند غړي نه دي) هم د اپوزېسیون پلوي دي.
د پاکستان اساسي قانون له مخې د بې باروۍ قرارداد له وړاندې کېدو وروسته له دریو تر اووه وروځو پورې باید پارلمان غړي رایې ورکړي او که د پارلمان اکثریت غړي د بې باورۍ په حق کې رایې ورکړي، لومړی وزیر له دندې ګوښه کېږي.









