پاکستان کې د اپوزېسیون ګوندونه: 'د عمران خان د واکمنۍ ورځې په شمار دي'

عمران خان

د عکس سرچینه، Government of Pakistan

د عکس تشریح، د اساسي قانون له مخې باید لومړي وزیر له پارلمانه د باور رایې ترلاسه کړي.

پاکستان کې اپوزېسیون ګوندونو قامي اسمبلۍ یا ولسي جرګې ته هغه غوښتنلیک وړاندې کړی، چې له مخې یې باید لومړی وزیر عمران خان له پارلمانه د باور رایې ترلاسه کړي.

د پاکستاني اپوزېسیون ګوندونو مشران باور څرګندوي چې عمران خان به دې کې پاتې راشي او په وینا یې ''پاکستانیان ترې بیزار دي. ''

د اپورېسیون ګوندونو اتحاد (پي ډي ایم) مشر مولانا فضل الرحمان له اپوزېسیون مشرانو سره شریکې خبرې غونډې ته وویل:

''ټولو اپوزېسیون ګوندونو په یوه خوله د بې باورۍ څرګندولو تحریک وړاندې کړ، اوس د هغه (واکمنۍ) ورځې په شمار دي... څه چې دې کول و دې کړل، خو نړۍ او خلکو سره دې فریب وکړ، ځوانانو سره مو د میلیونونو کاري فرصتونو ژمنه کړې وه، خو پنځه میلیونه کورونه مو وران کړل. ''

اپوزېسیون استازو پرون سې شنبه د دې غوښتنلیک له وړاندې کولو سره سره د اسمبلۍ غونډې رابللو غوښتنه هم وکړه.

په همدې مناسبت پلازمېنه اسلام اباد کې اپوزېسیون مشرانو شهباز شریف، اصف علي زرداري او د اپوزېسیون ګوندونو اتحاد (پي ډي ایم) مشر مولانا فضل الرحمان ادعا وکړه، چې د قامي اسمبلۍ د ۱۷۲ غړو ملاتړ یې ترلاسه کړی دی.

بل لور د سیاسي اړیکو برخه کې د پاکستاني لومړي وزیر عمران خان سلاکار شهباز ګل وايي، دوی د اپوزېسیون د دې اقدام هرکلی کوي او ''مقابله به یې کوي. ''

د پاکستان اطلاعاتو وزیر فواد چودري وايي، که ''ټول هم خپل ټول وس او توان وکاروي، ماتې به یې په برخه شي. ''

اپوزیشن رہنما

د عکس سرچینه، PMLN

د عکس تشریح، اپوزېسیون مشران وايي، د پارلمان ډېرو غړو ملاتړ ورسره دی

د پاکستاني پارلماني اصولو له مخې د غوښتنلیک له وړاندې کېدو وروسته له دریو تر اووه ورځې پورې باید د پارلمان مشر غونډه راوبولي او د پارلمان غړي رایې ورکړي.

که څه هم پر لومړي وزیر د بې باورۍ څرګندولو لپاره اپوزېسیون ګوندونه د پارلمان ۱۷۲ غړو رایې ته اړتیا لري، خو دوی ادعا کوي چې له ۲۰۰ ډېر غړي یې ملاتړي دي.

د پاکستان اساسي قانون له مخې د پارلمان لږ تر لږه ۲۰ سلنه غړي کولای شي په لیکلې بڼه پر لومړي وزیر د بې باورۍ څرګندولو غوښتنلیک پارلمان مشر ته وړاندې کړې او بیا پارلمان مشر له دریو تر اووه ورځو پورې پارلمان غونډه راغواړي او لومړي وزیر ته د باور یا بې باورۍ رایې ورکول کېږي.

که د پارلمان اکثریت غړي پر لومړي وزیر د بې باروۍ رایې ورکړي، د قانون له مخې لومړی وزیر باید دنده پرېږدي.