پاکستان د خپل ملي امنيت لپاره پنځه کلنه پاليسي اعلان کړه

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ کې د دغه هېواد د ملي امنیت کمېټۍ غونډه شوې، چې په کې يې د ملي امنیت تګلارې منظوري ورکړې او د پنځو کلونو لپاره يې د پاليسۍ اعلان کړی دی.
د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ کې د دغه هېواد د ملي امنیت شورا غونډه کې د پاکستان پر کورنۍ او نړیوال امنیت خبري شوې دي.
دغه خبرپاڼه زیاتوي، دې غونډې کې له ۲۰۲۲ عیسوي کاله تر ۲۰۲۶ پورې د ملي امنیت تګلارې منظوري هم ورکړې ده.
تراوسه د دغې تګلارې جزييات نه دي ډاګه شوي، خو په دې خبرپانه کې د لومړي وزیر خان له خولې ویل شوي، هېواد يې د هر ډول کورني او بهرني خطر سره د مبارزې جوګه دی.
د لومړي وزیر له دفتره په راغلي بیان کې ویل شوي، چې په دې غونډه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو، دفاع، اطلاعاتو، کورنیو چارو، مالیې، بشري حقونو وزیرانو او لوړ پوړو پوځي او ولسي چارواکو په کې ګډون کړی و.
د پاکستان د ملي امنیت شورا تر غونډې وروسته که څه هم په خپرې شوې خبرپاڼه کې د افغانستان ذکر نشته، خو ګڼو پاکستانیو رسنیو تر دې غونډې وړاندې داسې راپورونه خپاره کړي وو، چې په دې غونډه کې به د افغانستان پر حالاتو هم خبري کېږي.
خبریال او څېړونکی طاهر خان وايي، په دې غونډه کې به د افغانستان ذکر هم خامخا شوی وي، خو د ده په خبره پاکستان نه غواړي، چې ځينې خبرې رسنیزې کړي.
د پاکستان د ملي امنیت شورا شپږدېرشمه غونډه د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ کې داسې مهال شوې، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت جوړ شوی او خپله پاکستان بیا له پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو راپورونه ورکړي وو.












