عمران خان ته د نه باور رایه؛ ولسمشر قضیه سترې محکمې ته ولېږله

imran khan

د عکس سرچینه، PTI

د عکس تشریح، د عمران د ګوند ځینې د ده پر ضد شوي او لومړي وزیر ته یې سرخوږی جوړ کړی

وروسته له هغه چې د عمران خان ځينو ګوندي غړیو له ګونده تر پرېکون وروسته د نوموړي پر ضد د رایې کارولو دريځ غوره کړ، د پاکستان سترې محکمې د یوه لوی قضايي پلاوي د جوړولو پرېکړه کړې ده.

دغه پرېکړه د پاکستان د ولسمشر د هغې نظر غوښتنې په ترڅ کې شوې چې له سترې محکمې یې پوښتلي، له یوه سیاسي ګونده د لاس په سر شویو غړیو رایه کوم ارزښت لري او که نه؟

د سترې محکمې قاضی القضات عمر عطا بندیال او مشر قاضي منیب اختر د ولسمشرۍ د نظر غوښتنې په اړه پرېکړه کې ویلي چې دغه پلاوی به د مارچ پر ۲۴ د دې قضیې څېړل پېل کړي.

د قاضي القضات په خبره، محکمه د پارلمان په چارو کې لاسوهنه نشي کولی نو ځکه د قامي اسمبلۍ کورني جنجالونه باید په اسمبلۍ کې دننه حل شي خو د محکمې کار به یوازې دا وي چې د هېڅ مدعي حق تر پښو لاندې نشي.

ناندرۍ پر دې روانې دي چې له مودې راهیسې د لومړي وزیر عمران خان پر ضد د اپوزیسون ګوندونو د نه اعتماد رایې راټولو لپاره تحریک یا خوځښت پېل کړی دی.

ښاغلي خان ته د خپل ګوند تحریک انصاف ځینې غړي هم اوښتي او له ګونده یې لاس په سر شوي دي. دوی د ده پر ضد روان تحریک سره یو ځای شوي او د عمران خان پر ضد یې د رایې ورکولو دریځ غوره کړی دی.

عارف علوی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان ولسمشر عارف علوي په دې اړه د سترې محکمې نظر غوښتی

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د تېرې دوشنبې په ورځ دا قضیه سترې محکمې ته راجع کړې او ترې غوښتي یې دي چې مالومه کړي، که یو غړی له ګونده پرېکون کوي او بیا د خپل ګوند پر خلاف رایه کاروي نو د داسې رایې ارزښت یا اهمیت به څه وي؟

دا نظر غوښتنه د لومړي وزیر عمران خان په مشوره شوې ده چې پر بنسټ یې د تحریک انصاف د مشر له لوري له څوارلسو غړو وضاحت غوښتل شوی چې روښانه کړي، ولې یې له ګونده لاس په سر شوي‌ دي.

د اپوزیسیون دريځ څه دی؟

د سترې محکمې له دې پرېکړې وروسته له رسنیو سره د خبرو پر مهال اپوزیسیون ګوندونو هیله څرګنده کړې چې محمکه به په دې سیاسي مسئله کې لاسوهنه ونه کړي او د قانون او جمهوریت ملا به وتړي.

مریم نواز هم د عمران خان پر ضد د راپورته شویو ګوندونو له ډلې د مسلیم لیګ ن ګوند مرستیاله ده چې لومړی وزیر د هېواد د چارو په کنټرول کې پاتې بولي. اغلې نواز عمران خان مخاطب کړی او ویلي یې دي چې ګواکې ګوند یې پاشل شوی دی،‌ کیسه یې تمامه ده او هېڅوک به یې هم ونشي ژغورلی.

د یادولو ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ کې یوې غونډې ته په خبرو کې عمران خان یو ځل بیا پر اپوزیسیون ګوندونو او د ده له ګونده وتلیو غړو باندې غږ وکړ چې، 'ځينو غړو چې سهوه کړې ده، بېرته دې راشي، زه به مو وبښم او ستاسې پر ضد به هېڅ عمل ونشي'.