پاکستان د تېر ۲۰۱۹ کال اوږدو کې
په دا تېر ۲۰۱۹ زېږيز کال کې د پاکستان کورنی سیاست له هسکو ټيتو او له لانجو سره مخامخ و، په همدې کال کې يې نړیوال سیاست هم د تېر په څېر وو. تر ټولو مهم کړکېچ يې تېره فبرورۍ له هند سره د هوايي ګوزارونو ټکر و، چې د مخامخ ډغرې تر کچې رسېدلی و. د لومړي وزیر عمران خان حکومت وايي، د تېرو حکومتو پرتله يې له امریکا او افغانستان سره اړیکې بیا رغولې، خو ګوتنیوونکي بیا وايي، بهرنۍ تګلاره يې بشپړه د نورو هېوادونو په لاس کې وه. خدای نور ناصر په ۲۰۱۹ کال کې د پاکستان بهرني سیاست ته په همدې رپوټ کې کتنه کړې.